لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سنیټ کمیټي: د پاکستان په جیلونو کې زنانه ؤ سره ناروا سلوک اوجنسي زیاتی کیږي


.
.

دپاکستان د سنیټ د داخله چارو کمیټۍ ته ویلي شوي دي د هیواو په بیلا بیلو بندي خانو کښې د زنانه قیدیانو سره بد سلوک کیږي او په دې کښې د جیلونو د عملې غړي هم ککړ دي ـ دکمیټۍ غړو ته اووئیل شول چې دجیل عمله زنانه په غیر اخلاقي کارونو مجبوروي خو دکمیټۍ غړو ته دا تفصیل ورنکړې شو چې په کومو صوبو کې دغه پیښې شوي دي ـ

دکمیټۍ یو غړي او دعوامي نیشنل گوند سینیټر شاهي سید وایس اف امریکا ته ویلي دي دکمیټۍ غړو په دغه پیښو سخته ناخوښي ښودلې اود کمیټۍ چیرمین اوپخواني داخله وزیر رحمان ملک دداخله چارو ریاستي وزیر بلیغ الرحمان ته اویل په جیلونو کښې د بندي زنانو سره شوې د داسې پیښو تفصیل دی راتلونکې غنډه کې وړاندې کړي ـ

کمیټۍ دڅلورو واڼو صوبو دجیلونو مشرانو ته هم امر کړې راتلونکې غنډه کې دې دمعاملې په اړه دوي د صوتحال نه خبر کړي ـ

غنډې ته اویل شوې ټول هیواد کښې دښځو لپاره په ملتان کراچۍ او هري پور کې یواځې درې جیلونه دي او په مجموعي توگه ٩٠ بندي خانې دي چې پکې د ښځو لپاره ځایونه هم شته خو ددوي د حفاظت لپاره پکښې مناسب انتظامات نیشته ـ

دکمیټۍ غړې شاهي سید وايي دغنډې په محال په دښځولپاره د ځان له جیلونو او ددې لپاره هم دزنانو مشرانو ټاکلو تجویز وړاندې کړې شوې او که چرته ددې انتظام نشي کیدې نوباید په جیلونو کښې دښځو او سړو بیرکونه بیل کړې شي او ددې په منځ کې دې فاصله اوسا تل شي

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG