لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوال بېنک په پاکستان کې د غربت د زیاتېدو اټکل کړی


ورلډبېنک وویل د پاکستان د اقتصادي ترقۍ رفتار هم کم شوی او سره د دې چې ملک د معاشي پرمختګ صلاحیت لري خو د تېرو دریو کلونو په مقابل کې دا وخت کې به یې د ترقۍ شر اشاریه پنځه فیصد وي
ورلډبېنک وویل د پاکستان د اقتصادي ترقۍ رفتار هم کم شوی او سره د دې چې ملک د معاشي پرمختګ صلاحیت لري خو د تېرو دریو کلونو په مقابل کې دا وخت کې به یې د ترقۍ شر اشاریه پنځه فیصد وي

عالمي بېنک یا ورلډ بېنک اټکل کړی چې د کرونا وایرس له امله جنوبي اېشیا د اقتصادي بدحالي یا ریسېشن سره مخامخ کېدلی شي او په پاکستان کې به په اینده دوو کلونو کې د غربت کچه نوره هم زیاته شي.

د جنوبي اېشیا په اقتصادي صورتحال خپل تازه رپورټ کې ورلډبېنک وویل لکه د سیمې د ځینو نورو ملکونو په رنګ په پاکستان کې هم د غربت کچه زیاته ده. د پاکستان ډان ورځپاڼې ترمخه، ورلډ بېنک په خپل رپورټ کې وویل په پاکستان کې اقتصادي هلې ځلې کرونا وایرس د مخنیوي دپاره د لاک ډاون له امله په منفي ډول متاثره شوي وې چې په نتیجه کې به یې غربت نور زیات شي.

ورلډبېنک وویل د پاکستان د اقتصادي ترقۍ رفتار هم کم شوی او سره د دې چې ملک د معاشي پرمختګ صلاحیت لري خو د تېرو دریو کلونو په مقابل کې دا وخت کې به یې د ترقۍ شر اشاریه پنځه فیصد وي.

د جنوي اېشیا دپاره د ورلډ بېنک نایب صدرهارټوېک شېفر د ډان ترمخه د رپورټ د شایع کېدو نه وړاندې وویل کرونا وایرس د جنوبي اېشیا په اقتصاد د توقع نه زیات منفي اثر کړی دی په خصوصي توګه واړه کاروبارونه او د غېر رسمي اقتصاد کارکونکو په معاش کې ډیر کمی شوی دی.

ورلډ بېنک وویل په پاکستان کې د لاک ډوان د ختمېدو سره به اقتصادي هلې ځلې بیا شروع شي او توقع ده چې اقتصاد به بحالۍ په لوري روان شي او رفتار به یې کوم وي او د اقتصادي خسارې شرح په زیاته وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG