لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان شمال کې ځانمرگې حمله کونکې وژل شوې


شمال غربي پاکستان کې د تشدد په مختلقو پیښو کې په مجموعې توگه ١۴ تنان وژل شوې دي

چارواکې وائې د پاکستان په دیر ضلع کې څلور ځانمرگې حمله کونکې هاغه وخت وژل شوې کله چې دوې د امنیتي ځواکونو په یوه قلعه باندې برید ووکړو.
بل خوا، د اورکزو په قبائیلې سیمه کې د چارواکو د وینا ترمخه، ١٠ جنگیالي وژل شوې او شپږ نور زخمې شوې هم دې.
چارواکې وائې د کوز دیر تیمرگره ښار کې د تشدد په دې پیښه کې١١ عسکر زخمي شوې هم دي.
د امنیتي چارواکو د وینا ترمخه، په اورکزو کې د جنگیالو خلاف روانو عملیاتو کې په تازه بمبارۍ کې ١٠ جنگیالې وژل شوې دي. د شپږو جنگیالو د زخمې کیدو رپورټونه هم راغلې دي.
د جنگیالو د وژل کیدو په حقله د چارواکو د رپورټ په ازاده توگه تصدیق نشې کیدی. صحافیان په سیمه کې د نا قرارۍ په وجه خپله دنده نشې ترسره کولی او جنگیالې اکثره د چارواکو دعوې رودي.
په اورکزو کې د تیرې څه مودې راهسې د جنگیالو خلاف عملیات روان دي. ویل کیږې سیمه کې جنگیالو پس د هغې مرکزونه جوړ کړې کله چې په جنوبي وزیرستان کې د هغوې د پناه ځایونه لمنځه یوړلی شول.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG