لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپوټونه: ټي ټي‌ پي سره مذاکراتو لپاره پاکستان جرګه ټاکلې ده


رپوټونه وايي د پاکستاني حکومت او د ناقانونه وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د لومړیو خبرو د پېل وروسته حکومت د قبايلي ضلعو او د مالاکنډ د مشرانو د ١٣٠ غړو جرګه ټاکلې چې د يادې ډلې سره روانې کړی شوې خبرې پرمخ بوځي ۔

د پاکستان دحکومت له لوري ددغه پرمختګ په اړه نه خوپخلی شوی او نه يې دغه رپوټونه رد کړي دي خوپه پېښور کې دانګرېزۍ ورځپاڼې ”دي نيوز“ خبريال مشتاق يوسفزی وایي ، تېره ورځ د جرګې دپاره ټاکل شوي غړي پېښور ته بلل شوي وو اوبيا دپوځي اسټبلېشمنټ له خوا طالبانو سره دشوؤ خبرو اترواؤ پرمختګونو نه هم خبر کړی شوي دي۔

دا په داسې حال کې ده چې تیره اوونۍ په مطبوعاتو داسې رپورټونه مخې ته راغلي وؤ‌ چې تحریک طالبان پاکستان سره دخبرو اترو په لړ کې دپاکستان داستخباراتي شبکې پخواني مشر اؤ دپېښور موجوده کورکمانډر جنرال فیض حمید هم دکابل سفر کړی دی.

تر دې مخکې دمسیدو اؤ دملاکنډ دمشرانو یوه جرګه هم پاکستاني طالبانو سره خبرو اترو لپاره کابل ته لیږل شوې وه اؤ د افغانستان دطالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویټر منلې وه چې کابل کې دټي ټي پي اؤ پاکستان ترمنځ بریالۍ خبرې سرته رسیدلې دي.

دسولې په دغو خبرو کې دافغانستان طالبانو دمنځګړتوب رول لوبولی اؤ پخپله دا افغان طالبانو هم منلې ده.

خبریال مشتاق يوسفزي وي او ای ډيوه سره خبرو کې وویل ده ټي ټي‌ پي سره مذاکراتو لپاره دټاکل شوې چرې د ځېنو غړوسره خبرې هم کړي دي اوهغوي ورته په ډاګه کړې ده چې د مئ دمياشتې په ٢٩یا٣٠مه به افغانستان ته سفر کوي او ددې دپاره حکومت سفري انتظامات هم سرته رسولي دي ۔

د تحريک طالبان پاکستان له خوا د روانې مياشتې تر ٣٠مې نیټې اوربند هم اعلان شوی او تر دې وړاندې د يادې ډلې د دوو مهمو کمانډرانو مسلم خان او محمود خان د خوشې کولو خبرونه هم مخې ته راغلي وؤ چې دغه رپورټونه حکومت نه خو رد کړي او نه يي تاييد کړي دي ۔

په اسلام اباد کې مېشت خبريال طاهر خان دپاکستان اؤ ټي ټي پي ترمنځ خبرو کې دغه پرمختګ مهم ګڼي او وایي ښکاري داسې چې دواړه لوري ددې خبرو کاميابیدو ته لېواله دي .

خو هغه ډیوه ته وایي تر اوسه چې دې مذاکراتو کې کوم شرطونه دطالبانو له لوري او کوم شرطونه د پاکستان دحکومت لخوا وړاندې شوي دي هغه لا نه دي څرګند کړې شوي ۔

طاهر خان زياته کړه د حکومت دپاره ځېني شرطونه عملي کول خو ممکن دي چې په دغو کې لکه د طالبانو بندي مشران خوشې کول خو بيا ځېنې شرطونه داسې وي چې هغه منل مشکل وي .

دنوموړي په وینا د خبرو په مخه تلل خپله هم یو مهم پرمختګ دی خو د راروانو نتيحوپه اړه دا وخت يوازې اندازې لګول کیدای شي او په غوڅه توګه څه ویل به له وخته مخکې وي

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG