لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان خارجه وزیر: د ګاونډیو هېوادونو ګټې په افغانستان کې د سولې او ثبات سره تړلي دي


د ايران خارجه وزارت د پاکستان د بهرنیو د چارو وزیر له قوله وویل چې بلاول بهټو د امریکا او نورو هیوادونو نه یې غوښتنه وکړه چې د افغانستان منجمد اثاثې دې بېرته افغانستان ته ورکړي او طالبان دې خپل هېواد کې ټول شموله حکومت جوړ کړي
د ايران خارجه وزارت د پاکستان د بهرنیو د چارو وزیر له قوله وویل چې بلاول بهټو د امریکا او نورو هیوادونو نه یې غوښتنه وکړه چې د افغانستان منجمد اثاثې دې بېرته افغانستان ته ورکړي او طالبان دې خپل هېواد کې ټول شموله حکومت جوړ کړي

د پاکستان د بهرنیو وزیر بلاول بهټو زرداري د ایران د سفر په مهال په تهران کې د ایراني هم منصب حسېن امير عبداللهيان لیدلي سره په لیدنه کې د افغانستان په اړه خبرې کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ويلي، د پاکستان خارجه وزير بلاول بهټو زرداری په افغانستان کې د امنیت او ثبات په اړه د اندېښنو څرګندونه وکړه او ویې وېل د پاکستان او ګاونډیو هېوادونو ګټې په افغانستان کې د سولې او ثبات سره تړلي دي او پکار ده چې په دې نازک پړاو نړۍ او ګاونډي هېوادونه د افغانستان سره ملاتړ وکړي.

د ايران خارجه وزارت د پاکستان د بهرنیو د چارو وزیر له قوله وویل چې بلاول بهټو د امریکا او نورو هیوادونو نه یې غوښتنه وکړه چې د افغانستان منجمد اثاثې دې بېرته افغانستان ته ورکړي او طالبان دې خپل هېواد کې ټول شموله حکومت جوړ کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بهټو په طالبانو غږ وکړو چې په افغانستان کې د امنيت ټينګولو او ترهګرۍ د ختمون د پاره دي کوټلي اقدامات وکړي.

د ایران د بهرنيو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان هم ویلي چې په دغه لیدنه کې دواړو لورو «په افغانستان کې د ټول شموله حکومت پر جوړېدو» باندې ټینګار وکړو..

په افغانستان کې د طالبانوپه واک کې د راتلو وروسته ایراني چارواکو څو ځله په دغه هیواد کې د ټول شموله حکومت په جوړېدو ټینګار کړی دی.

هر څه که نړۍ د طالبانو نه د ټول شموله حکومت غوښتنې کوي خو طالبان وايي د دوی حکومت ټولشموله دی او د افغانستان له ټولو قومونو څخه تشکیل شوی دی. طالب چارواکو دغه غوښتنې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخلت بللې دی.

بلخوا اېمنسټي انټرنېشنل د افغان یوټیوبر اجمل حقیقي نیول کېدو ته په اشاره ویلي چې د طالبانو دغه اقدام د بیان ازادۍ د ځپلو لپاره دی.

خو د طالبانو د استخباراتو اداره وايي افغان یوټیوبر اجمل حقیقي او د هغه ځینې همکاران یې «اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي» په تور نیولي.

ښاغلی حقیقي د جامو ماډلېنګ کاوه چې دا مهال په یوټیوب کې په خپل نوم چاینل هم لري چې په بېلابېلو ټولنیزو او تفریحي مسایلو خپرونې کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي آسیا د برخې کارکوونکې فرشتې عباسي د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل: "دغه کسان اوس هم بندیان دي، په هغوی هیڅ تور نه دی ثابت شوی هیڅ وکیل او د کورنۍ غړیو یې هغوی نه دي لیدلي.دغه نیونې د بیان ازادۍ د ځپلو په برخه کې د طالبانو لخوا تازه نیونې دي."

مېرمن فرشتې زياته کړه چې طالبانو له بېلابېلو ډلو څخه د ملاتړ په تور د (صدای افتاب» راډیو مدیر میرزا حسین د مۍ پر ۲۴مه په هرات او د مۍ پر لسمه یې د خان محمد سیال په نوم د ټېلي وژن يو خبریال په ارزګان ولایت کې له کوم وضاحت پرته نیولی دی. چې د جون تر نیمايي پورې یو هم نه دي ازاد شوی.

هغې ویلي چې د طالبانو لخوا د رسنیو کار کوونکي د مشکوکو جنایتونو په اړه په زور سره اعتراف ته اړیستل نورو ته دا پیغام رسوي چې د طالبانو قوانینو ته غاړه کیږدي.

طالبانو تر دامهاله د بخښنې نړیوال سازمان د څېړونکي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي. خو د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي تیره ورځ له یوې سیمه ییزې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي وو چې خبریالان د هغوی په ټولنيزه رسنيو د خپلو فعاليتونو له آمله نه نیول کیږي.

په افغانستان د بیا واکمنېدو نه پس د طالبانو ترجمان ‌ذبیح الله مجاهدویلي وو د افغانانو د بنیادي حقونو احترام به کوي
په افغانستان د بیا واکمنېدو نه پس د طالبانو ترجمان ‌ذبیح الله مجاهدویلي وو د افغانانو د بنیادي حقونو احترام به کوي

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) هم د طالبانو لخوا د خبریالانو د نیول کېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او له هغوي نه یې غوښتي و چې نیول شوي خبریالان بیرته خوشې کړي.

بلخوا په افغانستان کې د سپريم کورټ يا سترې محکمې د دفتر يو شمېر ښځينه کارکونکو د سپريم کوټ مخې ته احتجاج کړی او د طالبانو نه يې غوښتنه کړې چې دوي ته دې خپلې پوره تنخواګانې ورکړي.

مظاهره کونکې مېرمنې وايي،‌ دوي ته ‌ له تېرو ۱۰ مياشتو رهسې معاش يا تنخوا ګانې نه دي ورکړل شوي.

په افغانستان کې رپوټونه وايي‌د طالبانو په واک کې د راتلو سره د اوه نه تر نهه لکو پورې ښځې د خپلو نوکرو نه بې برخې شوي دي، او په هېواد کې د بې روزګارۍ کچه نوره ډېره لوړه شوې ده.

يادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای اشنا څانګې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG