لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د مینې د اظهار په ورځ پابندي؟


د پاکستان په دارالحکومت اسلام اباد کې د ښار تر ټولو لوې عدالت یا هايي کورټ په نړي واله کچه د فرورۍ د میاشت په ١۴ مه نیټه د مینې د اظهار ورځ ویلنټاین ډی لمانځلو پابندي لگولې ده.

عدالت په مطبوعاتو هم پابندي لگولې ده چې نه خو دې د ویلنټاین ډی په مناسبت پروگرامونه وکړي او نه دې ددې ورځې سره د تړلو شیانو اشتهارونه خواره کړي.

د اسلام آباد هايي کورټ دا فیصله د یو درخواست په جواب کې وکړه. عدالت ته وویل شوي وو چې پاکستان د اسلام په نوم جوړ شوی وو او ویلنټاین ډی د اسلام او پاکستان د روایاتو خلاف دستوره ده.

څیړونکې وايي دا وړمبی ځل دی چې په پاکستان یو عدالت اعلا عدالت په ویلنټاین ډی پابندي لگولې ده.

په امریکا او د نړۍ په مختلفو ملکونو کې هرکال د فرورۍ د میاشت په ۴١ مه نیټه یو بل سره د میني د اظهار دپاره لمانځلی کیږي او دې ورځې ته ویلنټاین ډی وویل کیږي. په دې موقع خلک یو بل ته گلونه، چاکلیټ او یا بل څه ډالۍ ورکوي.

څیړونکې وايي په پاکستان کې د ویلنټاین ډی غوندې دستورو باندې پابندي یا ددې مخالفت هغه غږونه نور هم مضبوطوي چې د مذهب په نوم په ټولنه کې تنگ نظري، عدم برداشت او د زغم او د شخصي ازادیو خلاف پرچار کوي.

په ویلنټاین ډی د اسلام آباد هايي کورټ د فیصلې نور تفصیل اسلام آباد نه د وي او ای ډیوه خبریال اورنگزیب خان رپورټ کې اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:37 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG