لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څیړونکي: په کال 2020 کې د واشنګټن او اسلام اباد د سفارتي اړیکو مرکزي نکته په افغانستان کې د امن پروسه وه


په کال 2020 کې د امریکا او پاکستان اړیکې د څیړونکو په خیال که څه هم ډېرې مثالي نه وې خو د واشنګټن او اسلام اباد حکمرانانو سفارتي مزې ټینګ نیولی ؤ چې مرکزي نکته یې په افغانستان کې د امن پروسه وه.

په واشنګټن کې د ویلسن څیړنیز مرکز د جنوبي اېشیا د چارو ماهر مایکل کوګلمېن که څه هم د دواړو هبوادونو وسنیو اړیکې سمې ګڼې خو بې مثله ورته نه وايي:

“د پاکستان او امربکا تعلقات د نور کله په پرتله تر ډېره حده بې د څه سترو ستونزو سم روان وو، علت یې دا ؤ چې د صدر ټرمپ انتظامیې د افغانستان د امن په پروسه کې پاکستان یو مرکزي لوبغاړی ګڼلی دی”

د ښاغلي کوګلمین په خیال دا یوه ښه خبره ده. خو یو څو ټکي دا سې هم وو چې په پاکستان کې پرې تندي تریوو شوي وو هغه وايي:

“لکه د مثال په توګه د امریکا د باندینو چارو وزارت د مذهبي اذادۍ په رپورټ کې په پاکستان سختې نیوکې شوې وې”

د هغه په خیال امریکا په 2021 کې که د امریکا ځواکونه له افغانستانه ووځي نو کیدی شي بیا حالات داسې نه وي پاتې.

د 2020 په سر کې امریکا د افغان طالبانو سره په قطر کې د امن لوظنامه ولیکله او د هغې ورستو د افغانانو د خپل منځو خبرو لړۍ روانه شوه چې تر دې مهاله دوام لري.

د څیړونکو په خیال د امریکه مشران مني د طالبانو خبرو ته په رضا کولو کې د پاکستان چارواکو ډېر مرکزي کردار ادا کړی.

په واشنګټن کې د پاکستان د انګرېزۍ ژبې د اخبار ډان خبریال او څېړونکی انور اقبال

هم داسې فکر کوي تیر کال د دواړو هیوادونو د اړیکو مرکزي ټکی د افغانستان د امن پروسه وه.

انور اقبال البته وايي دا اړېکې بې مثاله نه وې:

“دا تعلقات سم ؤ، خو ډېر ژور نه وو، امریکا د پخوا په شان د پاکستان اقتصادي کمکونه بند کړي وو”

د څیړونکو په خیال په وسني حال کې د واشنګټن او پاکستان مشران دا اړېکې ژوندۍ ساتل غواړي.

د څیړنیز مرکز مشر څیړونکی عارف انصار وايي دا وخت د پاکستان او امریکه د اړیکو ټولې پیسکې د افغانستان د مستقبل سره تړلي دي:

“دې کې د پاکستان او امریکې نظر یو دی”

خو عارف انصار دا هم وايي په مستقبل کې ددې اړیکو شکل بدلیدلی شي.

پاکستان د سېمې د یو بل ستر اقتصادي طاقت چین سره هم دا وخت ډېر ژور تعلقات دي، او امریکا په سیمه کې د چین سوا کیدونکې اثر څاري.

عارف انصاروايي پاکستان غواړي هم د چین سره او هم دا امریکا سره اړېکې وساتي،

ایا دا ممکن ده؟ عارف انصاروايي دا به ګران کار وي:

“چیلنجینګ به وي”

ځیني څیړونکي ګمان کوي تر څو په افغانستان کې د امریکه پوځونه وي او د افغانانو تر منځه د سولې پروسه کامیابه شوي نه وي د واشنګټن او اسلام اباد وسنۍ اړېکې به هم داسې روانې وي.

البته عارف انصار ګڼي په اسلامي نړۍ کې د پاکستان کردار مهم ګڼل کیږي او تر څو په منځني ختیز کې د امریکا د امن پروسه مکمل شوي نه وي امریکا د پاکستان سره به اړیکې هم داسې ساتي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG