لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني طالبان وايي پاکستان د دوی په ضد په افغانستان کې ډورن حمله کړې ده


د رویټرز ترمخه فقیر محمد د ټي ټي پي پخوانی نایب مشر دی او د تېرو اتوو کلونو راهسې د افغانستان په باګرام زندان کې بند و او د اګست په میاشت کې په کابل د طالبانو د واکمنېدو نه پس ازاد شوی دی
د رویټرز ترمخه فقیر محمد د ټي ټي پي پخوانی نایب مشر دی او د تېرو اتوو کلونو راهسې د افغانستان په باګرام زندان کې بند و او د اګست په میاشت کې په کابل د طالبانو د واکمنېدو نه پس ازاد شوی دی

په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د یو مشر مولوي فقیر محمد کور پاکستان په ډورن حمله په نخښه کړی و خو په کور وېشتل شوی راکټ نه دی چاودېدلی. دا خبر رویټرز خبري ادارې د پاکستاني طالبانو د سرچینو له قوله خپور کړی دی.

د رویټرز ترمخه د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي بي یو غړي وویل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ شوي حمله کې ډرون د مولوي فقیرمحمد حجره په هدف کړي وه.

ای اېف پي خبري ادارې ویلي د ټي ټي پي په ضد مبینه ډورن حمله د افغانستان کونړ ولایت په کلي کې شوي ده.

ای اېف پي ووویل د طالبانو یو ترجمان بلال کریمي خبري ادارې ته وویل په کونړ کې چاودنه د باورودي موادو نه شوي ده خو هغه نور څه تفصیل وړاندې نکړو.

رویټرز او نه هم د ای اېف پي په رپورټونو کې داسې څه معلومات نه وو چې د پاکستان حکومت او یا پوځ په دي اړه څه ویلي دي؟

رویټرز وویل د ټي ټي پي سرچینې ورته وویل د ماسپښين درې نېمې بجې وخت وو چې په اسمان کې ډورن ناڅاپه راڅرګند شو "مونږ پرېشانه شوو او مولوي فقیر ته مو مشوره ورکړه چې محفوظ ځای ته لاړ شه خو هغه انکار وکړو او دلیل یې راکړو د ورځې په وخت پټېدل ممکن نه دي."

رویټرز وايي د ټي ټي پي غړو ورسره د هغوی نومونو د نه څرګندولو په شرط خبرې کړي دي.

د ټي ټي پي سرچینو وویل د ډرون د ښکاره کېدو نه قریباً ګنټه وروسته مولوي فقیر محمد چې د کور نه حجرې ته لاړو نو حمله وشوه، مزایل د هغه نه قریباً درې میټره فاصله کې وغورځېدو خو و نه چاودېدو.

د رویټرز ترمخه فقیر محمد د ټي ټي پي پخوانی نایب مشر دی او د تېرو اتوو کلونو راهسې د افغانستان په باګرام زندان کې بند و او د اګست په میاشت کې په کابل د طالبانو د واکمنېدو نه پس ازاد شوی دی.

رویټرز وايي په مولوي فقیر محمد د ډورن د مبینه حملې خبره په داسې حال کې شوي ده چې د پاکستان حکومت او د ټي ټي پي ترمنځ عارضي ډزبندي بندي تېره هفته ختمه شوي او ټي ټي پي په ورستیو ورځو کې د یو شمېر حملو مسولیت منلی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG