لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هایکورټ په 8000 اېکړه ځمکه د پوځ د ملکیت دعوه غېرقانوني بللې


د پاکستاني مطبوعاتو ترمخه د نهې، سه شنبى په ورځ د تجاوېزاتو او قبضو په اړه د مقدمې د اوريدنې په مهال د اسلام اباد هايکورټ مشر قاضي اطهر من الله دکورنيو چارو سيکتر ته وويل داسې ښکاري چې پايه تخت دلاقانونيت ښکار دى
د پاکستاني مطبوعاتو ترمخه د نهې، سه شنبى په ورځ د تجاوېزاتو او قبضو په اړه د مقدمې د اوريدنې په مهال د اسلام اباد هايکورټ مشر قاضي اطهر من الله دکورنيو چارو سيکتر ته وويل داسې ښکاري چې پايه تخت دلاقانونيت ښکار دى

اسلام اباد هايکورټ په اسلام اباد کې په 8000 اېکړه ځمکه د پوځ د ملکیت دعوه غېرقانوني بللې، د اسلام اباد انتظاميي ته یې امرکړی چې د سمندري پوځ د ګالف لوبې مېدان او د مارګله په غر کې یو مشهور رېسټورنټ د سیل یا بندولو امر کړی دی.

د دې نه وړاندى هايي کورټ په اسلام اباد کې د سمندري ځواکونو د کيشتیو کلب هم غير قانوني ګرځول او د دې ړنګوولو امری کړی دی.

د وکيلانو تنظيم سپريم کورټ بار ایسوسي ایشن د اسلام اباد هايکورټ دغه پرېکړه تاريخي اؤ د عدلیې د ازادۍ او د قانون د سرلوړۍ لوی مثال بولي.

د پاکستاني مطبوعاتو ترمخه د نهې، سه شنبى په ورځ د تجاوېزاتو او قبضو په اړه د مقدمې د اوريدنې په مهال د اسلام اباد هايکورټ مشر قاضي اطهر من الله دکورنيو چارو سيکتر ته وويل داسې ښکاري چې پايه تخت دلاقانونيت ښکار دى او که سرکاري ادارې په ځمکو قبضې کوي نو د قانون واکمني به څنګه پځای شي؟

د مشر قاضي وينا وه عدالت به چا لا دا اجازت نه ورکوي چى د قامي پارک لپاره ځانګړې شوې ځمکه د تجارت دپاره وکاروي.

جسټس اطهر من الله عدالت کې موجود د دفاع وزارت سېکېرټري ته خبردارى ورکړو چې په اسلام اباد کې دریواړو ځواکونو ته په ورکړی شویوسيکټرو یا برخو کې باید دڅه رقم غير قانوني ودانیو جوړولو شکايت عدالت ته را نه شي.

مشر قاضي د ماحولياتو سرکاري ادارې ته امر وکړو چې د غير قانوني تعمیراتو له امله قامي پارک ته زیان جاج دې واخلي او په دې اړه دې رپورټ تیار کړي.

د اسلام اباد هایکورټ د فېصلې خبر په پاکستاني مطبوعاتو کې په پراخه کچه شایع شوی دی.

له دې وړاندې هم اسلام اباد هايکورټ پايه تخت کى د راؤل ډيم غاړې ته دسمندري ځواکونو يا دنيوى کلب جوړښت غير قانوني ټاکلی دی.

د دغه عدالتي حکم عملي کولو په ترڅ کې د اسلام اباد انتظامي ادارې سى ډي اى سمندري ځواکونو ته په درېوؤ ورځو کې دننه د سيلنګ کلب دځمکې پرېښودلو نوټس ورکړی دى.

د پاکستان په کچه د وکيلانو تنظيم سپريم کورټ بار ایسوسي ایشن د اسلام اباد هايکورټ پرېکړه تاريخي ګرځولې ده.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې د بار صدر احسن بهون دا دعدليي د ازادۍ او دقانون د عملدارۍ لوی مثال وبللو.

دنيوي سيلنګ کلب په اړه عدالتي فيصله کې دسمندري ځواکونو دپخواني مشر ظفر محمود عباسي په ضد دغير قانوني کلب د پرانستې په تور د فوجدارۍ دمقدمې درج کولو ترڅنګ دهغه کردار د ملکي دستور په ضد ګرځول شوى دی.

که څه هم د پاکستان ځمکني يا سمندري ځواکونو لا تر دې دمه دغو فيصلو ته څه غبرګون نه دى ښودلى خو دنيول سيلنګ کلب د مقدمې د اوريدني په مهال سمندري پوخ یا نیوي دريځ خپل کړى ؤ چې د راول ډيم غاړې ته دغه ځائ دوئ د ځوان کول د لامبو د جديد تربيت لپاره کاروي.

خو دعدالتي فيصلې ترمخه نيوي دغلته دځمکو تجارت پيل کړی دى او تر دې چې د سمندري ځواکونو ځېنو حاضر سروس افسرانو د پراپرټۍ یا د ځمکو دکاروبار دفترونه پرانستي دي.

پاکستان کې وړاندې نه د پوځ دیوې بلې کاروباري ادارې ډي ايچ اى د قانوني حيثيت په اړه سوالونه راپورته کیږي خو د پوځ دريځ دى ډي ايچ اى د باقاعده ارډينينس ياقانون د لاندې کار کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG