لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ نړيوال کپ: "پاکستان به د لومړي پړاو پاتې دواړه لوبې په ډېرو رنزونو ګټي ګنې بهر"‏


د ‏T20‎‏ نړيوال کرکټ کپ ‏‎2024‎م روانو سیاليو کې پاکستانۍ لوبډله نن ماښام (د پاکستان په وخت اووه نیمې بجې) د کېنېډا سره مخامخ کيږي، د کرکټ ‏پوهان وايي، "پاکستانۍ لوبډلې ته به د لومړي پړاو پاتې دوه لوبې نه يواځې ګټل وي بلکې په ډېرو رنزونو ګټل وي ګنې د نړيوال کپ څخه بهر کيږي".‏

پاکستان تراوسه دوه لوبې کړي يوه يې د امریکا او بله یې د هند نه بايللې ده.‏

د ‏T20‎‏ نړيوال کرکټ کپ په ګروپ اې کې شاملو لوبډلو کې تراوسه پورې امریکا دوه لوبې کړي دواړه یې ګټلي، څلور پواينټونه یې ترلاسه کړي دي. دغه ‏ډول هند هم خپلې دواړه لوبې ګټلي او څلور پواينټونه یې اخستي دي. کېنېډا يوه لوبه ګټلې او بله بايللې او دوه پواينټونه ورسره دي، پاکستان او ايير لېنډ ‏دوه، دوه لوبې کړي او دواړه یې بايللي يو پواينټ ورسره نشته.‏

پاکستان نن ماښام د کېنېډا سره او په ‏‎16‎م جون به د اييرلېنډ سره مخامخ کيږي.‏

د کرکټ پوه خبريال فهيم پټېل وايي، "پاکستان ته به اوس دواړه لوبې ګټل وي که يوه بايلي د نړیوال کپ د مقابلو څخه بهر کيږي بله دا چې دواړه لوبې ورته ‏يواځې ګټل نه دي بلکې په ښه رن رېټ يا زياتو رنزونو ورته ګټل پکار دي".‏

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "درېمه دا چې پاکستان ته به دا دعا هم کول وي چې راتلونکي د امریکا او هند کومې لوبې دي په هغو کې دې ‏يوه لوبډله ماتې وخوري ځکه چې د دغو دواړو لوبډلو سره څلور، څلور پواينټونه دي، نو پاکستان به يواځې پاتې دواړه لوبې نه يواځې ګټي بلکې د امریکا ‏او هند د ماتې دعا به هم کوي، هله به مخکې ځي".‏

هغه زياته کړه، "که بيا هم امریکا خپلې دواړه لوبې وبايلي او پاکستان خپلې پاتې دواړه لوبې وګټي په هغې صورت کې به هم رن رېټ ته کتلی شي او په ‏هغې حساب به بيا مخکې فېصله کیږي".‏

فهيم پټېل وويل، د پاکستان دپاره به نننۍ لوبه هم اسانه نه وي ځکه لوبډله د فشار لاندې ده او که نن یې وګټي هم، نو د اييرلېنډ سره لوبه به اسانه نه وي".‏

د هند څخه ماتې خوړو وروسته پاکستانۍ لوبډله د سختو نيوکو لاندې ده.‏

د پاکستان کرکټ بورډ مشر محسن نقوي د هند لوبډلې څخه د پاکستانۍ لوبډلې د ماتې خوړو وروسته ویلي، "په لوبډله کې دننه وړو نه غټو عملیاتو ته ‏ضرورت دی، او وخت راغلی چې د لوبډلې نه بهر ټېلنټ يا استعداد ته د لوبې موقع ورکړل شي".‏

محسن نقوي ویلي، پاکستانۍ لوبډله دا وخت د کمزورې درجې لوبه کوي "زمونږ په وړ اندې تر ټولو غټ چېلنج د لوبډلې کارکردګي ښه کول دي".‏

هغه ويلي، "لوبډله به د نړۍ ښه لوبډله جوړول وي او ورته معلومه ده چې په لوبډله کې څه روان دي او د بايلات علتونه څه دي". ‏

خو نوموړي په لوبډله کې د بدلون يا لوبغاړو بدلولو او ښکاره علتونو په اړه څه نه دي ویلي. ‏

په پاکستاني مطبوعاتو د هند څخه د ماتې خوړو وروسته د پاکستانۍ لوبډلې په اړه تاوده بحثونه روان دي او ځينې وايي لوبډله په دوه ډلو وېشل شوې ‏ځکه د ماتې سره مخ کيږي، خو پاکستان کرکټ بورډ په دغې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG