پاکستان
په پاکستان کې د قانون په موجودګۍ کې په ښځو او ماشومانو د جنسي تشدد او انټرنېټ د لارې د زورولو پېښې ولې سوا کېږي؟

د سپټمبر په میاشت کې د پاکستان پنجاب ښار کې د لاهور په موټروی سړک د یوې مور سره د جنسي زیاتوب پیښې نه پس په ملک کې دننه او په عالمي کچه هم یو ځل بیا دا بحثونه شورو شول چې په پاکستان کې ښځې له تشدده څومره خوندي دي؟
او ایا د حکومت له خوا د ښځو پرضد د تشدد د مخنیوي په لړ کې د قانون سازۍ نه علاوه هم څه ګامونه اغستي شوي؟ او دا چې ښځو ته د یو اذاد انسان په توګه د ژوند اختیار ورکولو په لړکې د پاکستاني ټولنې خويي څومره بدل شوی؟
که یو خوا په پاکستان کې د ښځو د حقونو تخفظ په لړ کې د حکومت له خوا د قانون سازۍ په مد کې څه لږ ډیر پرمختګ ولیدل شو خو ددی باوجود په 2020 کال کې د ښځو او ماشومانو سره د جنسي زیاتوب او وژنو، د غیرت په نوم د قتلونو، د کورني تشدد او د کار په ځایونو کې د تنګولو او ویرولود پیښو په شمول پدې کیسونو کې د انصاف ترلاسه کولو په مد کې هم د یو شمیر مشکلاتو خبرونه رپورټ شوي دي.
خبریالا نورین شمس وايي، په 2020 کې د ښځو د عالمي ورځ په موقع د ښځو د مارچ او دهغويي نعرو باندي وړومبی د هر اړخ نه نیوکې اوشوې خوبیا پرله پسی د ښځو او ماشومانو سره د جنسي زیاتوب او وژنو د پیښو په میديا رپورټ کیدل ډیر تنقیدي اوازونه غلې کړل. هغه وايي:
"ډیر خلک پدی پوهه شول چې ښځه کله د خپل بدن د خپلې خوښې خبره کوي نو دهغې مطلب يي چې څوک هم دهغې په وجود دهغې د خوښې پرضد اختیار نه شي لرلې. ددی نه علاوه په میډیا باندي د ښځو او ماشومانو د حقونو په حقله بحثونو، شعور بیداروي او د حکومتي د مخنیوی اقداماتو سره سره د کورونا وبا دلاسه ښځوته د کورني تشدد او دې نه ورپیښو زهنې مسلو باندي هم وخت په وخت پروګرامونه اوشول".
د موټروی او دغه شان نورو پیښو نه پس د پاکستان صدر ډاکټر عارف علوي په دسمبر کې په زوره د جنسي تېریو د مخنیوي قانون 2020م منظور کړو چې ترمخه به یې په ټول ملک کې دجنسي زياتو په اړه مقدمو فېصله کولو دپاره ځانګړې عدالتونه جوړولی شي. چې پدغه عدالتونو کې به د څلورو میاشتو په لنډه موده کې فېصله کېږي. او کوم کسان چې په ریپ یا جنسي تیري کې ککړ وي دهغوئ دجنسي توان ختمولو دپاره به دهغوئ رضا ترلاسه کول ضروري نه وي.
وخت په وخت د پاکستان حکومت ته د ښځو د حقونو په حقله وړاندیزونه کونکي فعاله ډاکټر فوزیه سعید وايي د حکومت نیت به ضرور ښه وي خو سختې سزاګانې ددی مسلې حل نه دی. هغه وايي:
"زما تجربه ده چې سختې سزاګانې د سزاګانو شرح نشي زیاتولې ځکه چې بیا عدالتونه هم د ثبوتونو معیار ډیر لوړ کړي چې د شک هیڅ ځاي پاتي نشي. او څوک په غلطه سزاوار نشي. او په دې وجه بیا یو تن پریښودی کیدی هم شي. پاکستان کې د وړاندي نه د ریپ په جرم کې د سزا ورکولو شرح 1٪ نه هم کمه ده. یعني که 100 د ریپ کیسونه عدالت ته ځي نو په یوه مقدمه کې هم ډیره په ګرانه سزا اؤرول کیږي. نو ځما په فکر سختې سزاګانې به د مسلې په حل کې دومره ګټه ورې نه وي".
بل خوا که څه هم د 18 ایني ترمیم نه پس پاکستان کې صوبی په ځیني مدونو کې د قانون سازۍ دپاره با اختیاره دي خو ددی باوجود هم د وړوکوالي د ودونو د مخنیوي په لړ کې یواځي په سنده او پنجاب کې په 2014 او 2015 کې قانون سازي شوي. خو خېبر پوښتونخوا او بلوچستان کې په 2020 کې پدی لړ کې هیڅ پرمختګ وا نه شو.
د یونیسف رپورټ ترمخه پاکستان کې 21٪ جینکئ د 18 کالو عمر ته رسیدو نه مخکي واده کړی شي. په خېبر پوښتونخوا کې خو د کورني تشدد د مخنیوي قانون هم په 2020 کې منظور نه کړی شو.چې د ډیرو کلونو نه د ځنډ ښکار دی.
پاکستان کې پدی کال کې یو شمیر د غېرت په نوم مرګونه هم د ملک په بیلا بیلو برخو کې رپورټ شول چې صحیح شمیره يي لا مخې ته نده راغلي خو د حقونو فعالین وايي هر کال پاکستان کې 1000 پوري ښځې د غېرت په نوم وژل کېږي. دويي دا هم وايي، اصل شمېره دی نه ډېره زیاته کیدی شي ځکه چې اکثره دا قسمه کیسونو ته یا خو د ځانوژنې نوم ورکړی شي او یا د سره رپورټ نشي.
د کار په ځایونو کې هم د ښځو سره د تنګولو یا ویرولو ته هغه وخت توجو ورکړی شوه چې په نومبر کې د پنجاب یوی سیشن جج ډاکټر ساجده احمد د ملک او د لاهور هايي کورټ مشر قاضیانو ته په یو ښکاره خط کې ګله وکړه چې هره ورځ ځان ته وکیلان ویونکي نارینؤ د لاسه سپکې سپورې اؤریدو او دهغوي د ګنده سترګو ښکار کیدو نه زیاته ښه به دا وه چې پخپل کلي کې يي غوا ګانې یا بیزې سرولې. او دا چې که په مذهب کې حرام نه وی نو ددی ناوړه خویونو دلاسه به يي د سپریم کورټ مخی ته ځان وژلی وی.
یاده دي يي پاکستان کې د کار په ځایونو کې د ښځو د تنګولو یا یرولو قانون په 2010 کې جوړ کړی شوی وو خو پوهان وايي ددی قانون په حقله د کم علمۍ اؤ زیاتره د ټولنې د ویرې ښځې ددی د استعمال نه ډډه کوي.
بل اړخ ته د کرونا وبا له کبله هم د ښځو سره نه یواځي په کورني تشدد بلکه په انټرنیټ تنګولو کې هم اضافه ولیدل شوه. پاکستان کې د انټرنیټ استعمالونکو په حقونونظر ساتونکي اداره ډیجیټل رائټس فاؤنډیشن وايي، د لاکډاؤن لګیدو سره سم یواځي د مارچ او اپریل په میاشت کې په انټرنیټ د تنګولو شکایتونو کې 189٪ اضافه ولیدل شوه. او پدی کې 74٪ شکایتونه د ښځو له خوا رپورټ شوي وو.
ددی سره سره د عالمی اقتصادي فورم له خوا دسمبر 2019 کې جاري شوي رپورټ کې د جنس په بنیاد د تفریق په مد کې پاکستان د 153 ملکونو په فهرست کې په 151نمبر وو.
ډاکټر فوزیه سعید وايی، په عمومي توګه 2020 کال کې د حکومت له خوا د ښځو د خیرښیګړی په لړ کې څه کوټلی ګام و نه لیدل شو او ددی سبب دا کیدی شي چې حکومت د صحت او د اپوزیشن له خوا په مسلو کې نختی وو. هغه دا هم وايي د 2019 نه د ښځو دپاره جوړ د قومي کمیشن د مشرۍ په څوکۍ هم وسه پوري څوک ندې ټاکل شوي. خو هغه د ځوانانو نه ضرور هیله منده ده چې د خپل حق دپاره يي په 2020 کې هم هڅي رواني ساتلي. ډیوه سره خبرو کې ډاکټر فوزیه سعید اویل:
"زه ډیره خوش بینه یم، نه یواځي د عورت مارچ نه بلکه نور هم ډیر تحریکونه دي چې په منظمه طریقه د ژوند د هر اړخ ښځي پکې شاملی دی. ځوانان ډیر منظم دي او هغوي چې څنګه کار کوی د ستائنی وړ دي. دوې د ټیکنالوجي په ښه استعمال هم پوهیږي او ډیره ګټه تي اخلي. زه ددوي ټولو شکریه ادا کوم او ډیره هیله منه یم".
که 2020 کال په پاکستان کې د ښځو د حقونو په لړ کې دومره ګټه ور نه وو خو د کال په اخره کې د پاکستان صدر عارف علوي لخوا یو مثبت ګام ضرور ولیدلی شو.
په دسمبرکې په ایوان صدر کې د جنس په بنیاد فرق ختمولو او په قانوني، اقتصادي او سماجي توګه د ښځو د بااختیاره کولو په موضوع جوړې غونډې ته صدر ویلي، د کلتوري خنډانو لرې کولو او د ښځو دپاره جوړ قوانین عملي کولو سره به ښځې په سماجي او معاشي توګه خودمختاره جوړولې شي.
See all News Updates of the Day
"د اصلاح او انصاف امکانات پېدا کړئ خرچې به مو نه کیږي" د پوځ حفاظتي ټاسک فورس ته د پښتین غبرګون

د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مشر منظور پښتین د پوځ دپاره د حفاظتي ټاسک فورس جوړولو په غبرګون کې ويلي، "د اصلاح او انصاف امکانات پېدا کړئ نو دا خرچې کول به نه در په غاړه کیږي".
نوموړي دغه خبره د هغه خبر په غبرګون کې کړې چې پاکستاني مطبوعاتو د سرچينو له قوله خپور کړی چې "حکومت په ټولنيزو رسنيو د پوځ ضد کمپاينونو د مخنیوي دپاره د ځانګړي ټاسک فورس يا ځواک جوړولو پرېکړه کړې ده".
منظور پښتين په ټويټر ويلي، "د موجوده حکومت لخوا د پوځ د حفاظت دپاره د ځانګړي ټاسک فورس جوړولو اعلان، د سيويلين يا عام ولس سرلوړي، د جمهور بالادستۍ پله سفر؟؟؟" هغه په دې پوښتنه را ولاړه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، "هر حکومت د پوځي جرنېلانو خوشالولو دپاره داسې اقدامات کوي خو انجام بيا د ټولو یو شان وي".
پاکستانۍ ميډیا دغه خبر خپور کړی چې حکومت په ټولنيزو رسنيو د پوځ ضد پوسټونو کولو او کمپاينونو چلولو د مخنیوي دپاره د ځانګړي ځواک جوړولو پرېکړه کړې ده.
ډان ورځپاڼې په خپل یو خبر کې د دولتي سرچینو له قوله ویلي، چې د ټاسک فورس جوړولو دپاره سمري لېږل شوې ده، خو لا منظوره شوې نه ده.
ويل شوي په ياد ټاسک فورس کې به د مرکزي تحقيقاتي ادارې [اېف ايي اې]، پاکستان ټيلي کميونيکېشن اتهارټۍ [پي ټي اې] او نادرا افسران شامل وي.
عمران خان نومې جرنلسټ چې د تحریک انصاف پلوه ګڼل کيږي په ټويټر ويلي،
"اسټبلشمنټ له پکار ده چې د 50 روپو په سټاک پېپر دا ملک او واک یې د تل دپاره خپلو وفادارو ته يعنې شریفانو او زرداريانو ته ورکړي او د عدالت مُهر [ټاپه] پرې ولګوي چې سند پاتې شي او په وخت د ضرورت پکار راشي".
پاکستان کې وخت په وخت د بېلابیلو حکومتونو لخوا داسې ګامونه پورته کړل شوي دي، څيړونکي وايي سياسي حکومتونه د يو بل ضد د سياست مخالفت په نوم کارول کيږي.
څلور ورځې وړاندې د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په ټويټر ویلي وو،
"د عمران نيازي په وينا د پاکستان تحریک انصاف لخوا د پوځ د مشر عاصم منير پرضد ناوړه کمپاين د سختې غندنې وړ دی، او دا سړی نیازي د واک بيا ترلاسه کولو په ناامېدۍ کې ډېرې ټيټي کچې ته تللی او ملک او پوځ ته زيان رسوي".
د پاکستان تحریک انصاف د مشر عمران خان وزيراعظمي چې تېر کال د بې باورۍ د تحريک د لارې ختمه کړی شوې هغه وخت یې د سازش تور په امريکا او دلته په مخالفه ډلو لګولی خو له دغې وروسته یې په تېر پوځي مشر جنرل باجوه هم سختې نيوکې کړي او تورونه لګولي چې د هغه په وینا امریکا دغه کار کړی وو، خو امريکا، د پاکستان حکومت او پوځ د عمران خان تورونه په کلکه رد کړي وو.
عمران خان چې په واک کې یې وو د پوځي مشر جنرل باجوه او پوځ ستاينې به یې کولې خو اوس پرې سختې نيوکې کوي او اوسني وزيراعظم شهباز شريف ته د پوځ پالشي وايي.
د روان کال فرورۍ په مياشت کې د پاکستان د پنجاب صوبې د فېصل اباد ښار يو عدالت د پوځ پرضد په ټولنيزو رسنیو د کمپاين کولو په تور د پاکستان تحریک انصاف ګوند يو غړي ته د پينځه کاله بند سزا اورولې وه..
ويل شوي وو سزا 30 کلن سکندر زمان نومې تن ته اورول شوې او په هغه تور وو چې د پاکستان د بلوچستان صوبې په لسبېله سيمه کې د پوځ د هيلي کاپټر غورځېدو د پېښې په اړه یې ګمراه کوونکی پوسټ کړی وو.
د مرکزي تحقيقاتي ادارې [اېف ايي اې] د سايبر کرايم څانګې د پيکا یا الېکټرانک جرمونو د قانون لاندې په هغه مقدمه درج کړی شوې وه.
تېر کال د اګست په میاشت کې د پاکستان د پوځ وو، د سېلابونو په مهال په ژغورنه او بحالۍ مامور هيلي کاپټر يې په بلوچستان صوبه کې غورځېدلی چې پکې د کوټې د کور کمانډر په ګډون شپږ پوځي افسران مړه شوي وو.
د يادې پېښې په اړوند په ټولنيزو رسنيو پوسټونه شوي او هغه وخت پرې د پاکستان پوځي وياند هم سخت غبرګون ښکاره کړی وو، او په دغه کمپاين کې د برخه اخستونکو پرضد اېف ايي اې عمليات پېل کړي وو.
د ډان د خبر ترمخه د کورنيو چارو وزارت يو چارواکي ويلي، د ټيک ټاک اته، د ټويټر 44، او د فېس بک د 50 نه زيات اکاونټونه معلوم شوي چې په ټولنيزو رسنيو د پوځ پرضد کمپاین کې ککړ پاتې دي.
پاکستاني وګړي به اوس پخپل موبایل ځانله شناختي کارډونه او د پېژندګلو نور اسناد جوړولی شي

د پاکستان د ملي معلوماتو او رجسټریشن ادارې (نادرا) یو داسې نوی موبایل ایپ مخې ته راوړی چې اوس به پاکستاني وګړي د دې ایپ په مرسته د شناختي کارډونو او پېژندنې د نورو مهمو اسنادو جوړولو لپاره د نادرا دفترونو ته دتګ له جنجاله خلاص وي او د خپل کور دننه به ځان ته پخپله شناختي کارډونه او نور مهم اسناد جوړولی شي.
د نادرا چیرمین ښاغلي طارق ملک ویلي د نوښت دا ګام به خدماتو کې د بهترۍ له لارې د ډیجیټل پاکستان د اهدافو په ترلاسه کولو کې مهم رول ولوبوي او پاکستاني وګړو ته به زیاتې اسانۍ په لاس ورکړي.
په ټولنیزو رسنیو هم د نادرا د دې اقدام تود هرکلی شوی دی او فعالینو هیله ښودلې ده چې اوس به پاکستاني وګړي د شناختي کارډونو او د پېژندنې د نورو مهمو د ستاویزاتو جوړولو لپاره د نادرا دفترونو ته له تګ او په لویو، لویو قطارونو کې د ودریدلو څخه خلاص شي.
په ډان ورځپاڼه کې د پاکستان د دولتي خبري ادارې ای پي پي د خپور شوي رپورټ ترمخه د دې ایپ د معرفي کیدو له امله اوس د نادرا دفتر د پاکستاني وګړو موبایلونو ته ورکوز شوی دی.
رپورټ وایي د پاک ایي ډي په نوم د دې موبایل ایپ له لارې به اوس نه یوازې پاکستان وګړي د شناختي کارډونو او پېژندنې د نورو دستاویزانو جوړولو لپاره ټوله کارروایي دخپل کور نه ترسره کولی شي بلکې شناختي کارډ یا دپېژندنې نور اسناد به هم خپلو کورونو ته راغوښتی شي.
د نادرا د چیرمین ښاغلي طارق ملک ترمخه په دې نوي موبایل ایپ کې د دستاویزاتو د پېژندنې د نظام ترڅنګ د ګوتو لګولو او برقي لاسلیک کولو اسانتیاوې هم شاملې دي.
هغه ویلي چې اوس به پاکستاني وګړي ددې موبایل ایپ دلارې دشناختي کارډ او پیژندګلو د نورو مهمو دستاویزاتو جوړولو لپاره ټول پړاوونه د خپل موبایل فون نه ترسره کولی شي.
د نوموړي په وینا دې ایپ ته ضروري دستاویزات لوډ کیدای ،عکس او د ګوتو نخښې پکې پرېښودل کیدای او برقي لاسلیک په کې کیدای شي.
د نادرا چیرمین وایي د دې ایپ په معرفي کولو پاکستان د نړۍ وړومبنی هیواد دی چې د یوې نه د زیاتو ګوتو د نخښو اخستو او دستاویزاتو جمع کولو په څېر اسانۍ یې په انلاین بڼه معرفي کړې.
په سوشل میډیا هم ګڼ شمیر فعالینو د نادرا ددې جدید موبایل ایپ په معرفي کیدو خوشحالي ښکاره کړې ده اؤ هیله یې ښودلې ده چې ددې اقدام له امله به پاکستاني وګړو ته زیاتې اسانۍ په لاس ورشي.
پېښور کې یوې ځایي ورځپاڼې سره په دنده بوخت خبریال عمران علي وایي پاکستان کې دسیوا شوې ابادۍ له امله د نادرا دفترونو کې شناختي کارډونه اؤ دپیژندګلو نور اسناد جوړول یو زړه ستړی کار ؤ اؤ پاکستاني وګړي به په ټوله ټوله ورځ دې اسنادو جوړولو لپاره مختلفو پړاؤونو کې په قطارونو کې په ودریدلو مجبوره وؤ.
ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي د شناختي کارډونو او نور اسنادو په جوړولو به نه یوازې دخلکو قیمتي وخت مصرفیدو بلکې اکثره مهال به رنځوران اؤ د زاړه عمر کسان په دې اوږدو قطارونو کې خواریدل اؤ ددفتري مامورینو دبدې رویې سره به هم مخ کیدل .
دعمران علي په وینا اوس ددې ایپ له جوړیدو وروسته دغه ټول جنجالونه له منځه تللي دي اؤ خلک به ډیر په اسانه دخپل کور،دفتر اؤ حجرې نه دشناختي کارډونو اؤ نورو مهمو دستاویزاتو جوړولو لپاره نادرا ته رجوع کولی شي.
هغه وایي دا ایپ لا نوی دی اؤ کاروونکو ته به یې استفاده کې لا ځینې مشکلات ارو مرو وي خو وایي ښه خبره داده چې په دې ایپ کې دنظر پوښتنې یوه خانه هم ورکړل شوې ده اؤ په هغې کې دنظر ورکولو له لارې راتلونکي کې دا ایپ نورې اسانۍ هم پاکستاني وګړو ته ورکولی شي
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ټي20 کرکټ د سیالیو لړۍ نن پیل کیږي

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ټي20کرکټ د دریو سیالیو لړۍ نن د جمعې په ورځ د متحده عرب امارات په شارجه اسټيډیم کې پیل کیږي.
د دې لوبو لپاره د دواړو هیوادونو د کرکټ ملي لوبډلې عرب اماراتو ته رسیدلي او په دوبۍ کې ورته تود هرکلی ویل شوی.
د سیالیو د دې لړۍ د ټرافۍ یا جام مخکتنه د زیارت په ورځ دافغانستان د کرکټ دملي لوبډلې کپتان راشد خان اؤ د پاکستان کپتان شاداب خان کړې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ په ټویټر خپل بیان کې ویلي دي چې په ټرافۍ کې دافغاني روایاتو اؤ کلتور رنګ ښودل شوی دی اؤ دا دافغان کلتوري هنر یوه غوره بېلګه ده.
د افغان کرکټ بورډ له مخې ټرافي په لاس دجوړ شوي قالین یا غالۍ څخه جوړه کړل شوې ده چې دافغانستان دملي ورثې اؤ عنعناتو انځور وړاندې کوي.
ټاکل شوې ده ننۍ سیالي به دپاکستان په وخت دشپې نهه اؤ دافغانستان په وخت اته نیمې بجې پیل کیږي.
ددې لړۍ دوهمه سیالي به په 26م اؤ وروستۍ سیالي به په 27م مارچ کیږي.
په تېرو میاشتو کې په شارجه کرکټ اسټیدیم کې دافغانستان اؤ پاکستان دلوبډلو ترمنځ دکرکټ سیالۍ په مهال د دواړو هیوادونو د وګړو ترمنځ د رامنځته شوي تاؤ تریخوالي نه وروسته دا وړومبی ځل دی چې په دغه اسټیډیم کې دپاکستان اؤ افغانستان لوبغاړي یو ځل بیا دیو بل پرضد سیالۍ ته اوځي.
پاکستاني رسنۍ وایي دا ځل دشارجه کرکټ اسټيډیم مسولینو دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ دسالیو په مهال د تماشګیرو دقابو ساتلو لپاره ځانګړي انتظامات کړي اؤ په اسټیدیم کې داضافي امنیتي ځواکونو دګمارنې احتمال هم شته .
رسنۍ وایي دې سیالیو لپاره دپاکستان کرکټ بورډ دمشر نجم سیتي لخوا وړاندیز شوی دی چې په اسټیدیم کې باید دافغانستان اؤ پاکستان تماشګیر بیل بیل کښېنول شي .
دپاکستان دکرکټ بورډ مشر ښاغلي نجم سیټي هم دفرورۍ په پینځمه دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ دټي20 کرکټ دسیالیو دلړۍ پیل کیدو اعلان کړی ؤ اؤ په ټویټر یې لیکلي وؤ هغه ددې اعلان په کولو خوښ دی چې دپاکستان دکرکټ ملي لوبډله به دافغانستان پرضد دمارچ په وروستیو کې په شارجه کې دټي 20 درې نړیوالې سیالۍ ولوبوي.
نجم سیټی ویلي وؤ دپاکستان اؤ افغانستان دلوبډلو ترمنځ دسیالیو ددې لړۍ مقصد داسټریلیا له لوري دافغانستان پرضد د دوه اړخیزه سیریز یا لړۍ نه دلاس اخستو له امله د رامنځته شوي زیان ازاله کول دي.
دجنورۍ په میاشت کې اسټریلیا په افغانستان د واکمنو طالبانو له لوري په میرمنو دلګول شوؤ بندیزونو پرضد متحده عرب اماراتو کې دافغانستان سره مارچ کې دکیدونکو یو ورځینو سیالیو دلړۍ نه دلاس پسر کیدو اعلان کړی ؤ.
د دواړو لوبډلو ترمنځ دسیالیو ټاکل شوې دا لړۍ د ایي سي سي سپر لیګ برخه وه چې اسټریلیا دلوبډلې هند ته له سفر وروسته به په مارچ کې کیدله.
ددې سفر دځنډول کیدو پرمهال خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي وؤ چې داسټریلیا کرکټ بورډ له لوري دا پرېکړه دطالبانو له لوري دښځو په کارونو اؤ دنجونو په زده کړو دبندیز اؤ پارکونو اؤ جمونو ته دمیرمنو په تګ دلګول شوؤ بندیزونو له اوسني اعلان نه وروسته شوې ده.
علي وزیر: موږ تل په هغو جرنېلانو تنقید کړی چې پوځ یې د کاروبار وسیله ګرځولی دی

واشنګټن ـــــ د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د قومي اسمبلۍ غړی علي وزیر دعوه کوي چې د پاکستان د ریاستي ادارو تر منځ د اختلافاتو له کبله د پښتونخوا په نویو قبایلي ضلعو کې ترهګري زیاته شوې ده.
له وي او اې اردو سره په ځانګړې تازه مرکه کې علي وزیر ویلي، چې دی له خپل فکر سره سم په ریاستي ادارو باندې تنقید کوي، خو وایي دا تنقید پر ادارو نه بلکې د ادارو پر ځینو اقداماتو یې کوي.
علي وزیر د پاکستان په ریاستي ادارو خصوصاً په پوځ باندې د نیوکو په تور تر دوو کلونو زیاته موده د کراچۍ په زندان کې تېره کړه او په فرورۍ کې عدالت هغه په ضمانت خوشی کړ.
علي وزیر وایي دی د پوځ پر هغو جرنېلانو تنقید کوي چې ریاست او ادارې یې د خپل کاروبار وسیله کړې دي:
"آیین او قانون شته، که موږ څه بلوا کړې یا مو خلک پارولي دي، نو په آیین کې که څه سزا وي زه خو جېل ته هم لاړم، عدالتونو ته هم وړاندې شوم، که په آیین کې څه داسې خبره وای یا له دوی [پوځ] سره څه کره ثبوت وای نو نن به زه بهر نه وای".
د علي وزیر په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او نور مشران د ترهګرۍ په خلاف جګړه کې د پاکستان د پوځ په پالیسیو او په نورو ریاستي چارو کې په ممکنه لاسوهنه ښکاره نیوکې کوي.
د پاکستان پوځ د پي ټي ایم د مشرانو دا ډول تورونه تل په کلکه رد کړي او د پوځ ویاند په خپلو بیانونو کې بیا بیا پر دغه ولسي تحریک تور پورې کړی چې د نورو هېوادونو په اشاره د ترهګرۍ په ضد د پوځ هڅې ضایع کول غواړي.
د پاکستان پوځي مشران تور پورې کوي چې د پي ټي ایم مشران د پوځ په خلاف د بیانونو له کبله د خلکو او پوځ تر منځ بېلتون پیدا کوي، خو د پي ټي ایم مشران دعوه کوي چې دوی "حقایق" بیانوي.
"پر خپل دریځ او بیانیه ولاړ یم"
علي وزیر وایي د ده ضمانت د کوم تړون یا رعایت په نتیجه کې نه دی شوی بلکې په ټولو مقدمو کې د ده په خلاف د ثبوتونو تر نشتوالي وروسته چې څه لاره پاته نه شوه نو ضمانت ورکړل شو.
د دې پوښتنې په جواب کې چې یوې ریاستي ادارې [پوځ] پر ده تور ولګاوه او بلې ادارې [عدالت] یې ضمانت منظور کړ، خو بیا هم پي ټي ایم ولې په ریاستي ادارو باندې د باور اظهار نه کوي، علي وزیر وایي:
"لویو عدالتونو چې په دې برخه کې څه کړي موږ یې مننه کوو، ښکاره خبره ده چې ځینې خلک ایمانداره دي او په خپل کار کې سنجیده دي چې د خپلو ادارو د بدنامۍ سبب نه جوړېږي موږ د هغوی احترام کوو".
د پاکستان په پوځ باندې د پي ټي ایم په ګډون د دې ملک نور سیاسي ګوندونه او ځینې سیاستوال نیوکې کوي او وخت په وخت د ځینو خلاف مقدمې هم درج شوې دي، خو دا چې ولې د هغوی په نسبت له علي وزیر سره بېل سلوک وشي، هغه یې په جواب کې وایي:
"ډېرو خلکو چې خبرې یې کړې وې وروسته یې بخښنې هم وغوښتې او ویې ویل چې موږ به بیا داسې خبرې [پر پوځ تنقید] نه کوو، موږ چې په پیل کې کومه بیانیه وړاندې کړې وه تر ننه پر هغه ولاړ یو".
علي وزیر وایي د دوی او د نورو ګوندونو په تنقید کې دا توپیر دی چې هغوی د خپلو ګټو او برخې غوښتلو لپاره نیوکې کوي او دوی د حقیقت او نظریاتو په بنیاد تنقید کوي چې وایي خلک یې هرکلی کوي.
وایي دوی چې پر کومو مسایلو خبرې کوي او کومې غوښتنې کوي هغه د قبایلي سیمو د خلکو له ژوند سره تړلې دي، خو وایي اوس هم هغه مسایل نه دي حل شوي او د دوی غوښتنې نه دي منل شوې:
"موږ به له دوی [پوځ او حکومت] سره فیصله کن خبرو ته کښېنو او خپرې خبرې به ورته ږدو، ورته وایو به چې تاسې په پیل کې له موږ سره کومې ژمنې کړې وې بیا چې دوی هره لاره او رویه خپلوي له هغه سره سم فیصله به کوو".
"پي ټي ایم زما نظریه ده، پرېښوولای یې نه شم".
په پي ټي ایم کې د تقسیم د اوازو او د راتلونکي سیاست په اړه علي وزیر وو، چې دی او منظور پښتین سره ملګري دي او پي ټي ایم د ده نظریه ده، له دې پرته یې نه بل فکر شته او نه یې چاته په دې اړه څه باور ورکړی دی.
د دې پوښتنې په جواب کې چې که د پاکستان ریاستي ادارې پر پي ټي ایم بندیز ولګوي، علي وزیر وویل چې یو تنظیم یا ګوند هغه وخت غیرقانوني ګرځول کېدای شي چې وسله یې اخیستې وي یا یې د توندروۍ څه عمل کړی وي، وایي د دوی مبارزه پرامنه او د ولسي حقونو لپاره ده.
که څه هم د پي ټي ایم مشر منظور پښتین وایي چې تحریک به یې غیرپارلماني وي، خو علي وزیر په 2018م کال کې د پښتونخوا له جنوبي وزیرستان ضلعې څخه په ازاد حیثیت په ټاکنو کې برخه اخیستې وه او د قومي اسمبلۍ غړی ټاکل شوی وو.
د وي او اې اردو په مننه
سيند: جرنلسټ د هندو مذهب د سپکاوي په مقدمه کې بندي کړی شوی دی

د پاکستان د سیند صوبې په مير پور خاص ضلع کې د هندو ټولنې لخوا د يو جرنلسټ پرضد د مذهب د سپکاوي مقدمه درج کړی شوې او په جېل کې بندي کړی شوی دی.
د میر پور خاص ضلعې د ښار د پولیسو مشر [ډي اېس پي] منظور احمد وي او اې ډيوه ته وويل، يو جرنلسټ چې اسلم بلوچ نوميږي پرضد يې هندو ټولنې مقدمه درج کړې چې هغه په فېسبوک او وټس اېپ ګروپونو کې د دوی هنومان عکس خپور کړی او د دغه لارې یې دوی ازار کړي دي.
پولیس افسر وي او اې ډيوه سره د مقدمې لومړی رپوټ (ایف ایي آر) شریک کړی چې د جرنلسټ پرضد د مذهب د سپکاوي د مادو 295A, 153 A PPC لاندې مقدمه درج کړی شوې ده.
په مقدمه کې د مدعي لخوا ويل شوي چې جرنلسټ د دوی د هنومان عکس ايډيټ کړی بیا يې په ټولنيزو رسنیو خپور کړی دوی یې ازار کړي او په ټولنه کې یې یو والي ته یې تاوان اړولی او فساد یې خور کړی دی، د مذهبی دښمنۍ او امن و امان خرابولو هڅه یې کړې ده.
هغه وویل دغه جرنلسټ بيا نیول شوی او جېل ته لېږل شوی دی.
د مير پور خاص پرېس کلب نظر احمد پهنور هم دغه پېښه تاييد کړه چې د هندو ټولنې غړي دوی ته ورغلي او د جرنلسټ پرضد یې ورته شکايت کړی وو.
هغه وويل بيا دوی هغو [د هندو ټولنې مشرانو] ته ويلي چې خپله قانوني کارروايي دې وکړي او دوی به د پرېس کلب د ايين لاندې په خپله د هغه پرضد کارروايي کوي.
نوموړي وویل، جرنلسټ د هندو بهګوان يا هنومان په عکس د عمران خان سر لګولی او دغه عکس یې بيا خپور کړی وو چې هندو ټولنې پرې بد ګڼلي او شکايت یې کړی دی.
پهنور وویل ياد جرنلسټ اسلم بلوچ چې د دوی د پرېس کلب ممبر دی، هغه د دغه عکس خپرولو وروسته بيا بخښنه هم غوښتې چې هغه د هندو ټولنې يا مذهب د سپکاوي په نيت دغه عکس نه وو خپور کړی دا ترې په غلطۍ کې خپور شوی وو.
د پولیس چارواکو ترمخه اسلم بلوچ جېل ته لېږل شوی په ورځ دوه کې به عدالت ته وړاندې کړی شي او قضيه به په مخکې لاړه شي ځکه چې هغه بخښنه غوښتې ده.