لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستاني کرکټ توره ورځ، په یوه ورځ کې د کرکټ درېو ماتو سره مخ شوی


defeat
defeat

د پاکستان کرکټ ټیم یا لوبډله چې د کرکټ په نړۍ کې په بې باوره ټیم یا لوبډلې یادیږي یو وارې بیا خپل دغه نوم تازه کړی او تیره ورځ د نیوزي لینډ پرضد خپل دریم میچ کې د پاکستان ټیم د کوربه نیوزي لینډ لخوا د یو بدې ماتې سره مخ شوی. هم تیره ورځ د پاکستان کرکټ دوه نورې لوبډلې هم د ماتو سره مخ شوي او د کرکټ پوهان دغې ورځې ته د پاکستان د کرکټ بده یا توره ورځ وايي.

د نولس کلنو ځوانانو لوبه

په نیوزي لینډ کې پاکستان خپله لومړنۍ لوبه د نولس کلنو ځوانانو د نړیوال کپ په سیالیو کې په افغانستان وبایلله. پدې لوبې کې پاکستان پخپل نوبت کې افغانستان ته د ۱۸۸ رنزونو هدف ورکړ چې افغانستان ورته د لوبې په ۴۸ م اور کې پوره کړو.

دا دریم ځل شو چې د افغانستان د نولس کلنو ځوانانو لوبډله په پرله پسې توګه د پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکوي. افغانستان دوه ځلې د آسیا د جام په سیالیو کې د پاکستان سره مخ شوه چې دواړه ځل یې ماته خوړلې. افغان چارواکو پاکستان ته په ماتې ورکولو خوښي څرګنده کړې.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د لوبې د پای ته رسیدو نه وروسته لوبډلې ته تیلیفون وکړ او د لوبې د ګټلو مبارکي یې ورته وویلوه. ښاغلي عبدالله په ټویټر کې لیکلي " زمونږ لوبغاړو مسلکي لوبه وکړله او د ټول ملت سر مو لوړ کړ.٬٬

په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال هم پاکستان ته په ماتې ورکولو خوښي ښودلې او تر څنګ یې دا هم ویلي چې " زمونږ لوبډله دا توانایي لري چې نړیوال جام وګټي."

د هند یو پخواني لوبغاړي هرشا بوګهلې چې اوس د کرکټ مشهور مبصر دی پخپل ټویټر په افغانستان کې د کرکټ پرمختګ ستایلی او لیکلي یې دي چې "افغانستان د کرکټ په نړۍ کې د دې پیړۍ تر ټولو ستر خبر دی."

پاکستان د نیوزي لینډ پرضد خپله دریمه لوبه وبایلله.

دا لوبه د نیوزلینډ او پاکستان د ملي لوبډلو تر منځ د روانو دوه اړخیزو سیالیو یا سیریز دریمه لوبه وه. نیوزلینډ دا لوبه د پاکستان نه د ۱۸۳ رنزونو په توپیر وګټله او پدې سره یې د روانو سیالیو لړۍ یا سیریز هم وګاټه. په دغه سیالیو کې پاکستان خپل لومړي دواڼه لوبې بايللې وې او په دغه سیریز کې د پاتې کیدو لپاره ضروري وه چې پاکستان دغه لوبه وګټي.

په دغه لوبه کې نیوزي لینډ د ټاس یا پچې ګټلو وروستو اول د بېټنګ فیصله وکړه او د نیوزي لینډ ټول ټیم په ۵۰ اورونو کې په ۲۵۷ رنزونو یا مننډو جوړولو اوټ شو. په ځواب کې د پاکستان ټیم بېټنګ یو وارې بیا د ناکامۍ سره مخ شو او یو وخت داسې هم راغلی وو چې پاکستان کیدی شي تر ټولو کمو رنزونو اوټ شي. د پاکستان ټول ټیم په ۲۷.۲ اورونو کې په ۷۴ منډو جوړولو اوټ شو. د پاکستان په ټیم کې یواځې ۴ لوبغاړو سرفراز احمد ۱۴، فهیم اشرف ۱۰، محمد عامر ۱۴ او رومان رېیس ۱۶ منډې جوړې کړي او نور ټول لوبغاړي د ۱۰ نه په کمو منډو اوټ شول. دا د پاکستان د کرکټ ټیم لپاره یوه بده ورځ ګڼل کیږي.

د پاکستان د ړندو کرکټ ټیم د هند نه بایلات.

هم د شنبې یا خالي په ورځ د پاکستان دریمه بایللې لوبه په دوبۍ کې د هند سره وه. د ړندو د نړیوال جام پدې سیالیو کې پاکستان د هند لوبډلې ته په څلویښتو اورونو کې د ۲۸۲ رنزونو هدف ورکړی وو چې د هند لوبډلې ورته د لوبې په ۳۵م اور کې پوره کړو.هند دا مهال د ړندو د نړیوال جام اتل هم دی.

یادګیرنه: د وي او ای اشنا په مننه!

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG