لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کشمير:دواورې دگټ راپريوتو له امله 12 کسان وژل شوي


Pakistani Kashmir
دخالي په ورځ چارواکو وئيلي دي چې دپاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې ديو گټ راپريوتو له امله د8ؤ عسکرو پشمول 12 کسان وژل شوي او 9نور بې درکه شوي دي.
دپوځ لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې تيره ورځ ددريوؤ عسکرو مړي ترلاسه شوي وؤ اونن دخالي په ورځ ديو کيپټن پشمول دپينځوؤ عسکرو او څلور اولسي وگړو مړي ترلاسه شوي دي.
دسيمه ييزې انتظاميې دچارواکووينا ده چې هغوي دنورو مړو پيدا کولو لپاره هم هلې ځلې کوي او دامدادي ډلې 9 کسان هم بې درکه شوي دي.
دهند دپولې سره نزدې دپاکستان تر انتظام لاندې کشمير په کيل سيمه کې دجمعې په ورځ په يوه لرې پوسته دوؤ گټونه غورځيدلي وؤ، چې له دې وروستو امدادي پوځي کارروايۍ پيل شوي دي.
دسيمه ييزې انتظاميې يو چارواکي راجا ثاقب منير يو بهرني خبري اژانس سره په دغه اړه خبرو کې وئيلي دي چې پوستې ته دامدادي هلو ځلو لپاره 8 عسکر او 10 اولسي وگړي ليږل شوي وؤ،ټول امدادي کسان ددوهم گټ دراخوئيدو له امله گير شول او مونږ دنورو کسانو دمړو لټون کوؤ.
دروان کال داپريل په مياشت کې دکشمير په لرې پرته سيمه سياچن گليشئير کې دواورې يو ستر گټ په يوه پوځي پوسته ورپريوتى ؤ چې له امله يې 140 پاکستاني پوځيان او اولسي وگړي گير شوي وؤ، وروستو هغوي مړۀ وگرځولى شول او دهغوي دمړو دراويستو کار اوس هم روان دى.
دفرورۍ په مياشت کې دهند تر انتظام لاندې کشمير کې په يو پوځي کيمپ ددوؤ گټانو دغورځيدو له امله 16 دهند عسکر وژل شوي وؤ.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG