لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان : بمي چاؤدنه اؤ ډزو کې قبائيلي مشر اؤ٨جنگيالي وژل شوي


دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان دبولان په مچهـ سيمه کې دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ دډزو يوه پيښه کې شپږ وسله وال جنگيالي وژل شوي اؤ د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې يو قبائيلي مشر وژل شوى دى.
د خالي په ورځ دسيمې څخه د ترلاسه شوؤ اطلاعاتو لۀ مخې دبولان په مچهـ سيمه کې خاصه دارو اؤ امنيتي عسکرو د لټونې عمليات کړي دي چې په دغه مهال وسله والو سره نښته کې شپږ جنگيالي وژل شوي.
په سيمه کې دغه عمليات وروستو لۀ هغې شوي دي چې تيره اوونۍ په بولان سيمه کې بيلتون خوښو وسله والو د کوئټې څخه پنجاب ته روان ١٣مسافر له تښتولو وروستو ووژل .
همدغه شان دکوئټې په اسپلنجي نومې سيمه کې دايف سي په چيک پوسټ حمله شوې اؤ دامنيتي ځواکونو ځوابي کارروايۍ دوه وسله وال وژل شوي دي.
دتيرو څو مياشتو راهسې په بلوچستان کې د بدامنۍ پيښو سخت زور نيولى اؤ تردې مهاله په دغو پيښو کې په شلگونو کسان وژل شوي دي.
سرچينې وايي هم دخالي په ورځ دبلوچستان صوبې نوميالى قبائيلي مشر زرا خان دپټوخ څخه سوئي سيمې ته روان ؤ چې دهغه گاډى دسړک په غاړه په ښخ بم والوتلو.
دسرچينو په وينا دريموټ کنټرول په ذريعه شوې دغه چاؤدنه کې قبائيلي مشر وژل شوى، دوه محافظان يې ژوبل شوي اؤ گاډى تباه شوى دى.
ژوبل کسان دعلاج لپاره هسپتال ته رسول شوي دي.
د چاؤدنې وروستو په گڼ شمير کې امنيتي ځواکونه دپيښې ځايې ته رسيدلي اؤ دلټونې عمليات يې پيل کړي دي .
څيړونکي وايي په بلوچستان کې کۀ هرڅو د امنيت وضعه ورځ تر ورځه خرابيږي خو په صوبه کې حکومت اؤ امنيتي ځواکونه د بيلتون خوښو وسله والو په ضد په پراخه کچ دعملياتو پيل کولو څخه ددې انديښنې په اساس ډډه کوي چې چرته دغلته د بيلتون خوښو تحريک داولسي بڼې په موندلو سره نور پياوړى نۀ شي.
بلوچ وسله والې ډلې دريځ لري چې دبلوچستان په وسائيلو مرکز اؤ پنجاب صوبې خيټه اچولى اؤ بلوچ اولس ته پخپلو وسيلو د واک لرنې حق نۀ ورکول کيږي چې له دې امله د بلوچستان په خلکو کې د محرومۍ احساس په غورځنگونو دى اؤ هغوئ د خپلو حقونو د نۀ موندنې په صورت کې دپاکستان څخه د بيليدو پلوي دي.
خو په پاکستان کې دميانوازشريف په مشرۍ جوړ شوي نوى حکومت اعلان کړى چې بلوچ مشرانو سره به د خبرو اترو لۀ لارې د بلوچستان د ستونزې هوارى لټوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG