لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان ځینې مېرمنې د ټولنې د سوچ پرته هم په پولیس کې خدمات ترسره کوي


د پولیس کمانډو ترڅنگ رخسانه او پري د پولیس د بم ډسپوزل یا د بم د ناکاره کولو د هغه اعلا تربیت یافته ډلې غړي هم دي چې د نورو ژوند محفوظ ساتلو دپاره خپل ځانونه په خطر کې اچوي او د ټولنې نورو مېرمنو ته حوصله ور کوي چې د عامو توقعاتو پرته دې راوځي او د ټولنې د خدمت او د دفاع دنده دې ترسره کړي
د پولیس کمانډو ترڅنگ رخسانه او پري د پولیس د بم ډسپوزل یا د بم د ناکاره کولو د هغه اعلا تربیت یافته ډلې غړي هم دي چې د نورو ژوند محفوظ ساتلو دپاره خپل ځانونه په خطر کې اچوي او د ټولنې نورو مېرمنو ته حوصله ور کوي چې د عامو توقعاتو پرته دې راوځي او د ټولنې د خدمت او د دفاع دنده دې ترسره کړي

د نړۍ د نورو هېوداونو په رنگ په پاکستان کې هم پولیس د ولس د خدمت او د تحفظ دنده ترسره کوي خو د نړۍ د نورو هېوادونو برعکس چرته مېرمنې په ازاده توگه د ژوند په هر مد کې خدمات ترسره کولی شي په پاکستان کې په پولیس کې د مېرمنو شاملېدل غېر روایتي کار گڼل کیږي.

خو د ټولنې د روایتي سوچ پرته هم ځینې مېرمنې نه یوازې په پولیس کې بلکې د پولیس په خصوصي ډله یا د کمانډوز په قطار کې خدمات ترسره کوي.

د خېبرپښتونخوا په نوښار کې د پولیس د تربيي په مرکز د پولیس ٦٠٠ کمانډوز تازه تازه خپله تربیه مکمل کړې ده. د پولیس په دغه کمانډوز یا خصوصي عسکرو کې ځینې مېرمنې هم شاملې دي چې پري هم پکې وه.

پري د وي او ای اردو څانگې ته وايي "زمونږ په صوبه کې حالات ډیر خراب وو، ترهگري ډیره یاته وه او څه رنگ چې زمونږ پلار غوښتل مونږ پولیس ته تللو کې ډیره دلچسپي لرله. مونږ درې خوېندې یوو او درې واړه په پولیس کمانډو کې یوو."

اسلام نور د کمانډو تربیه کونکی دی، وايي مېرنې په رضاکارانه توگه کمانډو جوړیږي، څه خاص مراعات ورته نه ورکړی کیږي او د سړو سره سم خپل ټرېننگ کوي.

اسلام نور وايي "دا یو عام تاثر دی چې مېرمنې د سړو په مقابل کې کمزوري وي. خو دوی په رضارانه توگه راځي، او د سړو همکارانو برابر تربیه ترسره کوي."

رخسانه هم په هغه کمانډوز کې شامله ده چې اوس اوس یې تربیه سره ته ورسوله. هغه وايي ټرېننگ سخت و خو د سړو همکارانو سره یې سمه خپله روزنه سر ته رسولې ده.

رخسانه وايي "د جسماني تربيي نه ورسته مونږ ته د وسلې او د ار پي جي د چلولو چل وښودل شو او د ټرېننگ په مهال مو د ١٩٠ فټه ودانۍ نه د راکوزیدلو چل زده کړو." هغه وايي د پولیس مېرمنو کمانډو د خلکو عام تاثر ردوي. " خلک گڼي چې مېرمنې هغه کارونه نشي کولی چي سړي یې کوي خو مونږ خپلو افسرانو ته وویل چې مونږ هم د سړو په رنگ تربیه ترلاسه کوو."

پري او رخسانه په هنگو کې گمارل شوي دی چې د امنیت په لحاظ خطرناکه علاقه گڼل کیږي. د هنگو د پولیس افسران وايي مېرمنې د ترهگرۍ خلاف جنگ کې اهم کردار ادا کوي.

شاه دوران د هنگو بازار د تاڼې مشر دی، او د مېرمنو پولس کمانډو د هلوځلو ستاینه کوي.

شاه دوران وايي "مېرمنې کمانډو په هنگو کې اهم کردار لري، د ترهگرۍ د یو شمیر حملو باجود هم دوی تللي نه دي، زمونږ سره یې برابر خپله دنده ترسره کړې ده، په چاپو کې برخه اخیستې ده، په پولیس گڼ شمیر حملې شوې دي، ځینې افسرانو پکې ژوند دلاسه ورکړی دی خو مېرمنو کمانډو د ویرې په وجه خپل مشن نه دی پرېښودی."

په پاکستان کې په روایتي توگه د پولیس په رنگ روزگارونو ته د مېرمنو تگ ښه نه گڼل کیږي، کورنۍ او ټولنه یې مخالفت کوي او مشکلات ورته راولاړوي.

مېرمن پري په دې اړه وايي "کله چې مونږ پولیس ته د راتگ فېصله وکړه نو خپلو خپلوانو راسره تعلق ختم کړو، هیڅ څوک هم زمونږ ملاتړ ته تیار نه وو خو زموږ پلار همېش مونږ ته ویلي چې زه دا ثابتول غواړم چې لوڼه د زامنونه کم نه وي."

د پولیس کمانډو ترڅنگ رخسانه او پري د پولیس د بم ډسپوزل یا د بم د ناکاره کولو د هغه اعلا تربیت یافته ډلې غړي هم دي چې د نورو ژوند محفوظ ساتلو دپاره خپل ځانونه په خطر کې اچوي او د ټولنې نورو مېرمنو ته حوصله ور کوي چې د عامو توقعاتو پرته دې راوځي او د ټولنې د خدمت او د دفاع دنده دې ترسره کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG