لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: ورلډ بېنک وايي پاکستان د ټېکسونو زیاتولو ته اړتیا نه لري


د ايي اېم اېف مشره گرسټین لگارډ. پاکستان د ادارې څخه د قرض اخیستلو په غرض خبرې پېل کړې دي
د ايي اېم اېف مشره گرسټین لگارډ. پاکستان د ادارې څخه د قرض اخیستلو په غرض خبرې پېل کړې دي

نړیوال یا ورلډ بېنک خپل یو تازه رپورټ کې ویلي چې پاکستان خپل قامي امدن زیاتولو دپاره نه خو نورو ټېکسونو ته او نه هم د ټېکس شرح زیاتولو ته اړتیا لري.

د ډان ورځپاڼې ترمخه، ورلډ بېنک دغه څرگندونې د پاکستان د ټېکسونو په نظام کې چټکتیا راوستلو په اړه رپورټ کې کړې دي.

د ورلډ بېنک موندنې داسې حال کې هم مخې ته راغلي دي چې پاکستان خپل خراب اقتصاد بهتر کولو دپاره د مالیاتي ادارې ايي ایم اېف سره د اربونو ډالرو قرض دپاره خبرې پېل کړې دي او د رپورټونو ترمخه، ايي اېم اېف پاکستان ته ویلي چې نوي ټېکسونه دې ولگوي او د ځینو موجوده ټېکسونو شرح دې زیاته کړي.

ورلډ بېنک ویلي که چېرې پاکستان د د ټیکس د وصولۍ شرح ٧٥ فېصد ته ورسوي نو دا به د هېواد د قامي امدن ٢٦ فېصد برخه وي چې د منځنۍ کچې د هېوادونو دپاره د امدن مناسب کچه ده.

ورلډ بېنک رپورټ وايي د پاکستان د ټېکس یا محصولاتو مامورین یوازې د ټېکس ٥٠ فيصد برخه راټولوولو کې کامیابېږي.

د ډان ورځپاڼې د رپورټ ترمخه، ورلډ بېنک په خپل رپورټ کې تجوزیر کړی دی چې د پاکستان د ټېکس راټوولو محکمه فېډرل بورډ اف رېوینیو یا ایف بي ار کې د اصلاحاتو او د ټېکس په مد کې د صوبو او وفاقي حکومت ترمنځ د همکاري زیاتولو ضرورت دی چې د نشتوالي له امله یې د رپورټ ترمخه د ټېکس په راټولو منفي اثر غورځېږي.

د پاکستان د خزانې پخوانی وزیر او اقتصاد پوهه سلمان شاه هم د ټېکس په نظام کې د اصلاحاتو په ضرورت زور واچوي. هغه وویل پکار ده چې د ټېکس پالېسي یا تگلاره او د ټېکس نظام ډیر ساده وي او ترڅو چې داسې وه نشي د ټېکس امدن نشي زیاتېدی. هغه وویل د ټېکس د شرحې د کمولو هم ضرورت دی.

پاکستان د نړۍ په هغو هېوادونو کې شامل دی چې پکې د خلکو د ټېکس ورکولو شرح ډیره کمه ده خو هېواد په دې مد کې څه نه پرمختگ کړی دی او د تېرو کلونو په مقابل کې دا وخت په قامي امدن کې د ټېکس نه د ترلاسه شوي امدن شرح ١٣ فیصد ته رسېدلې ده.

درپورټونو ترمخه، د موجوده مالي کال په لومړیو نهو میاشتو کې د پاکستان د ټېکس اداره ایف بي ار د ٣٠٠ ارب روپو کې کمي سره مخامخ دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG