لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان او ويسټ انډيز به سبا کوارټرفائنل کې ډغره وهي


پاکستان او ويسټ انډيز به سبا کوارټرفائنل کې ډغره وهي
پاکستان او ويسټ انډيز به سبا کوارټرفائنل کې ډغره وهي

د عالمي کرکټ کپ 2011ء دکوارټر فائنل مرحله کې به اولنۍ مقابله د پاکستان او ويسټ انډيز ترمينځ په 23م مارچ شيربنگله اسټيډيم کې کيږي. د کوارټر فائنل گټونکې ټیم به د ټورنامنټ سیمي فائنل پړاو ته رسېږي.
په مجموعي توگه ددغو دواړو ټيمونو ترمينځ 114 ميچونه شوي دي چې پکې ويسټ انډيز زيات ميچونه گټلي دي.
ويسټ انډيز په 64 ميچونو کې گټه ترلاسه کړې او پاکستان په 48 ميچونو کې کاميابي ترلاسه کړې ده.
خو ددواړو ټيمونو ترمينځ په تيرو لسو ميچونو کې دپاکستان کارکردگي ښۀ وه او اوس مهال داسي ائي سي سي په رينکنگ يا درجه کې دپاکستان ټيم په شپږم او ويسټ انډيز په 9م نمبر دى.
ددفاعي چيمپئين اسټريليا مضبوط ټيم ته داولني راونډ په اخره کې دماتې ورکولو څخه وروسته به دپاکستان باور لوړ وي او دهند په ضد په وروستي ميچ کې ناڅاپي ډهيرى کيدل به دويسټ انډيز لپاره دفشار وجه وي.
ددواړو ټيمونو يو لوبغاړى هم په عالمي رينکنگ کې په ټاپ ټين پوزيشن نۀ دى.
پاکستان ته داسپن په څانگه کې په ويسټ انډيز برتري ترلاسه ده او دويسټ انډيز فيلډنگ دپاکستان نه ښۀ دى.
دکرکټ څيړونکي په راروان ميچ کې پاکستان فيورټ ټيم گرځوي ، خو ويسټ انډيز نۀ يواځې دا چې په مجموعي توگه بلکې دورلډ کپ مقابلو کې دپاکستان په ضد دښۀ ريکارډ ارزښت لري.

Recommended

XS
SM
MD
LG