د پاکستان فوجي جنگي جهازونو په تیرو دواؤ ورځو کې خیبر ایجنسۍ او د شمالي وزیرستان په مختلفو برخو کې د طالبانو په هدوفونو بمباري وکړه او فوجي مامورین وايي په دغه کاروائي کې په مجموعي توگه ١٠٥ وسله وال وژل شوې دي.
د فوج د عامو تعلقاتو څانگه ايي ایس پې ار وايي جنگي جهازونو د شمالي وزیرستان په شوال غرنۍ سیمه کې د طالبانو مرکزونه ویشتلې دي. د گل یا دوشنبې په ورځ بمبمارۍ کې ٥٠ وسله وال وژل شوې دي.
هم د گل یا دوشنبې په ورځ د خیبر ایجنسۍ تیراه وادۍ په راجگل کې جنگي جهازونو د طالبانو مرکزونه ویشتلې دي او په نتیجه کې يي ١٥ مشکوک ترهگر وژل شوې.
د ايي ایس پې ار ترمخه شوال کې پرون د یکشنبې یا اتوار په ورځ بمبارۍ کې ۴٠ وسله وال وژل شوې وو.
تیر کال د جون د میاشت راهسې پاکستاني امنیتي ځواکونو شمالي وزیرسیتان کې د ضرب عضب په نوم طالبانو خلاف کاروائي شورو کړې ده او وايي سېمه د وسله والو پاکه کړې شوې ده.
شمالي وزیرستان کې د امینت غیر یقیني حالاتو په وجه خبریالان هلته په ازاده توگه خپله دنده نشې ترسره کولی او د فوجي رپورټونو په بې طرفه ډول تصدیق ممکن نه وي.
طالبانو شوال کې د فوج لخوا د جاني نقصان دعوه رد کړې ده.
طالبانو سره تړلې نصبتاً غیر معروفې ډلې مجلس عسکري یو ترجمان چې د ځان پیژندگلو د د عبدالله وزیرستاني په نوم کوي، ویلي شوال کې فوج د عامو خلکو کورونه په نخښه کړې دي او بمبارۍ کې وژل شوي کسان عام خلک دي.
بلخوا د پنجاب صوبې د کورنیو چارو وزیر شجاع خانزاده د گل یا دوشنبې په ورځ خاورو ته وسپارلی شو. ښاغلی خانزاده د اتوار یا یکشنبې په ورځ د اټک ضلعې په شادي خان کلې کې خپله حجره کې په ځانمرگي حمله کې وژل شوو.
امریکې په خانزاده د ترهگرۍ د حملې غندنه کړې ده. ددې تر څنگ د ملگرو ملتونو مشر بان کې مون هم په پیښه خفگان څرگند کړی دی. اسلام آباد کې د امریکې سفارتخانې یو بیان کې ویل شوي امریکا پاکستان سره په ښاغلي خانزاده د شوې حملې په تحقیقاتو کې مرسته کولی شي.
پاکستاني مامورینو ویلي شجاع خانزاده ته د تیرې څه مودې راهسې لښکر جهنگوي نوې وسله والې ډلې لخوا دړکې ورکړی کیدي.
تیره میاشت پولیس د لښکر جنهگوي مشر ملک اسحاق ووژلو. د ملک اسحاق د وژل کېدو په اړه تفصیلات شجاع خانزاده په یو خبري کانفرنس کې اعلان کړې وو او چارواکو د پنجاب د کورنیو چارو وزیر په انتقامي حمله کې د وژل کیدو امکان څرگند کړی دی.