لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: ٦بمي حملوکې ۲۰ کسان وژل شوې


دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په سرښار کوټه کې ترسره شوې يوې بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه پينځه کسان وژل شوي او 20 نور ژوبل شوي دي
دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په سرښار کوټه کې ترسره شوې يوې بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه پينځه کسان وژل شوي او 20 نور ژوبل شوي دي
د پاکستان په مختلفو سیمو کې د شورو په ورځ په مختلفو وختونو شپږ بمي چاؤدنې شوې دي چې له امله يي د ورستي رپورټونو ترمخه لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوې دي چې پکې یو شمیر د امنیتي ادارو چارواکې شامل دي.
د پاکستان پایه تخت اسلام اباد سره جوښت راولپنډۍ ښار کې د شیعه مسلمانانو په مذهبی جلوس کې دننه بمي چاودنه شوې چې له امله یې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي او یو شمیر نور ژوبل دي. ځایې چارواکي وایې چاودنه ډهوک سیدان کې یویې امام بارګاه سره نزدي شوي او زیاتوي د مړو شمیره سوا کیدې هم شي.
هلته د پاکستان تر ټولو لوې صنعتي ښار کراچۍ کې پرله پسې دوه بمي چاؤدنې ووشوې. یوه پکې د یوې امام باړې سره نزدې وه چې پکې یو کس وژلی شوی او څلور نورکسان زخمیان شول. د کراچۍ په دویمه چاؤدنه کې شپږ کسان زخمیان شوې دي.
کراچۍ کې د تشدد نه وړاندې دخيبرپښتونخوا په بنو او شانگله سيمو کې په پوليسو بريدونه ووشول چې پکې ديو ايس ايچ او په گډون څلور عسکر وژل شول او څلور نور ژوبل دي.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه ريډيو ته وئيلي دشورو په ورځ دبنو دجاني خيل تاڼې ايس ايچ او د نورو پوليسو سره گشت کولو چې په دغه مهال په موټر سائيکل ناستو نامعلومو وسله والو دهغه په گاډي ناتاره ډزې وکړې.
په دغه ډزو کې ايس ايچ او او درې پوليس عسکرپه موقع مړۀ شوي دي.
بل لوري ته دخيبرپښتونخوا په شانگله سيمه کې دسړک دغاړې يوه بمي چاؤدنه کې یو پولیس وژل شوی او درې نور زخمیان شوې دي.
طالبانو شانگله او بنو کې په پولیس د حملو ذمه واري په تسلیم کړې ده.
او هم د شورو په ورځ دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په سرښار کوټه کې ترسره شوې يوې بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه پينځه کسان وژل شوي او 20 نور ژوبل شوي دي. د راپورونو ترمخه دغه چاؤدنه دکوټې په سمنگي روډ دسکول دماشومانو په تحفظ دمامور امنيتي ځواکونو دگاډي سره نزدې شوې ده.
کراچۍ او د پاکستان په نورو سیمو کې د بې امنۍ پیښې په داسې مهال رامنځته شوې چې حکومت ویلي د محرم د میاشت شورو کیدو سره سم يي د امن و امان پرځائې ساتلو د پاره د امنیت کلک گامونه پورته کړې دي.
کراچۍ کې د نهې د ورځ نه وړاندې دنومبر په 18مه نيټه هم عباس ټاؤن کې ديوې امام باړې سره نزدې ترسره شوې بمي چاؤدنه کې هم دوه کسان وژل شوي وؤ او په لسگونو نور ژوبل شوي وؤ.
دلمړۍ اسلامي مياشتې محرم الحرام په پيل کيدو دپاکستان په ټولو لويو ښارونو ، په ځانگړې توگه کراچۍ او کوټه کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي وؤ، دکورنو چارو دوزير رحمان ملک لخوا کوئټه او کراچۍ کې دموټر سائيکل په سورلۍ هم پابندي لگول شوې وه خو وروستو دسندهـ هائيکورټ دغه پابندي ختمه کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG