لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د سېنټ کمېټۍ په فلم "زندګي تماشه" حکومتي پابندي ختمه کړه 


په زندګي تماشه د بندیز ختموولو فېصله د سېنټ د انساني حقونو کمېټۍ مشر د پيپلزپارټۍ سېنټر مصطفا نواز کهوکهر په ټوېټر اعلان کړه

د بشري حقونو د پاره د سېنټ کمټۍ د تحریک لبیک پاکستان په فشار ېو فلم "زندګې تماشه" نه نشر کولو حکومتي فیصله رد کړې ده او ویلې دي چې دې فلم کښې د اسلام پرضد څه مواد نشته ځکه دې فلم ته دې په سینما ګانو کښې د ښودلو اجازه ورکړی شي.

دا فلم چې د یو ځايي نعت خوان د ‌‌ژوند په باره کښې دی، دا ملا هغه وخت د ټولنې د کرکې ښکار شي کله چې یې څوک د ده ېوه ذاتې ویډیو په سوشل میډیا خوره کړي.

پاکستان کښې دا لومړی ځل نه دی چې په یو فلم بندیز لګیدلې و. د دې نه وړاندې هم څو وارې په هغه فلمونو، خصوصی توګه هندې فلمونو باندې بندیزونه لګول شوې دي چې پکې د پاکستان په ریاستې ادارو په کردار تنقید شوی وي.

په زندګي تماشه د بندیز ختموولو فېصله د سېنټ د انساني حقونو کمېټۍ مشر د پيپلزپارټۍ سېنټر مصطفا نواز کهوکهر په ټوېټر اعلان کړه.

سېڼټر کهوکهر وویل د کمېټۍ ټولو غړو فلم وکتلو او چا پرې هم اعتراض ونکړو.

ټاکل شوي وه چې "زندگي تماشه" به د سږ کال د جنورۍ په ٢۴ نیټه په سېنماگانو کې د نندارې دپاره پېښ کېدو.

د فلم هدایتکار سرمد کهوسټ د لاهور یو سول عدالت ته ویلي وو چې تحریک لبېک پاکستان (ټي اېل پي) نومې ډله فلم نندارې ته د وړاندې کولو په لاره کې خنډان راولاړوي.

په زندګي تماشه د تنقید وروسته اسلامي نظریاتي کونسل ته وېل شوي وو چې فلم دې وګوري چې د اعتراض وړ مواد پکې شته او که نا؟

سېنټر مصطفا نواز کهوکهر وویل د ایین دلاندې د اسلامي نظریاتي کونسل کار د فلمونو جایزه اخیستل نا بلکې پارلیمنټ ته د قانون سازۍ په لړ کې د اسلامي تعلیماتو په رڼا کې مشوره ورکول دي.

په زندګي تماشه په سند او پنجاب صوبو کې پابندي لګول شوي وه.

سېڼتر نواز کهوکهر وویل د کروناوایرس د ختمېدو وروسته سېنماګانې کولی شي چې چې زندګي تماشته د نندارې دپاره پېښ کړي.

د "زندگي تماشه" هداتیکار سرمد علي کهوسټ ویلي وو چې د فلم مقصد د ټولنې نرم اړخ ښودل، د خلکو د ذهنونو نه فشار لېرې کول او په خلکو کې مثبتو روییو ته وده ورکول دي خو مخالفین وايي په فلم کې د دوو مرکزي مذهبي کردارونو سپکاوی شوی دی.

کله چې د زندګي تماشه په سره لانجه راپورته شوي وه نو په هغه مهال د ټي اېل پي ترجمان چوهدري رضوان احمد د وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي وو چې دوی سرمد کهوسټ ته هیڅ دړکې نه دي ورکړي خو دا یې ویلي وو که چېرې فلم د نندارې دپاره پرېښودل شو نو خلاف به یې مظاهرې کوي. هغه ویلي وو د یو جومات امام او نعت خوان د "زندگي تماشه" مرکزي کردارونه دي او د دوی د متنازعه کېدو کوښښ شوی دی.

XS
SM
MD
LG