لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عبدالرزاق داود: پاکستان د ټرانزیټ تړون د غځولو په اړه د افغان حکومت سره خبرې کول غواړي


د پاکستان وزیراعظم د تجارت او سرمایه کاری پا پانګونې سلاکار عبدالرزاق داود ویلي چې پاکستان د افغانستان د ټرانزیټ سوداګرۍ تړون په اړه ځینې تحفظات لري ، خو د ټرانزیټ سوداګرۍ د تړون د غځولو په اړه د افغان حکومت سره خبرې کول غواړي.

د وي او اې د اردو څانګې سره په یوه ځانګړې مرکه کې عبدالرزاق داود وویل چې پاکستان په دې برخه کې کابل د خپلو اندیښنو نه خبر کړی او په راتلونکو ورځو کې به په منظم ډول مذاکرات کوي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان - افغانستان د ټرانزیټ سوداګریز تړون د 2010کال په اکتوبر کې لاسلیک شو چې له مخې یې په وچه کې راګیر افغانستان ته د نړۍ له نورو هیوادونو سره د پاکستان بندرونو ته لاسرسی ورکړل شوه.

د پاک - افغان ټرانزیټ لس کلن تړون د سږ کال په جون میاشتې کې پای ته رسي.

عبدالرزاق داود وايي : "اصلي ستونزه دا ده چې هغه مالونه چې د افغانستان د ټرانزیټ له لارې افغانستان ته ځي له هغه ځایه پاکستان ته قاچاق کیږي ، چې زموږ صنعت ته ډیر زیان رسونکی دی."

هغه وويل ، هغه له افغان حکومت نه غوښتنه کړې چې د ضرورت له مخې د سامانونو د برامدولو یا واردولو لپاره لاره هواره کړي ، چې بیا دغه سامان پاکستان ته قاچاق نشي.

د وزیراعظم د سوداګرۍ سلاکار وویل چې له ګاونډي هیواد سره به په دې برخه کې خبرې د جون له میاشتې وړاندی پای ته ورسیږي.

د پاکستان حکومت پدې وروستیو کې د کراچۍ بندر نه وروسته د ګوادر بندر ته هم اجازه ورکړه چې د افغانستان د ټرانزیټ سوداګرۍ لپاره وکارول شي.

د پاکستان وزیراعظم سلاکار عبدالرزاق داود په راتلونکی میاشتی کې صنعتي شعبه کې د لاک ډاون د ختمولو اعلان کولو سره وویل چې د هیواد صنعتکاران دې د بهر نه د سوداګرۍ ارډرونه اخلي.

ښاغلي داود وویل چې د پاکستان حکومت د کرونا وایرس لخوا رامینځته شوي وضعیت کې پېده شوي مواقعو یا فرصتونه ته په پام سره یوه تګلاره جوړه وي. د کومې لاندې به د هیواد برامداي صنعت به د می په میاشت کې پرانستل شي.

نوموړي وویل چې د کرونا وایرس له امله نړیوال اقتصاد ډیر بدل شوې او اوس د نوي شایانو غوښتنه د برامداتو شعبې لپاره نوي مواقعی رامینځته کوي.

هغه وویل چې د اوسني نړیوال لاک ډاون له کبله پاکستان ته د ٹیکسٹائل ، ، آئی ٹی يا معلوماتي ټېکنالوجۍ ، خدماتو ، دطبي الات او دوایانو په برخو کې نوي ارڈرونه ترلاسه کېږي.

عبدالرزاق داود زیاته کړه چې په دې وروستي لاک ډاون کې پاکستان د انفارمیشن ٹیکنالوجی او خدماتو شعبې پرانستی ساتلی دي او له همدې امله نړۍ دوی ته ګوري.

هغه وایي: " په هند او فلپائنکې بشپړ لاک ډاون شتون لري. موږ بشپړ لاک ډاون نه لرلو ، په ځانګړي توګه د انفارمیشن ٹیکنالوجی په برخه کې ، نو نړۍ اوس پاکستان ته د یو متبادل په سترګه ګوري."

د سوداګرۍ سلاکار وویل چې د ماسکونو برامدات د مرکزی کابینې د منظوری وروسته پیل شوي او ډیر زر به د سنیټاییزرونو (د میکروب د پاک کولو دوایي ) برامدات به هم ډیر زر پیل شي.

دې پوښتنې ته چې ایا په بهر کې په پاکستان کې د ماسکونو او سنیټاییزرونو برامدات به په هیواد کې نیمګړتیا پیدا نکړي؟ په ځواب کې ، د سوداګرۍ سلاکار وویل چې زموږ پیداور ډیر زیات دی او دا مهال موږ این - ۹۵ ( N95) او جراحي ماسکونه نه برامد کوو او یوازې د کاټن نه جوړ شوي ماسکونه نورو هیوادونو ته لیږي.

هغه وویل چې د نورو هیوادونو لخوا د ہائیڈرو کلورکین لپاره شوي خواست له وجې دوی دجرمنی او ترکی ته دغه دواخام اجزا او سعودي عرب ته یو میلینه ګولۍ برامد کوي. ہائیڈرو کلورکین ګولۍ د ملیریا ناروغانو ته ورکول کیږي خو د طب کارپوهان د کرونا وایرس ناروغانو ته هم دغه دوا د کارولو وړاندیز کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG