لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان پخوانی ګورنر سید فضل آغا او د پنجاب اسمبلۍ غړې شاهین رضا د کرونا وایرس له امله مړه شوي


Syed Fazal Agha
Syed Fazal Agha

د پاکستان بلوچستان صوبې پخوانی ګورنر سید محمد فضل آغا د شورو - چهار شنبې په ماښام د کراچۍ په روغتون کې د اوږدې ناروغۍ له امله ومړ. د کوټې روغتون د سرچینو له مخه پخوانی ګورنر او د بلوچستان اوسنی غړی ، سید فضل اغا څو ورځې وړ‎اندې کرونا وایرس وھلی وو۔

د بلو چستان حکومت لخوا په خپرہ شوې خبر پاڼه کې لیکل شوي چې د ایالت اعلا وزیر جام کمال د سید فضل آغا په مړ‎ینې خفګان او خواشیني ښکارہ کړ‎ې او د ھغه لپارہ یې د بخشش دعا کړ‎ې ۔

د دې تر څنګ ډیری سیاستوالو د ښاغلي مرګ د سیاسي ډګر ضیا بللې او خفګان یې څرګندہ کړ‎ی۔

خدای بخښلی آغا څو ورځې وړ‎اندې زیات ناروغه شوی وو چې له ھغه ورستو ھغه درملنې لپاره د کراچۍ په یوه خصوصي روغتون کې بستر کړ‎ل شو.

سید فضل آغا په ۲۰۱۸م کال کې د جمیعت علما اسلام په ټیکټ د بلوچستان د پشین ضلعې د ایالتي اسمبلۍ غړی وټاکل شو.

هغه په ​۱۹۹۸ کې د هغه وخت د لومړي وزیر نواز شریف لخوا د بلوچستان د ګورنر په توګه وټاکل شو. هغه د ۸۰ په لسیزہ کې د پاکستان د سنا (سینټ ) مرستیال مشر په توګه هم دنده ترسره کړې.

هم د شورو په ورځ د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره تعلق لرونکي د پنجاب ایالتي اسمبلۍ غړې شاهین رضا د لاهور میو روغتون کې په کرونا وایرس د اخته کیدو وروسته وفات شوې ده.

د رپورټونو ترمخه ۶۰ کلنه اغلې رضا د خالي په ورځ د کرونا وایرس نښې ښودلو وروسته په ضلعي روغتون کې قرنطین شوی وه.

یادہ دې وي چې څو ورځې وړ‎اندې د پښتونخوا ملي عوامي ڰوند سردار مصطفی خان ترین ھم ومړ‎ ،د ښاغلي د کورنۍ په خبرہ ھغه د نورو ناروغیو تر څنګ کرونا وایرس ھم وھلی وو۔

له بلې خوا په بلو چستان ایالت کې د کرونا وایرس د مریضانو شمېر ورځ تر بله زیاتیږ‎ي ۔

د صحت د عامې روغتیا رپورټ ښایي په ایالت کې د کرونا په ناروغۍ اخته ۳۸ تنه مړ‎ہ شوي او درې زرہ ته نيږ‎دې خلک په کرونا مرض اخته دي ۔

رپورټ ښایي تر پنځه سوہ زیات تنه روغ شوي ھم دي۔

د دې تر څنګ رپورټ کې اټکل شوي چې د کرونا د مریضانو شمېر به لا ھم زیات شي او د غټ عمر ناروغو او کمزورو خلکو د مرګ ویرہ زیاته دہ ۔

ایالتي حکومت په ایالت کې پر ھر ډول اجتماګانو او غونډو باندې مادہ ۱۴۴ لګولې ، د حکومتي چارواکو په وینا یوازي د حکومت له لوري ورښول شوي بازارونه، تجارتي مرکزونه ،د ضرورت دوکانونه/ پلورنځي ، دواخانې او روغتونونه به د سھار له درو بجو د مازدیګر تر پنځو بجو پورې خلاص وي او نور به بند وي ،

خو تجاران وایي د حکومت ورکړ‎ل شوی وخت کم دی زیات دي شي۔

حکومت دا امر ھم کړ‎ی چې په کوچني اختر کې به د اختر د لمانځه اجازہ وي مګر نور به ھر ډول مذھبي غونډې او د اختر میلې او ترانسپورټ بند وي۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG