لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خبریالانو په اسلام اباد کې د میډیا ډوېلپمنټ اتهارټۍ خلاف احتجاج وکړو


د حکومت د دریځ برعکس د صحافيانو د اتحاد مرکزي تنظيم پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس وايي دغه قانون په ميډيا د کنټرول ترلاسه کولو د حکومت یو کوښښ دی او د دې پر ضد به احتجاج روان ساتي
د حکومت د دریځ برعکس د صحافيانو د اتحاد مرکزي تنظيم پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس وايي دغه قانون په ميډيا د کنټرول ترلاسه کولو د حکومت یو کوښښ دی او د دې پر ضد به احتجاج روان ساتي

خبریالانو، د سیاسي ګوندونو مشرانو، وکیلانو او د شهري او انساني حقونو فعالانو د مطبوعاتو د انتظام دپاره د حکومت د مجوزه ادارې په ضد په اسلام اباد کې ګل، دوشنبې، په ورځ د پارلېمنټ مخې ته احتجاج وکړو.

د تحريک انصاف حکومت په پارلېمڼت کې د یو قانون د منظورۍ دلارې د مطبوعاتو د انتظام دپاره ميډيا ډوېلپمنټ اتهارټي نومې اداره قایمول غواړي خو صحافیان وايي د مجوزه ادارې دلارې حکومت په مطبوعاتو قدغنونه لګول غواړي. حکومتي مامورین دا خبره ردوي.

د اطلاعاتو وفاقي وزير فواد چودهري د میډیا ډوېلپمنټ اتهارټي په قانون د حکومت د مخالفو ګوندونو او د صحافتي تنظيمونو نيوکې بې ځايه بولي او وايي د قانون مقصد د صحافيانو حقونه يقيني کول دي.

خبريال مظهر عباس وايي په هر حکومت کې په ميډيا بندېزونه لګول شوي دي
خبريال مظهر عباس وايي په هر حکومت کې په ميډيا بندېزونه لګول شوي دي

خو د حکومت د دریځ برعکس د صحافيانو د اتحاد مرکزي تنظيم پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس وايي دغه قانون په ميډيا د کنټرول ترلاسه کولو د حکومت یو کوښښ دی او د دې پر ضد به احتجاج روان ساتي.

د پي اېف یو جی ناصر زېدي وي او ای ډيوه ته د مجوزه قانون په اړه وویل چې د دې قانون د لارې به سنسر شپ په رياستي کچه روا وګرځولی شي، يو سرکاري افسر سرته به دومره اختیار ورکړي چې يو خبريال يا صحافي له به سزا هم ورکولی شي او مطبوعاتي ادارې به هم جرمانه کولی شي.

ښاغلي زېدي وویل د دې نه وړاندې د پاکستان په تاریخ کې په ميډیا د قدغنونو لپاره دغسې قانون سازي نه ده شوي او د دې د لارې به نه يواځې په مطبوعاتو بلکې په ټولنيزو رسنيو (سوشل میډیا) هم بندېزونه لګولی شي. "دا قانون ډېر خطرناک دی. "

د حکومت لوی مخالفو ګوندونه پاکستان مسلم ليګ (ن)، پاکستان پيپلز پارټۍ او جمعیت علما اسلام (ف) هم د مېډیا اتهارټي په دې قانون نيوکې کوي او دا يو رياستي سنسر شپ ګڼي.

د جمعيت علما اسلام يو مشر مولانا حمد الله ډيوه ته وېلي چې کله عمران خان په حکومت کې نه و نو دا به يې وېل چې هر کرپټ حکومت په ميډيا بندېزونه لګول غواړي خو اوس چې په حکومت کې دی نو په ميډيا خپله بندېزونه لګوي.

هغه وايي: زما ګمان دا دی چې د ډکټېټر او امر په زمانه کې به هم د داسې قانون جوړېدو هسه نه وي شوي لکه چې څنګه چې د عمران خان په حکومت کې دی. دا د عمران خان خپله وېنا ده چې کله دی په اپوزيشن کې و چې په کوم حکومت کې په جرمونو کې ککړ خلک وي د هغه به تل دا هڅه وي چې په ميډيا به بندېزونه لګوي.

خبريال مظهر عباس وايي په هر حکومت کې په ميډيا بندېزونه لګول شوي دي. د دې نه وړاندې د پاکستان مسلم ليګ (ن) په حکومت کې د الېکټرانک کراېم بل په نامه قانون جوړ شوی و خو يواځې د مخالفينو پر ضد کارولی شوی و. هم داسې دا خبره هم يقيني ده چې ميډيا ډوېلپمنټ اتهارټي نومي قانون به هم د سياسي انتقام او اوازونه غلي کولو د پاره کارولی کيږي.

د اطلاعاتو وفاقي وزير فواد چودهري
د اطلاعاتو وفاقي وزير فواد چودهري

هغه وايي: پاکستان کې کله فوځي امرانو په صحافت بندېزونه لګوي او او کله جمهوري حکومتونه، اوس يو منتخب حکومت او د جمهوريت دعوې کونکي پاکستان تحريک انصاف په ميډيا د بندېزونو لګولو هڅه کوي." خو مونږ به د دې پر ضد جنګ جاري ساتو. رياست سره طاقت دی او مونږ سره قلم دی."

خبریالان وايي حکومت تر اوسه پورې د مجوزه قانون لیکل شوي مسوده هم د چاسره نه ده شريکه کړې چې له وجې يې د حکومت پر ضد هم ډېرې پوښتنې راپورته شوي دي.

د صحافيانو د حقونو د پاره کار کونکي نړيوال تنظيمونه وايي په ورستي وختونو په پاکستان کې په مطبوعاتو قدغنونه زیات شوي او پاکستان د صحافيانو لپاره يو خطرناک هېواد دی.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG