لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقتصاد پوهان: د ايي اېم اېف نه د پور ترلاسه کولو دپاره به حکومت ته نوي ټېکسونه لګول وي


بزنس ريکارډر ورځپاڼې د پاکستان د خزانې پخواني وزیر حفيظ پاشا له قوله ويلي، پاکستان چې د نړيوالې مالياتې ادارې سره د اووم او اتم پروګرام د قسط ترلاسه کولو دپاره کومه ژمنه کړې وه د هغې لاندې د ټېکسونو په مد کې د 800 اربه روپو د کمي پوره کولو ضرورت دی
بزنس ريکارډر ورځپاڼې د پاکستان د خزانې پخواني وزیر حفيظ پاشا له قوله ويلي، پاکستان چې د نړيوالې مالياتې ادارې سره د اووم او اتم پروګرام د قسط ترلاسه کولو دپاره کومه ژمنه کړې وه د هغې لاندې د ټېکسونو په مد کې د 800 اربه روپو د کمي پوره کولو ضرورت دی

په پاکستان کې اقتصاد پوهان وايي، په روان مالي کال 2022 او 23 کې د ټېکسونو يا ماليې په هدف کې د کمي په وجه امکان څرګنديږي چې مرکزي حکومت په هنګامي بنيادونو د ماليې د هدف پوره کولو دپاره اضافي ټېکسونه ولګوي يا وړوکی بجټ وړاندې کړي د کوم اغېزې چې به د ګرانۍ په شکل کې په عام ولس پرېووځي.

اقتصاد پوهه او خبريال طاهرامين وايي، چې په روان مالي کال کې تراوسه پورې د ماليې هدفونه پوره شوي خو په راتلونکې کې د ماليې د هدف پوره کېدو امکانات کم دي چې ټاکلی هدف ترلاسه شي او د هغې بنيادي علت د حکومت لخوا په درامداتو بندېزونه دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، د دغه بندېز له امله کارورباريان او صنعتونه د مشکلاتو سره مخ دي او د دغه وجې نه دا ويره څرګندیږي چې د ماليې ټاکلی هدف به ترلاسه نه شي، حکومت هڅې کوي چې درامدي بل د تېر کال په مقابله کې د 80 اربه ډالرو نه 70 اربه ډالرو ته راکم کړي.

طاهر امين وايي، په پاکستان کې بله مسله د ډالرو کمی دی او حکومت دا کوشش هم کوي چې د ملک نه بهر کمې ډالرې ووځي د کوم په وجه چې د پاکستان زرمبادله ذخيره د فشار لاندې ده.

د نوموړي په وينا پاکستان د نړیوالې مالياتې ادارې [ايي اېم اېف] سره په لوظنامه کې منلې ده چې که د ماليې هدف پوره نه کړی شو نو حکومت به ټېکسونه نور سېوا کوي او چې نوي ټېکسونه لګي نو يقیني ده چې د هغې سره به د ګرانۍ طوفان راشي.

بزنس ريکارډر ورځپاڼې د پاکستان د خزانې پخواني وزیر حفيظ پاشا له قوله ويلي، پاکستان چې د نړيوالې مالياتې ادارې سره د اووم او اتم پروګرام د قسط ترلاسه کولو دپاره کومه ژمنه کړې وه د هغې لاندې د ټېکسونو په مد کې د 800 اربه روپو د کمي پوره کولو ضرورت دی او د دې کمي پوره کولو دپاره به اوس نوي ګامونه اخستل وي.

د حفيظ پاشا په خبره د حکومت د ماليې مرکزي ادارې [اېف بي ار] اټکل کړی وو چې په پوره کال کې به د ماليې په امدن کې 400 اربه روپۍ کمی راځي خو په پينځه مياشتو کې د 26 فيصده په ځای د 16فيصدو هدف ترلاسه شوی دی. او د دې ترڅنګ په درامداتو کې د کمي له امله د ماليې په هدف کې د نور کمي امکان دی.

نوموړي دا هم ويلي چې حکومت ته به د پټروليم ليوي په مد کې د 250 اربه روپو کمی مخې ته راځي ځکه چې د پټرولو مصرف 15فيصده کم شوی دی، پاشا زیاته کړې صوبو ته د سېلز ټېکس په مد کې 30فيصده هدف ورکړی شوی هغه په پينځه و مياشتو کې نهه فيصده ترلاسه شوی او دغلته هم 150 اربه روپۍ کمېدی شي يا خساره به مخې ته راځي.

اقتصاد پوهه سجاد احمد وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وويل، موجوده حکومت چې ځینې ګامونه پورته کړي او يا د نړيوالې مالياتي ادارې په وجه ځینې اقدامات پورته کړی شوي دي لکه د بهر نه د څيزونو راغوښتل کم کړی شوي نو د ټېکسونو هدف به خامخا کميږي او اثرات به يې وي اهداف به نه پوره کيږي.

هغه زياته کړه، زما په خيال په پاکستان کې د راغلو سېلابونو له امله به نړيواله مالياتي اداره ځينې اسانتياوې ورکوي او د هغې په وجه به پاکستان ته يو څه اساني جوړه شي او حکومت به خلکو ته رعایتونه ورکړي.

نوموړي وویل، پاکستان به نړيواله مالياتي اداره هم قانع کوي چې ملک ته د سېلابونو له امله تاوان اوښتی او نه شي کولی چې نوي ټېکسونه ولګوي يا په خلکو بوج سېوا کړي او که حکومت بیا وړوکی بجټ راوړي نو د هغې به په عامو ډېر بوج جوړیږي.

پاکستان په روان مالي کال 2022/ 23 کې د ماليې يا ټېکسونو راټولولو هدف 7000 اربه روپۍ اېښودی دی کوم چې د تير مالي کال په پرتله 16.6اربه روپۍ سېوا سېوا ټاکل شوی دی، خو اقتصاد پوهان وايي ټاکل شوی هدف تراوسه نه دی پوره کړی شوی او په راتلونکې کې يې هم کم امکان لیدل کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG