لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان په رسمي ډول ټي ټي پي سره د خبرو  تصدیق کړی، ځینو  پښتنو سياستوالو ټي ټي پی سره خبرې رد کړې


د پاکستان حکومت د تحریک طالبان پاکستان سره خبرې/ مذاکرات کول په رسمي ډول منلي، او د ټي ټي پي لخوا د ډز بندۍ غځولو هرکلی يې کړی دی. خو بل لور ته پښتنو سياستوالو په دغو مذاکراتو پوښتنې را ولاړې کړي چې په دغو خبرو پارلیمان په اعتماد کې اخستی شوی؟ يا دا جرګه چا جوړه کړې ده؟.

د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د خبرو په اړه د اطلاعاتو مرکزي وزيرې مريم اورنګزېب د جمعې په ورځ (درېم جون) اسلام اباد کې د خبرې غونډې په مهال وويل،

"د کال 2021 د اکتوبر په مياشت کې دا خبرې پېل شوې وې، دا خبرې په حکومتي کچه روانې دي د افغانستان حکومت يې سهولت کاري کوي په کې دې حکومتي او پوځي استازي شامل دي"

هغې وويل، "نن يو خبر پاڼه راغلې چې ډز بندي پکې غځول شوې ده، مونږ يې په حکومتي کچه هر کلی کوو، دا ټولې خبرې د ايين په دايره کې کيږي، او کله چې دا خبرې پای ته رسي او حکومت به يې منظوري ورکوي، او د دواړو خواو به په متفقه توګه خبره کيږي، ځکه نن خبر پاڼه راغلې ده، چې جرګه څه خبره هم کوي د پارلیمان او حکومت په منظورۍ سره به کيږي".

مريم اورنګزېب دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې د شورو/ چهارشنبې په ورځ (لومړي جون) د قبايلي ضلعو او ملاکنډ ډويژن نزدې 50 کسيزه جرګه کابل ته د ټي ټي پي سره خبرو له تللې او پرون بيرته ستنه شوې ده.

د زيارت په ماسخوتن ناوخته د جرګې درېو غړو وي او اې ډيوه ته ويلي وو، د دوه ورځو له خبرو وروسته جرګه ختمه شوې ده او په دې خبرو کې دواړو خواوو (جرګې او پاکستاني طالبانو) په خبرو جاري ساتلو، د ډزبندۍ په غځولو او د مذاکراتو د عمل مخ په وړاندې بوتلو د پاره په نورو ناستو اتفاق کړی دی.

دغه خبرې د پاکستاني طالبانو لخوا په جاري شوې يوه خبر پاڼه کې هم شوي دي.

د جرګې يو غړي ډيوه ته ويلي دغه خبر پاڼه پاکستاني طالبانو او د جرګې غړو په شريکه ليکلې او د دواړو دریځ پکې شامل دی.

خو د ټي ټي پي سره مذاکراتو ته پښتنو سياستوالو سخت غبرګون ويلي دی.

د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان ويلي، دوی په مذاکراتو نظر ساتي، او چې څه فېصله راځي عوامي نيشنل ګوند به پرې خپله تګلاره وړاندې کوي.

هغه پرون په پېښور کې يوې غونډې ته په وېنا کې وويل،"که چرته دا عمل (مذاکرات) رياستي دی او جرګه رياست کوي نو په رياست کې د ټولو نه بالا پارلیمان دی، پکار ده چې د دې جرګې ټول تفصيلات پارلیمان ته وړاندې کړی شي".

هغه وويل،" مونږ د امن دپاره هر څه کولو ته تیار يو خو دا خبره دې واضحه وي خو مونږ د خپلو خوېندو، مېندو، ځلمو، مشرانو او بچو قاتلانو معاف کولو ته قطعا تيار نه يو، مونږ چري هم دا خبره نه منو". هغه په خپلو خبرو کې د پېښور په ارمي پبلک سکول د وژل شوو ماشومانو يادګېرنه هم وکړه.

د ملي جمهوري غورځنګ مشر او د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ ويلي، "په دغو مذاکراتو ما څلور/ پینځه ورځې وړاندې په پارلیمان کې سوال راپورته کړو نو هیچا جواب نه راکولو، زه په دې پوی يم چې په غټه کچه خلک په دې نه وو خبر، او دا هم هغه زړه فارمولا بيا په ځای کول کيږي، چې خبره څوک بل څوک وکړي او بيا دوی ته اووايي چې تاسو يې ومنئ، نو دا انتهايي نامناسبه خبره ده".

هغه وويل، "په دې طريقو سره سياسي عمل مخکې تلی نه شي او هر سياسي چې عمل په دې طريقې سره مخکې ځي چې پارلیمنټ په اعتماد کې نه وي اخستی شوی او په توره شپه کې فېصله کيږي نو د هغې نقصان زیات وي او فايده يې نه وي".

افراسياب خټک د مريم اورنګزېب خبرو ته په غبرګون کې ليکلي، "د طالبانو سره تش په نوم مذاکرات د 2014 د نيشنل اېکشن پلان ښکاره سرغړونه ده. په بل ملک کې د لاقانونه ترهګر تنظیم سره په اييني بدلولونو د مذاکراتو پاليسي، کله، څنګه او چا جوړه کړې؟ جرګه چا جوړه کړې؟ يا د معمول ترمخه عمل وړومبی او منظوري وروسته اخستل شوې ده".

کابل ته د تللې جرګې غړو وي او اې ډيوه ته دوه ورځې وړاندې ويلي وو، د ټي ټي پي د مشر او کابينې سره يې ليدلي خو د طالبانو سرچينو بيا ويلي د تحريک طالبان پاکستان د لوري د مذاکراتو د کميټۍ مشر عمر خالد خراساني او د هغه د ملګرو سره يې خبرې شوي دي.

د طالبانو سرچينو ويلي، د جرګې غړو سره د ډز بندۍ غځولو نه علاوه بلې کومې مهمې پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

د طالبانو لخوا غوښتنه شوې وه چې د قبايلي سيمې/ پخوانۍ فاټا زوړ حيثيت دې بحال کړی شي او د دوي د تنظيمي ډهانچې سره دې واپسي باوري کړی شي خو جرګې ورته په دغه اړه کوم کوټلی باور نه دی ورکړی.

د طالبانو سرچينو ډيوه ته ويلي د دوي په نظر دا جرګه بې اختياره وه او دوي د هغو مذاکراتو د نتيجې په تمه دي کوم چي د پاکستان د پوځ سره روان دي.

خو د پاکستان پوځ تر اوسه په رسيمې ډول دا نه ده تاييد کړې چې ګنې دوی د طالبانو سره مذاکرات کوي.

(په دې خبر کې ځينې مالومات د وي او اې ډيوه خبريال ارشد مومند شريک کړي دي).

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG