لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پر ټویټر د صدر ټرمپ او وزیراعظم عمران خان توده جگړه


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ نن پر ټویټر بیا په پاکستان کې د بن لادن پټ اوسیدل او د افغانستان حالات دوه مثالونه وگڼل چې څرگندوي پاکستان له امریکې سره هیڅ مرسته نه ده کړې، خو اربونه ډالره یې ترې هسې اخیستي دي.

د صدر ټرمپ د ننني ټویټ په بدل کې، د پاکستان وزیر اعظم عمران خان په انگریزي ژبه یو ټویټ ولیکه او په هغه کې یې وویل:

«د صدر ټرمپ غلطې دعوې، د پاکستان پر هغو زخمونو چې د وژل کیدو، بې ثباته کیدو، او معیشتي زیانونو له اړخه یې د امریکې د "ترهگرۍ ضد جنگ" کې یې گاللي، د اهانت مالگه شیندي. په کار ده چې هغه د تاریخي حقایقو څخه خبر کړل شي. پاکستان د امریکې د جنگ په ترسره کولو، کافي رنځونه وړي دي. اوس به هغه کوو کوم چې زمونږ د خلکو او د گټو دپاره غوره وي.»

د امریکې او پاکستان د مشرانو خپلې دغه خبرې، د څو منیټو/شیبو په توپیر، نن د گل/دوشنبې په ورځ، پر خپلو ټویټر پاڼو ولیکلې.

مخکې تر هغه، عمران خان په اردو ژبه هم څو ټویټونه وکړل او په هغه کې یې وویل چې امریکا د خپلو ناکامیو الزام پر پاکستان لگوي، او د پاکستان په شان قربانۍ به هیڅ اتحادي نه وي ورکړي.

خو صدر ټرمپ بیا پخپلو ټویټونو کې، پاکستان ته د اسامه بن لادن پیغور ورکړ، او ویې لیکل:

«البته چې مونږ باید لا ډیر مخکې اسامه بن لادن نیولی وای. ما لږ مخکې تر هغه چې پر نړېوال تجارتي مرکز بریدونه وشي، د نوموړي په هکله خپل کتاب کې لیکلي و. ټولو ته معلومه ده چې صدر کلنټن له خپلې موقع له لاسه ورکړه. مونږ پاکستان ته په بیلینونو ډالره ورکړل، او هغو هیڅکله مونږ ته ونه ویل چې اسامه هلته ژوند کوي. احمقان!»

صدر ټرمپ خبرداری ورکړ چې نور به پاکستان ته امداد نه ورکول کیږي:

«...مونږ نور پاکستان ته بیلینونه ډالره نه ورکوو، ځکه هغوی به زمونږ پیسې اخلي او مونږ ته هیڅ هم نه کوي، بن لادن یې یو غوره مثال دی، افغانستان یې بل مثال دی. هغوی [پاکستان] فقط یو له هغو گڼو هیوادونو څخه و چې له امریکې څخه ډیر څه اخلي خو په بدل کې یې هیڅ هم نه ورکوي. دا لړۍ ختمیږي!»

مخکې تر دې د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ یو امریکايي ټيلي وژن فاکس نیوز ته په مرکه کې ویلي و چې پاکستان د امریکا لپاره هيڅ نه دي کړي او پر خپلې دې فیصلې ولاړ دی چې پاکستان ته به نورې پیسې نه ورکوي.

د پاکستان وزیراعظم، عمران خان د ټرمپ د هماغې مرکې په جواب کې په اردو ژبه درې ټویټونه ولیکل او په هغه کې یې د پاکستان د قربانیو یادونه وکړه:

«د پاکستان خلاف، د ښاغلي ټرمپ د بیکاره خبرو په ریکارډ سمول په کار دي.

١ـد سپټمبر ١١ په حملو کې یو پاکستانی هم ملوث نه و، مگر پاکستان د امریکا په جنگ کې د برخې اخیستلو فیصله وکړله.

٢ـ په دې جگړې کې ٧٥ زره پاکستانیان مړه شول او [د پاکستان] اقتصاد ته د ١٢٣ اربه ډالرو سخت زیان ورسید.

د امریکې لخوا پاکستان ته د ٢٠ اربو ډالرو ناڅیزه امداد ورکړل شو.

٣ـ زمونږ قبایلي علاقې تباه شولې، او په لاکهونو کسان بې کوره شول. دې جنگ د عام پاکستاني ژوند پر بل مخ راواړوه. پاکستان امریکا ته په بلامعاوضه توگه، هوایي او ځمکنۍ لارې په اختیار کې ورکړلې.

ټرمپ د کوم بل داسې ائتلاف نوم اخیستی شي چې دا ډول قربانۍ یې ورکړي وي؟ د دې پر ځای چې خپل د ناکامیو الزام پر پاکستان ولگوئ، امریکا ته په کار ده دا جاج واخلي چې د یو لاکهوڅلویښتو زرو ناټو ځواکونو، یو نیم لاکهـ افغان پوځیانو، او یو کهرب ډالرو په لگولو سره سره، بیا هم طالبان ولې له مخکې څخه لا پیاوړي شوي دي؟»

دا لومړی ځل دی چې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ، او د پاکستان وزیراعظم عمران خان، داسې په سپینه یو بل ته کلکې خبرې کوي.

د عمران خان له واک ته رسیدو مخکې، کله چې صدر ټرمپ یو ځل پر پاکستان همدا ډول اعتراضونه کړي و، نو د پاکستان د هغه وخت وزیراعظم، شاهد خاقان عباسي ویلي و چې پر ټویټر څرگندونې، د امریکا رسمي سفارتکاري نه گڼي او ځواب یې پر ټویټر نه ورکوي. خو اوس د عمران خان او ټرمپ ترمنځ د ټویټونو مقابله څرگندوي چې د پاکستان حکومت، د ټویټر له لارې هم سفارتکاري پر مخ وړي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG