د پاکستان نګران خارجه وزیر جلیل عباس جیلاني د چین په تبت ښار کې د افغانستان د واکمنو طالبانو د خارجه وزیر ملا امیر خان متقي سره ملاقات کړی او د پاکستان خارجه وزارت ویلي جیلاني ژمنه وکړه چې د افغانستان سره به دوه اړخیزه تعلقات نور مضبوطوي.
جیلاني د متقي سره په ملاقات کې د تعلقاتو قوي کولو خبره په داسې حال کې کړې چې طالبانو د پاکستان په دې فېصله انديښنه ښودلې چې بغیر د اسنادو افغانان به د ملک نه وباسي. د طالبانو ترڅنګ ملګرو ملتونو او د انساني حقونو تنظیمونو هم د پاکستان په اعلان انديښنې څرګندې کړي.
د جیلاني او د متقي د ملاقات په اړه د پاکستان خارجه وزارت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په اېکس، پخواني ټوېټر، خپل پېغام کې نه دي ویلي چې ایا دواړو وزیرانو د افغان کډوالو په موضوع هم خبرې وکړې او که نا؟
د پاکستان خارجه وزارت وویل متقي سره لیدنه کې جیلاني دا خبره واضحه کړه چې د سیمې امن او ثبات ته پېښ مشکلات به د همکارۍ په "جذبه" او د مشترکه تګلارو په زریعه حل کولی شي.
متقي او جیلاني د ټرانس همالیه فورم نومې تنظیم د غونډې په موقع په تبت کې دي.
طالبانو جیلاني سره د متقي د ملاقات په اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو د خارجه وزارت نایب ترجمان حافظ ضیا احمد په اېکس پاڼه، پخواني ټوېټر، د چین خارجه وزیر وانګ يي سره د متقي د ملاقات خبر شریک کړی او جیلاني سره د مقتي د ملاقات خبره نه لیدل کېږي.
پاکستان اعلان کړی چې نومبر د وړمبي تاریخ نه پس به د افغانانو په شمول د غیر قانوني غیرملکیانو خلاف اقدامات کوي او د هېواد نه به ویستل کېږي.
د پاکستان په فېصله خپل دریځ کې د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د شورو، چهارشنبې، په ورځ په اېکس، پخواني ټوېټر، وویل "په پاکستان کې له افغان مهاجرینو سره چلند د منلو نه دی."
مجاهد دا هم وویل چې په پاکستان کې مېشته " افغان مهاجرین د پاکستان په امنیتي ستونزو کې لاس نه لري."
د غیر قانوني غیر ملکیانو په اړه د اقداماتو اعلانولو په لړ کې د پاکستان د داخله چارو نګران وزیر سرفراز بګټي وویل چې په پاکستان کې په ځینو وروستیو ځانمرګي حملو کې افغانان هم ککړ وو. هغه په دې اړه څه ثبوت نه دی وړاندې کړی.
ملګرو ملتونو د پاکستان اعلان د اندېښنې وړ بللی دی.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن ډوجاریک نه په نیویارک کې په خبري غونډه کې پوښتنه وشوه آیا د ملګرو ملتونو مشر پاکستان نه د افغان کډوالو په وېستل کېدو څه غبرګون لري؟ نو ډوجاریک ورته وویل:
"دا د اندېښنې وړ اعلان دی، خو زه ډاډه یم د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو په دفتر یو این ایچ سي آر کې زموږ همکاران له دې حالته خبر دي. په اصولي توګه هیڅ کډوال باید په زور او جبر خپل ملک ته ونه لېږل شي. "
د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنېسټي انټرنېشنل او هیومن رایټس کمېشن اف پاکستان، چې په پاکستان کې د انساني حقونو غیر حکومتي تنظیم دی، د پاکستان په فېصله یې تنقید کړی دی.
د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب هم د غیرقانوني افغان کډوالو د ورستنولو په اړه د پاکستان پرېکړه غندلې، دا یې له انصافه لرې بللې او د پاکستان له خلکو، سیاستوالو او دیني عالمانو یې غوښتي چې خپل چارواکي له داسې کارونو را وګرځوي.
د افغان کډوالو په مسله، په خېبر پشتونخوا کې د طالبانو جنرال قونسل حافظ محب الله د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړې استازي اصف دراني خبرې وکړې.
په پېښور کې د طالبانو قونصلګرۍ د زیارت، پنجشنبې، به ورځ مطبوعاتو سره شریک کړي بیان کې وویل اصف دراني محب الله "ته اطمینان ورکړ چې هغه افغانان چې اسناد لرونکي او د پولیسو لخوا وځورول شو په اړه به يې جدي اقدامات وشي."
د بیان ترمخه، محب الله د مهاجرينو د بي اسناده افغانانو د ستنیدو د وخت د تمدید غوښتنه هم وکړه.
د بیان ترمخه، دراني وویل چې د تجارت په وړاندې به هر قسم خنډونه ختم او د پاکستان او افغانستان تجارت او ټرانزېټ ته به وده ورکړي.
Forum