لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې يوټيوب دبحالۍ وروستو بیا بند کړی شوی


پاکستان دخالي په ورځ دويډيوگانو شيئر کوونکي ويب سائټ يوټيوب په عارضي توگه د دریو ساعتو لپاره د بحالیدو ورستو بیرته بند کړى شوی دی.
دپاکستان وزيراعظم راجه پرويز اشرف دستمبر په مياشت کې وروستو له هغې په هيواد کې ديو ټيوب دبندولو امر کړى ؤ چې دغه ويب سائټ ديو لانجمن اسلام ضد فلم دلرې کولو په اړه دپاکستان دحکومت غږ ته پام ونۀ گرځولو.
پاکستان ټيلي کميونيکيشن اتهارټي( پي ټي اى) دخالي په ورځ دانټرنيټ ټولو کمپنو ته په ډاگه کړې ده چې دراتلونکو هداياتو پورې دې په فوري توگه ديوټيوب څخه پابندي پورته کړي.
داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد(ص) په شان کې دگستاخۍ دفلم په يوټيوب دخپريدو څخه وروستو پاکستان کې تر څو اوونو پورې احتجاجونه شوي وؤ چې پکې 20 کسان وژل شوي وؤ او دهيواد په سترو ښارونو کې زيات مالي زيان شوى ؤ.
دپاکستان دکورنو چارو وزير رحمان ملک په ټوئټر خپل يو پيغام کې وئيلي دي چې(يوټيوب ) پورې درسد داجازت ورکولو دغه فيصله دلويې اولسي غوښتنې په وجه شوې ده.
رحمان ملک وائي دټولنې دبيلا بيلو څانگو څخه ديوټيوب دپرانستو لپاره زياته غوښتنه کيده، په دغه اړه نن دنوټيفيکيشن جاري کيدو توقع ده.
دي انټرنيټ سروس پرووائډرز ايسوسي ايشن اف پاکستان( ائي ايس پي اى کى) هم پخلى کړى دى چې هغوي ته نوټيفيکيشن ترلاسه شوى او ددغه اعلان ستائينه يې کړې ده.
دائي ايس پي اى کى کنوينر وهاج سراج يو بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې وويل دا يو ښه پرمختگ دى ځکه چې زياتره خلک په ځانگړې توگه طالب علمان او ادارې يوټيوب دتعليم لپاره کاروي او دستونزو سره مخ دي ، ځکه چې متبادل ويب سائټونه دومره ښه نۀ دي.
دپي ټي اى ترمخه پاکستان کې دانټرنيټ 2.1 سبسکرائبرز دي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG