لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني طالبانو د کوټه برید پړه منلې


Bomb Blast in Quetta-November 25, 2017
Bomb Blast in Quetta-November 25, 2017

په پاکستان کې غیر قانونه ګرځول شوې تندروه ډلې تحریک طالبان پاکستان د خالي په ورځ د پاکستان ناقراره بلوچستان صوبې په سرښار کوټه کې شوي ځانمرګي برید پړه منلې.

د کوټې په سریاب روډ دغه ځانمرګي برید کې څلور کسان وژل شوي او ۱۹ نور ژوبل شوي دي. دغه چاودنه دخالي په غرمه په سریاب روډ دامنیتي ځواکونو د یو ګاډي په خوا کې شوې ده.

دچاودنې وروستو ګڼ شمیر امنیتي ځواکونه او مرستندویه ډلې د پیښې ځایې ته رسیدلي او امدادي فعالیتونه یې پیل کړي دي. د کوټې دسول هسپتال سرچینو چاودنه کې دڅلورو کسانو د وژل کیدو او ۱۹ؤ نورو دژوبل کیدو پخلی کړی او وایي چې په ژوبلو کې ښځې هم شاملې دي.

دکوټې دپولیسو مشر (سي سي پي او) میډیا ته ویلي چې دا یوه ځانمرګي چاودنه وه او پولیس ته د ځانمرګي پښې او سر په لاس ورغلی دی. دپولیسو مشر زیاته کړې چې ځان وژونکي دسړک په غاړه یو هوټل کې ناست ؤ او چې کله یې دامنیتي ځواکونو ګاډی ولیدو نو ځان یې والوځولو.

هغه وویل په دغه برید کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

په نزدې ورځو کې کوئټه کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ چټک شوې ده چې پکې ګڼ شمیر پولیس افسرانو او مامورینو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

د نومبر په ۱۵مه نېټه د کوټې په نوي کلي کې د نامعلومو کسانو په ډزو د پولیسو یو لوړپوړی مشر محمد الیاس، دهغه میرمن او یو ماشوم زوئ وژل شوي وؤ.

همدغه راز له دې وړاندې په نهم نومبر په چمن روډ یو برید کې د پولیسو ای ایي جي حامد شکیل د ډزو یوه پیښه کې وژل شوی ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG