لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د کرونا وایرس کېسونو شمېره اووه ته رسېدلي


د افغانستان سره د چمن پوله یې په اتمه ورځ هم تړلي پاتې ده
د افغانستان سره د چمن پوله یې په اتمه ورځ هم تړلي پاتې ده

په پاکستان کې تروسه په اووه کسانو کې د کرونا وایرس پخلې شوی، پاکستان حکومت د ایران نه راغلي 4000 کسان په تفتان کې کوارنټین کړي دي او د افغانستان سره د چمن پوله یې په اتمه ورځ هم تړلي پاتې ده.

قطر په عارضی توګه د څوارلس هیودانو نه د مسافرو په راتګ بندیز لګولې چې پکې پاکستان هم شامل دې.

د کرونا وایرس د څارنۍ لپاره په امریکا کې د جان هاپکنز یونیورسټۍ مرکز تر مخه تروسه یوو لاک یولس زره او درې سوه کسان د کرونا دلاسه اغیزمند شوي او 3892 کسان ترینه مړه شوي دي. د ویب پاڼې د شمیرو ترمخه 62300 د کرونا ناروغۍ نه پس بیا روغ شوي دي.

چین نه وروسته اټلي او ایران د کرونا وایرس دلاسه زیات اغیزمند شوي هیوادنه دي.

د ګل یا دوشنبې په سحر د امریکا د جانز هاپکنز یونیورسټۍ لخوا خپور شوي معلوماتو ترمخه په چین کې 3008، اټلي کې 366 او ایران کې 237 کسانو د مرگ پخلې شوی دی.

امریکا کې هم د مړو شمیره 22 ته رسیدلي او تروسه د اغیزمند شوي کسانو شمیره د 500 نه اوختي ده.

کرونا وایرس دلاسه نړیوال اقتصاد ته هم سخت زیان رسیدلې او دګل یا دوشنبې په ورځ د امریکا د ونډو بازار 7 فیصده راغورځېدلې دی.

نړیوال مارکیټ کې د تیلو قیمتونه هم کم شوي او چې له عمله یې تیلو د کمپنیانو سټاکس هم راپورتي دي، دنیویارک ټائمز درپورټ ترمخه په د سعودي عرب د تیلو کمپني ارمکو سټاک لس فیصده کم شوي دي.

رویټزز خبري ادارې ترمخه د تیلو قیمتونه 22 فیصده کمېدو ورسته د امریکا وال سټریټس سټاکس 7 فیصده راپورتي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان رشید

    عدنان رشید په واشنګټن کې د وي او اې ډیوه سره د ملټي میډیا خبریال دې. د کال ۲۰۰۵م راهسې پاکستاني او د نړیوال مطبوعاتو سره د خبریالې تجره لري، او په دغه لړ کې یې دویچه ویله اکیډمي جرمني، انټرنیشنل سنټر فار جرنلسټ  او د وتلي خبریال ډینیل پرل جایزې یې هم ګټلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG