لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دوبۍ: پاکستان په لمړي يو ورځني مېچ کې نيوزي لېنډ ته ماتې ورکړه


د پاکستان بيټنگ په لمړۍ کې د ستونځو ښکار ؤ ، خو په وروستۍ کې شاهد اپريدي او حارث سهېل ښه لوبه وکړه ، او پاکستان په اخري اوور کې گټه ترلاسه کړه .
د پاکستان بيټنگ په لمړۍ کې د ستونځو ښکار ؤ ، خو په وروستۍ کې شاهد اپريدي او حارث سهېل ښه لوبه وکړه ، او پاکستان په اخري اوور کې گټه ترلاسه کړه .

په دوبۍ کې د پاکستان او نيوزي لېنډ کرکټ لوبډلو ترمينځ د پينځه ؤ يو ورځنو مېچونو په لمړي مېچ کې پاکستان نيوزي لېنډ ته په درې وکټوماتې ورکړه . نيوزي لېنډ لمړی بيټنگ کړی او په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې يې په ۷ لوبغاړو ۲۴۶ رنزونه جوړ کړي وو.

د گل په ماښام دوبۍ کې د مېچ ټاس د پاکستان کرکټ ټيم کپتان مصباح الحق گټلی او بيټنگ يې نيوزي لېنډ ته ورکړی ؤ ، د نيوزي لينډ ټيم په ۵۰ اوورونو کې د راس ټېلر د سنچرۍ جوړولو سره په اووه لوبغاړو سوځېدو ۲۴۶ رنزونه جوړ کړي ؤ .

د پاکستان بيټنگ په لمړۍ کې د ستونځو ښکار ؤ ، خو په وروستۍ کې شاهد اپريدي او حارث سهېل ښه لوبه وکړه ، او پاکستان په اخري اوور کې گټه ترلاسه کړه .

د پاکستان لخوا زيات رنزونه حارث سهېل جوړ کړي ، او په ۱۰۹ بالونو په ۸۵ رنزونو جوړولو کې کامياب شو، هغه د مېچ غوره لوبغاړی هم وگرځول شو .

شاهد اپريدي په ۵۱ بالونو ۶۱ رنزونه جوړ کړل او په پاتې نورو لوبغاړو کې يواځې احمدشهزاد په ۴۱ بالونو ۲۸ رنزونه جوړ کړي ، او بل کوم کهلاړي په ۲۰ رنزونو جوړولو کې هم نه دی کامياب شوی .

د نيوزي لېنډ ويټوري او نيشم په دوه دوه کهلاړيانو اؤټ کولو کې کامياب شوي دي .

د نيوزي لېنډ په بيټنگ کې راس ټېلر په ۱۳۵ بالونو ۱۰۵ رنزونه جوړ کړي وو ، او پاتې نور ټول کهلاړيان د ۳۰ نه په کمو رنزونو جوړلو اؤټ شوي وو.

د پاکستان لخوا محمد عرفان په درې وکټو او وهاب رياض په دوه وکټو اخستو کې کامياب شوي ، او شاهدي اپريدي يو لوبغاړی سوځولی .

د پاکستان او نيوزي لېنډ کرکټ ټيمونو ترمينځ د پينځه ؤ يو ورځنو مېچونو د سيريز په لمړي مېچ کې پاکستان گټه ترلاسه کړه ، او له دې وړاندې د دواړو ټيمونو ترمينځ ترسره شوي د ټيسټ او ټي ټيونټي مېچونو سيريزې برابر پاتې شوې وې .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG