لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مطبوعات: دپاکستان پوځ سیاسي مشرانو ته ویلي ټي ټي پي سره د فاټا په بحالولو خبرې نه کیږي


پاکستاني مطبوعات وایي د پاکستان پوځي مشرتابه سیاسي اؤ حکومتي مشرانو ته سپینه کړې ده چې دپاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) سره به دقبایلي سیمو د زوړ حیثیت په بحالولو هیڅ رقم خبرې نه کیږي.

د نهې په ورځ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ دملي امنیت دکمیټې دبندو دروازو ترشا دترسره شوې غونډې دننه احوال دپاکستان جیو ټيلي ویژن پخپله ویب پاڼه دسرچینو له قوله خپور کړی اؤ ویلي یې دي چې پوځي مشرانو په دغه غونډه کې ویلي طالبانو ته یې هم څرګنده کړې چې دفاټا دانضمام پریکړه به بېرته نه اخستل کیږي.

بلخوا پاکستاني چارواکو او د ټي ټي پي سرچینو ویلي د حکومت او د ټي ټي پي د مذاکراتو لړۍ ودرېدلي ده. د ټي ټي پي سرچينو وي او ای ډيوه ته ويلي د خبرو اترو بيا پېل کېدو او اعتماد سازۍ د پاره د قبايلي مشرانو او علماو سره جرګې روانې دي، خو د زيارت ورځې پورې لا هم خبرې بيا نه دي پېل شوي، پاکستاني چارواکو هم ميډيا ته ويلي چې طالبانو سره یې خبرې ودرېدلي دي.

څيړونکی او خبريال احسان ټېپو وايي په تېرو لسو مياشتو کې د ټي پي پي سر مذاکرت وخت په وخت ودريدلې خو بيا پېل شوي دي، موجوده وخت د خبرو ودرېدو علت د ټي ټي پي لخوا د قبايلي ضلعو پخواني حالت ته واپس کولو غوښتنه ده او د دې ترڅنګ طالبان غواړي چې د خپلې تنظيمي ډهانچي سره خپلو علاقو ته واپس شي خو دا دواړه خبرې د پاکستان حکومت د پاره منل ګران ښکاري

په دې وروستیو کې دافغانستان دطالبانو دحکومت په منځګړتوب کابل کې دپاکستان اؤ ټي پي پي ترمنځ دسولې خبرې شوې چې دمطبوعاتي رپورټونو په اساس دغو مذاکراتو کې دسولې لپاره ټي ټي پي پاکستان ته شرط اېښی ؤ چې اسلام اباد دې دافغانستان سره دپیوست قبایلي ضلعو زوړ حیثیت بیرته پرځائ کړي .

ټي ټي‌ پی دا غوښتنه هم کړې وه چې قبایلي ضلعو نه دې پوځ وویستل شي اؤ هلته دې اسلامي نظام نافذ کړل شي.

له دغو مذاکراتو وروسته پاکستان کې بیلابیلو سیاسي ګوندونو ،څېړونکو اؤ دپېښور‌ د ارمي پبلک اسکول په ترهګریز برید کې د وژل شوؤ ماشومانو کورنیو ټي ټي پي سره دسولې په خبرو کلکې نیوکې کړې وې چې پوځ پخپل سر طالبانو سره د روغې جوړې کولو واک نه لري.

دپاکستان په پوځ دا نیوکې هم کیږي چې طالبانو سره یې پخپل سر خبرې پیل کړي اؤ پارلیمان یې له دې خبرو ناخبره ساتلی دی خو تیره ورځ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ دقامي سلامتیا دکمیټې په غونډه کې پوځي مشرانو دهیواد سیاسي قیادت ته ټي ټي پي سره دشوؤ مذاکراتو په اړه احوال تیر کړی .

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله مطبوعاتو ته ویلي چې تر دې وروسته به دپارلیمان یوه غونډه دبندو دروازو ترشا رابلل کیږي اؤ طالبانو سره دسولې په خبرو به دپارلیمان باور ترلاسه کولی شي.

جیو نیوز ټيلي ویژن پخپله ویب پاڼه لیکلي دقامي سلامتیا دکمیټې دبندو دروازو ترشا دترسره شوې غونډې دننه احوال یې دسرچینو نه ترلاسه کړی اؤ دهغې له مخې پوځ دهیواد سیاسي قیادت ته ویلي چې دفاټا دانضمام په ختمولو به طالبانو سره خبرې نه کیږي نو په نورو نکتو به ورسره خبرې روانې وي.

په نورو نکتو کې طالبانو ته داوښتو زیانونو دمعاوضو ورکولو ترڅنګ دهغوئ دبندي ملګرو خوشې کول هم شامل دي.

د رپورټ له مخې دقامي سلامتیا دکمیټې غونډه کې دایي ایس پي ار ډایریکټر جنرل اؤ دپېښور کور کمانډر لیفټننټ جنرال فیض حمید دهیواد سیاسي مشرانو ته طالبانو سره دترسره شوؤ خبرو په اړوند احوال تیر کړی دی .

رپورټ وایي دې غونډه کې سیاسي مشران په تیرو وختونو کې ټي ټي پي سره دشوؤ تړونونو دتفصیلاتو نه هم خبر کړل شوي دي اؤ په دې خبره صلاح راغلې ده چې په کومو شرطونو ټي ټي پي سره مذاکرات پکار دي دهغې واک باید پارلیمان ته ورکړل شي.

دحکومت له لوري چې دقامي سلامتیا دکمیټې دغونډې په اړه کومه رسمي اعلامیه خپره کړل شوې هغې کې دا نه دي ویل شوي چې ګنې طالبانو سره به دفاټا دانضمام په ختمولو خبرې نه کیږي.

له غونډې وروسته دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله رسنیو ته ویلي چې دقامي سلامتیا دکمیټې غونډه کې پرېکړه شوې چې پاکستاني طالبانو سره به خبرې اترې دپارلیمان دڅارنې لاندې پرمخ وړل کیږي اؤ ټاکل شوې ده چې دا مذاکرات به دپاکستان دایین لاندې کیږي اؤ امن به هم دایین په اساس پرځائ کولی شي.

خو دپاکستان دحکومت اؤ ټي ټي پي ترمنځ په روانو مذاکراتو نظر لرونکی خبریال ناصر داوړ وایي هرکله چې ټي ټي پي په زغرده دپاکستان دایین منلو نه انکار کوي نو دا خبره به دحقیقت نه لرې وي چې ګنې پوځ به په طالبانو دپاکستان دایین لاندې خپلې غوښتنې ومني.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ناصر داوړ وویل پاکستان خو ټي ټي پي ځکه ناچله یا ناقانونه ډله ګرځولې چې هغوئ دپاکستان ایین ته غاړه نه ږدي اؤ اوس چې پوځ یا حکومت وایي ټي ټي‌ پي سره به مذاکرات دپاکستان دایین لاندې پرمخ وړي نو دا ناشونې خبره ده.

یادونه: د دې رپورټ څه معلومات د خبریال ارشدمومند د رپورټ نه هم اخیستل شوي دي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG