لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شريف:افغانستان کې به دامنيت دټينگښت لپاره هڅې دوامداره ساتو


په پاکستان کې دامريکا سفير رچرډ اولسن سره دجمعې په ورځ ديوې ليدنې په مهال وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي چې خپل گاونډي هيواد افغانستان کې به دامنيت دټينگښت لپاره هڅې دوامداره ساتلى شي.
نواز شريف وائي پاکستان امريکا سره پخپل مينځي درناوي اساس لرونکو اړيکو ته ليواله دى.
رچرډ اولسن اسلام اباد کې وزيراعظم نواز شريف سره ددغه ليدنې په مهال په پاک امريکا اړيکو اؤ پاکستان ته دامريکا دخارجه وزير جان کيري دراتلونکې دورې په اړه خبرې اترې کړي دي.
اولسن وزيراعظم نواز ته وئيلي دي چې کيري به په راتلونکو دوؤ ورځو کې دپاکستان دوره کوي اؤ هغه يې دخارجه وزير ددورې دايجنډې څخه خبر کړو.
هيله کيږي کيري به دجولا ئي د٢٨ اؤ ٢٩ نيټې ترمينځ اسلام اباد ته رسيږي اؤ هلته به دسياسي اؤ پوځي قيادت سره په مهمو چارو ليدنې کوي.
رچرډ اولسن سره دليدنې په مهال نواز شريف وويل پاکستان به خپل گاونډي هيواد افغانستان کې دامنيت اؤ ثبات دټينگښت لپاره کار دوامداره ساتي.
اوس اوس دپاکستان دقومي سلامتۍ مشاور سرتاج عزيز دکابل دوره کړې وه اؤ دغلته يې افغان صدر حامد کرزي ته دنواز شريف له لوري هغه دپاکستان ددورې بلنه ورکړې وه.
دغه بلنه منل شوې وه اؤ خارجه دفتر دزيارت په ورځ وئيلي ؤ چې ددغه مقصد لپاره انتظامات کيږي.
تيره ورځ دپاکستان دخارجه دفتر وياند اعزازاحمدچوهدري اسلام اباد کې دهفته وار بريفنگ په مهال په ډاگه کړې وه چې دوحه کې به دطالبانو دفتر ډير زر يوځل بيا پرانستل شي.
تيره مياشت دقطر په پايتخت دوحه کې افغان طالبانو خپل سياسي دفتر پرانستى ؤ.
خو طالبانو سره دخبرو اترو عمل ته سخته ضربه هاغه مهال ورسيده کله چې دغه دفتر ته دافغانستان داسلامي امارت په نوم ورکولو اؤ پرې دسپين بيرغ ځړولو له امله افغان حکومت اعتراض وکړو اؤ احتجاجاً يې امريکا سره په امنيتي تړون خبرې اترې وځنډولې.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG