لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د حکومتي کارکونکو دپاره د وټس اېپ پرځای په نوي اېپ کار شروع کړی


د پاکستان د قامي اسمبلې د انفارميشن ټيکنالوجۍ د قايمه کميټۍ مشر علي خان جدون وي او ای ډيوه ته د دې خبرې تصدیق وکړو چې د وفاقي محکمو د ملازمينو دپاره په نوي اېپ غور کولی شي
د پاکستان د قامي اسمبلې د انفارميشن ټيکنالوجۍ د قايمه کميټۍ مشر علي خان جدون وي او ای ډيوه ته د دې خبرې تصدیق وکړو چې د وفاقي محکمو د ملازمينو دپاره په نوي اېپ غور کولی شي

په پاکستان کې د حکومت د کارکوونکو دپاره د "وټس اېپ" د متبادل اېپ معارفي کولو په وړانديز غور روان دی او که چېرې د وټس اېپ پرځای بل اېپ وموندل شو نو بیا به د سرکاري ملازمينو ته د وټس اېپ د لارې د يو پل سره د رابطو اجازت نه وي .

د پاکستان د قامي اسمبلې د انفارميشن ټيکنالوجۍ د قايمه کميټۍ مشر علي خان جدون وي او ای ډيوه ته د دې خبرې تصدیق وکړو چې د وفاقي محکمو د ملازمينو دپاره په نوي اېپ غور کولی شي.

ښاغلي جدون وویل د نوي اېپ مقصد مقصد په مرکز کې بېلا بېلو ل وزارتونه او محکمې د يو بل سره د کمپيوټر نيټ ورک د لارې تړل دي او دا اېپ به په راتلونکو دريو مياشتو کې کار پيل کړي.

علي خان جدون ددغه مجوزه ايپ په هکله واي دا به يو مقامي نيټ ورک وي چې کنټرول به یې د حکومت په لاسونو کې وي.

هغه واي چې کله سرکاري ملازمين دا اېپ کاروي نو دغه مهال به هغوي وټس اېپ يا فيس بک نشي کارولې او ملازمين د سرکاري کار نه پرته په شخصي ډول د وټس اېپ يا فيس بک په کارولو هيڅ بنديز نشته.

د سوشل ميډيا د صارفينو د حقونو دپاره کار کونکې غير دولتي ادارې بايټس فار ال کارکونکی هاورن بلوچ وايي حکومت دا ګام له هغې وروسته پورته کړی چې کله په تېرو ورځو کې د اسرائيل د يو اېپ د لارې د انټر نېټ جراثيم یا وایرس خواره شول او د پاکستان په ګدون په کې د خلکو ډيټا ليک شوه.

د هارون بلوچ ډيوه ته وويل کيدې شي چې حکومت نور په خلاص مارکيټ کې ترلاسه کيدونکي ايپس باندې باور نه لري او غواړي سرکاري ملازمين په خپل مينځ کې کوم سرکاري معلومات شريکوي بايد چې هغه خوندي وي.

هغه وايي که حکومت غواړي چې د محکمو ترمينځ شريکيدونکي معلومات محفوظ وساتي نو دا يو ښه ګام دې ولې چې پرايويسي او د معلوماتو يا ډيټا حفاظت د هرچا حق دې خو که حکومت سرکاري

ملازمينو باندې په شخصي ډول د ووټس ايپ يا د نورو ايپس د استعمال بنديز لګوي نو دا به غوره کار نوي ولې ايين هرچا ته شخصي ازادي ورکوي .

مطبوعات واي د قامي انفارميشن ټيکنالوجۍ د بورډ چارواکو د قامي اسمبلې کميټې ته دا هم ويلي چې په سوشل ميډيا باندې د جعلي خبرونو د مخنوي دپاره ې ځنې ګامونه په پام کې نيولې دي او په پاکستان کې خوريدونکو خبرونو د تصديق دپاره د يو باِضابطه نظام په جوړښت کار روان دې .

د قامي انفارميشن ټيکنالوجۍ د بورډ چارواکو حکومت ته د ټولنيز رابطو په ويب پاڼو د خوريدونکي خبرونو د پخلي دپاره د يوې اتهارټې د جوړولو وړانديز هم کړې .

د انفارميشن ټئيکنالوجې د بورډ چارواکي واي د سرکاري ملازمينو دپاره په دفتر کې د ووټس ايپ په طرز به يو سروس معارفي کولې شي او د هغې سرور به د پاکستان د حکومت په ًقابو کې وي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG