لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځي مشرانو د پارلېمنټ د قامي سلامتیا کمېټۍ ته د افغانستان په اړه ورستی حال ورکړی


محسن داوړ
محسن داوړ

د پاکستان پوځي مشرانو د پارلېمنټ د قامي سلامتیا کمېټۍ ته د افغانستان او د ملک دننه حالاتو په اړه ورستی حال تېر کړی دی.

د قامي سلامتیا د کمېټۍ غونډه د قومي اسمبلۍ سپېکر اسد قېصر په مشرۍ کې د ګل، دوشنبې، په ورځ وشوه.

د کمېټۍ غونډه د تړل شویو دروازو په شا یا “اېن کېمره” په داسې وخت وشوه چې د پاکستان مرکزي کابيني د حکومت او مخکې لآقانونه ګرځول شوي تحريک لبيک ډلې ترمنځ د لوظنامى د لاندى په تنظيم لګيدلي حکومتي بنديزونه ختم کړي دي.

دى غونډى ته رابللى شوى د پښتون جمهوري غورځنګ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ افغانستان کى د پاکستان کردار لانجمنه بولي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کى هغه وویل پکار خو دا وه چې د پاکستان دغه کردار سره د حکومت د ټي ايل پي لوظنامي او د پوځ لخوا لاقانونه ټي ټي پي سره مذاکراتو په خبرونو باندى د تړلو دروازو په شا پارليمان کې عام بحث شوی وی.

حکومت د يادې تندروه ډلې نوم د کالعدم يا لاقانونه تنظيمونو د نوملړ نه خارج کړى او تحريک لبيک ته یې په راتلونکې کې د سياسي فعاليتونو اجازت ورکړى دی.

له دى وړاندې لاهور نه د اسلام اباد په لورې د تحریک احتجاجي لاريون په مهال حکومت په ټي ايل د تشدد او اړي ګړي الزام پورې کړی و او حکومتي چارواکو ویلي وو د ډلې د پلویانو سره نښتو کې لږ تر لږه شپږ پولیس وژل شوي دي. حکومت د تنظيم سره راتلونکى کى د جنګيالي ډلى چلند خپلولو اعلان هم کړى و.

د قامې سلامتيا د کميټۍ غونډه کې د ګډون نه وړاندى ميډيا سره د خبرو په قامي اسمبلى کى د مخالفه ډلو مشر شهباز شريف غوښتنه وکړه چې د ټي ايل پي سره شوي لوظنامه دې پارلېمنټ ته وړاندې کړی شي.

د قامي سلامتیا د کمېټۍ غونډې په اړه د دفاعي چارو څيړوونکي ډاکټر حسن عسکري وايي امکان دی چې په غونډه کې به زېاتره بحث د افغانستان په حالاتو شوی وي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کى هغه وويل پارليمانې غړي د حکومت ټې ايل پي لوظنامي او د پوځ د لاقانونه تحريک طالبان پاکستان سره ډز بندى په اړه مذاکراتي عمل معامله هم راوچتولى شي.

له دى وړاندى د پاکستان پوځ سرلښکر جرنل قمر جاويد باجوه او د استخباراتي ادارى آې ايس آي مشر جرنل فيض حميد هم سږ کال د جولای په مياشت کې د افغانستان په اړه پارليماني کميټې ته د تړلو دروازو په شا بريفنګ ورکړى و.

پوځي قيادت پارلپماني غړو ته بيا بريفنګ په يو داسى وخت ورکوي چې د افغان طالبان حکومت سره د مرستو په سر پاکستان د نيوکو سره مخامخ دی. د پارليمان قامي سلامتيا کميټي غونډه کې د څلورو واړو صوبو اعلى وزيران، د حکومت مخالفه ګوندونو مشران چې پکې د پيپلز ګوند مشر بلاول بټهو، د عوامي نيشنل پارټۍ امير حيدر هوتي د جميعت علماى اسلام (ف) ډلې اسد محمود او د نورو بيلا بېلو ګوندونو سره تړاو لرونکو د قامي اسمبلى او د سينيټ د دفاع په اړه کميټيانو غړو ګډون وکړو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG