لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان غواړي ایران دې د تجارت دپاره په پوله بله تجارتي دروازه خلاصه کړي


پاکستان له ایران سره تر 900 کیلومتر ه اوږه پوله لرې چاغی، پنجګور، ماشکېل، کېچ او ګوادر هغه ضلعې دي چې دایران سيستان بلوجستان سره په پوله پرتې دي
پاکستان له ایران سره تر 900 کیلومتر ه اوږه پوله لرې چاغی، پنجګور، ماشکېل، کېچ او ګوادر هغه ضلعې دي چې دایران سيستان بلوجستان سره په پوله پرتې دي

پاکستان له ایران څخه غوښتنه کړې چې په مکران ډویژن کې پر پوله د سوداګرۍ او د خوراکي توکو او د ایل پي جي ګېس سلنډرانو د دراوړلو لپاره دې بله دروازه خلاصه کړي.

پاکستاني مامورینو د ایران له سرحدي چارواکو سره په لیدنه کې پر یو لړ نورو مسایلو هم خبرې کړي.

د پاکستاني پلاوي مشري د پنجګور مرستیال کمېشنر کوله او د ایراني پلاوي مشري مرزبان اول کوله. د دواړو خواو لوړ پوړو امنیتي افسرانو هم په غونډه کې ګډون درلود.

سرچینو وویل چې پاکستان د ایراني چارواکو ته وړاندیز وکړ چې د ګار په پوله کې د سرحدي پوستو 169-170 او 171 سره دروازه پرانیزي.

چې د پولې پر دواړو غاړو باندې خپلوانو سره هم په اسانی باندني تګ او راتګ کولی شی.

د ګار دروازه

د ګار دروازې له لارې د خوراکي توکو او LPG سلنډرونو رسولو اجازه او دپولی ددواړو غاړو وځليد ومېشتو خلګو ته راداری ورکول هم د سرحدي پولی د غونډې يوه موهمه برخه وه.

چارواکو وویل په مکران او رخشان ډویژنونو کې د ایراني موټرو د پرزو د راوړلو د اجازې په اړه هم خبرې وشوې، "د پنجګور مرستیال کمشنر حسین جان بلوڅ وویل د دا موټران زیات شمېر له ایران څخه پټرول او ډیزل او د بلوچستان نورو سیمو ته د راوړلو لپاره کارول کیږي.

د ابو او بجلۍ مسله

د اوبو او بجلۍ مسله د پاکستان کسټم او د پولې سره نزدې ځايي خلکو ته د بجلۍ او اوبو رسولو په مسله هم خبرې وشوې. مرستېال کمشنر زياته کړه چې ايراني چارواکو پاکستاني لوري ته د دې مسئلې د ژر تر ژره د حل ډاډ ورکړل شو.

پاکستان له ایران سره تر 900 کیلومتر ه اوږه پوله لرې چاغی، پنجګور، ماشکېل، کېچ او ګوادر هغه ضلعې دي چې دایران سيستان بلوجستان سره په پوله پرتې دي

د ایران او پاکستان د کلیز تجارت مالیت څه دی؟

د پاکستان حکومت وايي چې د ایران سره په سرحدي پوله تر 40 فیصد برخه ازغن تار لګول شوی دی.

د پاکستان تاجران وايي چې دایران سره په تجارتي چارو د بېنک د نظام د نه لرو او دنورو خنډونو له کبله قانوني تجارتي چې په خوا تر یونیم ارب ډالرو ذیات وو اوس را ټيټ شوی دی.

تاجران وايي چې پاکستان او ایران په دې نیزدو کې تر منځ خپل کلنیز تجارت تر 2023 پورې تر پېنځه ارب ډالر د رسولو پرېکړه کړې وه هغه تش په کاغذونو کې لیدل کېږي.

او وزیراعظم اعمران خان ويلی چې له افغانستان سره 12 له ایران سره شپږ د سرحدي پولي مارکېټونه به جوړوي چې په په مکمله توګه نه دي پرانیستل شوي.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG