د صحت نړیوالې ادارې ورلډ هېلت ارگنایزین په پاکستانیانو دا پابندي پرځای ساتلې ده چې د هېواد څخه د بهر سفر په وخت به د پولیو خلاف څاڅکې اخلي او د ثبوت په توگه به سند د ځان سره ساتي او که چېرې دغه سند نه لري نو بل ملک به بېرته لېږل کیږي.
د وي او ای اردو څانگې د رپورټ ترمخه، ډبلیو ایچ او په پاکستان د دغه پابندۍ مېعاد د دریو میاشتو دپاره غځولی دی. دغه پابندي د فېبرورۍ د ٢٨ څخه عملي شوې ده.
ډبلیو اېچ او د پولیو خورېدل اوس هم د نړۍ دپاره خطر گڼي.
افغانستان، پاکستان او کېمرون د نړۍ هغه یوازېني درې هېوادونه دي چې د پولیو وایرس یا جراثیم پکې موجود دی.
په پاکستان د پابندۍ پرځای ساتلو فېصله د ډبلیو اېچ او د پولیو اېمرجنسي کمېټۍ د فېبرورۍ په ١٩ غونډه کې وکړه. په غونډه کې د پولیو په اړه ورستي صورتحال او د پولیو د مخنیوي په لړ کې د روانو کوښښونو ته کتنه وشوه او بیا پکې د پاکستان په اړه د بندیز پرځای ساتلو پریکړه وشوه.
د اردو څانگې د رپورټ ترمخه په پاکستان کې سږ کال د پولیو څلور کېسونه رپورټ شوې دي او د هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې د خیچنو اوبو معاینه ښکاره کوي چې د پولیو وایرس یا جراثیم پکې موجود دی.
که څه هم په پاکستان کې وخت په وخت د پولیو خلاف کمپاینونه چلوول کیږي او د پنځو کلونو نه د کم عمر ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکې ورکول کېږي خو ځینې مېندې او پلاران په څه نه څه وجه خپلو بچو ته د پولیو خلاف څاڅکې نه ورکوي. ځېنې تندوره مذهبي ډلې او عالمان هم د پولیو د څاڅکو په اړه تبلېغات کوي چې پاکستان نه د پولیو د نوغي ویستلو د کوښښونه مخه نیسي.
د صحت ماهرین د پولیو د څاڅکو په اړه دا دا تبلیغات ردوي چې گني دغه څاڅکې ماشومانو د بچو د زیږولو د صلاحیت نه محروموي. او د ډیرو عالمانو دا رای ده چې ماشومانو ته د پولیو خلاف څاڅکې ورکول هیڅ غیر اسلامي او غیر شرعي کار نه دی.
د پولیو مرض ماشومان د ټول عمر دپاره د بدني معزورتیا سره مخامخ کړي او بیا بل ته د محتاجۍ ژوند په تېولو مجبور شي.