لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان سند او پنجاب صوبو په "زندگي تماشه" نومې فلم عارضي پابندي ولگوله


تېره هفته عرفان علي کهوسټ وزیراعظم عمران خان ته هم په یو خط کې د فلم ته ورپېښو مشکلاتو ذکر وکړو او ویې وېل ځېنی عناصر د فلم مخه نیسي او ډان په خپل رپورټ کې وویل عرفان علي کهوسټ وویل د فلم مخالف د دې باوجود هم کېږي چې ټولو سېنسر بورډونو د ریلېز دپاره منظور کړی دی
تېره هفته عرفان علي کهوسټ وزیراعظم عمران خان ته هم په یو خط کې د فلم ته ورپېښو مشکلاتو ذکر وکړو او ویې وېل ځېنی عناصر د فلم مخه نیسي او ډان په خپل رپورټ کې وویل عرفان علي کهوسټ وویل د فلم مخالف د دې باوجود هم کېږي چې ټولو سېنسر بورډونو د ریلېز دپاره منظور کړی دی

د پاکستان سند او پنجاب صوبو د "زندگي تماشه" نومې فلم په نمایش موقتي پابندي ولگولې خو د فلم هدایتکار عدالت نه د تحفظ غوښتنه کړي او ویلي یې دي یوه مذهبي ډله ورته د فلم په سر دړکې ورکوي او گواښونه کوي چې فلم دې په پاکستاني سېنماگانو کې و نښودل شي.

د "زندگي تماشه" هداتیکار عرفان علي کهوسټ د لاهور یو عدالت ته ویلي چې د فلم مقصد د ټولنې نرم اړخ ښودل، د خلکو د ذهنونو نه فشار لېرې کول او په خلکو کې مثبتو روییو ته وده ورکول دي خو مخالفین وايي په فلم کې د دوو مرکزي مذهبي کردارونو سپکاوی شوی دی.

ټاکل شوي وه چې "زندگي تماشه" به د جنورۍ په ٢۴ نیټه په سېنماگانو کې د نندارې دپاره پېښ کېدو.

د پاکستان ډان ورځپاڼي د نهې، سه شنبې، په ورځ په خپل رپورټ کې وویل په "زندگي تماشه" د پابندۍ لگولو په اړه د سند فلم سېنسرزبورډ په خپل امر کې وویل چې که چېرې د فلم د نندارې اجازت ورکړی شو نو په نتیجه کې به یې ناارامي راوپاریږي. د رپورټ ترمخه، د سند سېنسربورډ وویل د ټولنې په مذهبي برخه کې به دغه ناامني زیاته وي.

د سند سنسربورډ سېنماگانو ته هدایت وکړو چې د حکومت تر بلې فیصلې پورې ته د "زندگي تماشه" فلم نندارې ته نه پېښ کوي.

ډان ورځپاڼې په خپل رپورټ کې وویل د پنجاب حکومت هم د "زندگي تماشه" هدایتکار خبر کړی چې حکومت به فلم ته بیا کتنه کوي ځکه چې په اړه یې مختلفو خواو شکایتونه کړې دي. د فېبرورۍ په دریمه نیټه به د یوې کمېټۍ غړي په سېنما کې د فلم کتنه کوي او بیا به حتمي فیصله کوي. حکومت هداتیکار ته وویل تر دغه وخت دې فلم ونښودل شي.

هدایتکار عرفان علي کهوسټ د لاهور یو سول عدالت ته وویل چې تحریک لبېک پاکستان (ټي اېل پي) نومې ډله فلم نندارې ته د وړاندې کولو په لاره کې خنډان راولاړوي. ښاغلي کهوسټ په خپل خواست کې وغوښتل چې ډله دې ودرول شي چې په پرامنه ډول د فلم په ښودلو کې دې مداخلت نه کوي.

ډان ورځپاڼې په خپل رپورټ کې وویل د نهې، سه شنبې، په ورځ په عدالت کې د عرفان علي کهوسټ په خواست اورېدنه وشوه او جج ټولو اړونده فریقېنو ته خپل خپل دریځ وړاندې کولو دپاره د شورو، چهارشنبې، ورځ ورکړه.

تېره هفته عرفان علي کهوسټ وزیراعظم عمران خان ته هم په یو خط کې د فلم ته ورپېښو مشکلاتو ذکر وکړو او ویې وېل ځېنی عناصر د فلم مخه نیسي او ډان په خپل رپورټ کې وویل عرفان علي کهوسټ وویل د فلم مخالف د دې باوجود هم کېږي چې ټولو سېنسر بورډونو د ریلېز دپاره منظور کړی دی.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ عرفان علي کهوسټ په خپل ټوېټر پېغام کې د عامو خلکو نه پوښتنه وکړه چې ایا "زندگي تماشه" دې وښودل شي او که نا؟ هغه وویل په فلم کې د اعتراض وړ هیڅ مواد نشته او سېنسربورډونو د نندارې دپاره منظور کړی دی.

د وي او ای ډیوه خبریال ارشدحسین د اسلام اباد څخه په خپل رپورټ کې وايي د "زندگي تماشه" په اړه وفاقي حکومت څه کره دریځ نه دی ښکاره کړی خو گل، دوشنبې، په ورځ د قومي اسمبلۍ د اطلاعاتو او نشریاتو کمیټۍ په غونډه کې د کمېټۍ غړي امین الحق د "زندگي تماشه" معامله راپورته کړه او ویې وېل که چېرې د فلم د ښودلو په نتیجه کې په ملک د امن او امان مسله راولاړیږي نو د نندارې دپاره دې ونښودل شي.

بلخوا، د ټي اېل پي ترجمان چوهدري رضوان احمد د وي او ای ډیوه سره خبرو کې وویل دوی عرفان علي کهوسټ ته هیڅ دړکې نه دي ورکړي خو ویې وېل ډله به یې د شور، چهارشنبې، په ورځ د "زندگي تماشه" خلاف په ټول پاکستان کې مظآهرې کوي. هغه وویل د یو جومات امام او نعت خوان د "زندگي تماشه" مرکزي کردارونه دي او د دوی د متنازعه کېدو کوښښ شوی دی.

په پاکستان کې د "زندگي تماشه" په سر شخړه په داسې حال کې رپورټ کېږي چې د انساني حقونو نړیوالې ادارې هیومن رایټس واچ د پاکستان په اړه د کال ٢٠١٩ په رپورټ کې ویلي په هېواد کې مطبوعاتو او د رای د ازادیو موقعې کمې شوي او خطرات زیات شوي دي او د پاکستان د مذهب د سپکاوي قوانین په ناسمه ډول استعمالېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG