لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ملېشیا کې بې درکه شوی پاکستانی خبریال په  پاکستان کې قېد دی


د ار اېس اېف د جنوبي اېشیا د چارو مسول ډېنیل باسټرډ وايي د تېرو څو کلونو راهسې په پاکستان کې د خبریالانو د زورول کېدو لړۍ دوام لري خو اوس د ملک نه بهر ههم د خبریالان په هدف کېدل مخ په زیاتېدو دي
د ار اېس اېف د جنوبي اېشیا د چارو مسول ډېنیل باسټرډ وايي د تېرو څو کلونو راهسې په پاکستان کې د خبریالانو د زورول کېدو لړۍ دوام لري خو اوس د ملک نه بهر ههم د خبریالان په هدف کېدل مخ په زیاتېدو دي

پاکستانی خبریال سید فواد علي شاه قریباً شپږ میاشتې مخکې د ملېشیا سرښار کوالالمپور کې د خپل کور نه بې درکه شوی و او د هغه مېرمن، سیده، وايي تېره میاشت چې ورته په ټېلې فون ووېل شو چې خاوند يې په پاکستان کې قېد دی نو یقین یې نه و، ګڼل يې چې ګنې دا د هغې د نیولو دپاره یو دام دی.

د وي او ای رپورټ وايي د ملېشیا چارواکو د سږ کال د جنورۍ کې ومنله چې خبریال یې د پاکستان په خواست پاکستان ته لېږلی یا ډيپورټ کړی و.

د دې نه مخکې به پاکستاني چارواکو وېل چې فواد علي په پاکستان کې نه دی.

سیده وايي هغې ته د خاوند د کېس په اړه دړکې ورکړی کېدلی او هم ځکه چې ورته تېره میاشت په ټېلې فون وویل شوو چې خاوند يې په پاکستان کې دی نو یقین یې نه کولو.

هغې په ټېلې فون د خاوند په اړه معلومات ورکړی کېدل دام نه و او د فېبرورۍ په نهمه نېټه یې بالاخر د خاوند سره په جېل کې ملاقات وشو.

سیدې وي او ای ته وویل چې د ملاقات په وخت هغه او خاوند یې دواړه جذباتي شوي وو او د هغې سترګې د اوښکو نه ډکې وې. هغې په اخېري ځل خاوند سره د 2022 د اګست د میاشت په 22 نېټه کړې وې. هغه په پاکستان کې وه او خاوند يې د 2011 راهسې په ملېشیا کې پناه اخېستې وه.

اوس چې د سید فواد علي شاه درک معلوم شوی، د هغه مېرمن او د هغه وکیلان په ورو ورو د هغه د نیول کېدو په اړه معلومات ترلاسه کوي.

سید فواد علي شاه ویلي هغه په سټرېچر یا د مریض په کټ د مېلشیا نه پاکستان ته منتقل کړی شوی دی. هغه ګڼي چې د بې هوشۍ دوا ورکړی شوي وه او پاکستان کې په مختلفو زندانونو کې ساتل شوی دی.

د خبریالانو نړیوال تنظیم رپورټرز ود اوټ بارډز، ار اېس ویلي، پاکستان سید فواد علي شاه د خلکو د بدنامولو، چارواکو د ویرولو او په انټرنېټ د درغو، غیر سنجیده، او جعلي معلوماتو د خپرولو په الزام نیولی دی.

د شاه وکیلان او د مطبوعاتو د ازادۍ فعالان وايي په خبریال پورې کړی شوي الزامات بې بنیاده دي او هغه ځکه نیول شوی چې په خپلو خبرونو کې یې د پاکستان په طاقتورو استخباراتي ادارو تنقید کړی و.

د وي او ای رپورټ وايي کله چې پاکستان غوښتنه وکړه چې سید فواد علي شاه دې پاکستان ته ډیپورټ کړی شي نو د ملېشیا چاراکو وېل چې شاه د پولیس افسر دی او د انضباطي عمل په لړ کې مطلوب دی. د هغه مېرمن وايی شاه هېڅ‌ کله هم په پولیس کې نه دی پاتې شوی.

د پاکستان د خارجه وزارت ترجمانې ممتاز زهره بلوچ د شاه په اړه د وي او ای د پوښتنې په جواب کې وویل چې د هغه کېس په عدالت کې دی نو ځکه يې په دې اړه څه خبره نه شي کولی. هغې زایاته کړه چې عدالت به شواهد ګوري او انصاف به کوي.

په اسلام اباد کې د شاه وکیلا یا قانون پوهه ایمان مزاري حاضر وايي د خبریال خلاف په بېلو بېلو ځایونو کې مختلف قانوني شکایت درج کړی شوي دي. مېرمن حاضر وویل دا ټول عمل د خبریال د زورولو دپاره جوړ کړی شوی دی چې د قانوني عمل ناجایزه استعمال دی. هغه وویل ټول عمل ته داسې شکل ورکړی شوی چې په مالي، نفسیاتي او جسماني کچه دې ستړی کړي.

باوجود د دې چې شاه د تېر کال د اګست د میاشت راهسې په پاکستان کې دی، ایمان مزاري حاضر وویل پولیس په هغه مقدمه د شروع کولو دپاره هېڅ اقدامات نه دي کړی.

ایمان مزاري حاضر د ملېشیا په حکومت هم تنقید وکړو چې د شاه په معامله کې يې د غفلت نه کار اخیستی دی.

په واشنګټن کې د ملېشیا سفارتخانې د وي او ای خواستونو ته څه جواب نه دی ویلی.

د ملېشیا سر ښار کوالالمپور کې د پاکستان های کمشنره یا سفیره امنه بلوچ وي او ای ته تېره هفته وویل چې د شاه د معاملې په اړه تفصیل نه لري.

د شاه مېرمن او وکیلې سره د خبرو وروسته ار اېس اېف ویلي د پاکستان تحقیقاتي ادارې اېف ای ای خبریال په ګمنامۍ کې په مختلفو جېلونو کې بند ساتلی و.

د پېښور مرکزي زندان ته د منتقل کېدو نه مخکې سید فواد علي شاه په رسمي ډول د فېبرورۍ په نهمه نېټه د راولپنډۍ اډیالې جېل ته منتقل کړی شو.

په واشنګټن کې د پاکستان سفارت د وي او ای پوښتنو ته څه جواب نه دی ویلی.

د شاه مېرمن ګڼي چې د خاوند صحت یې ښه نه دی او په مبینه توګه د تشدد غمازي کوي. هغه نه د خپل وضعیت په اړه څه نه دي ویلي.

وکیلان او د هغه پلویان غواړي چې سید فواد علي شاه د ازاد او پاکستان نه دې بهر ولېږل شي. ایمان مزاري حاضر وايي شاه په پاکستان کې محفوظ نه دی.

د ار اېس اېف د جنوبي اېشیا د چارو مسول ډېنیل باسټرډ وايي د تېرو څو کلونو راهسې په پاکستان کې د خبریالانو د زورول کېدو لړۍ دوام لري خو اوس د ملک نه بهر ههم د خبریالان په هدف کېدل مخ په زیاتېدو دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال لیام سکاټ د رپورټ نه اخیستل شوي دي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG