لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پوځ طالبانو سره په روانو خبرو اؤ دافغانستان په وضعیت سیاسي قیادت اعتماد کې اخلي


دپاکستان دقامي اسمبلۍ د اسپيکر راجه پرويز اشرف په مشرۍ د پارليمان دقامي سلامتيا دکميټۍ غونډه روانه ده چې پکې د وزير اعظم شهباز شريف سره د بيلا بيلو ګوندونو پارلیماني مشران او پوځي قيادت ګډون کوي

پاکستاني رسنۍ د سرچینو له خولې وایي د تړلو دروازو ترشا کيدونکې دې غونډه کې به دپوځ سر لښکر جنرال قمر جاويد باجوه او د ايي ايس ایي مشر جنرال نويد انجم دملکي امنيت، د افغانستان په حالاتو او د لاقانونه وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان سره د مذاکرات په اړه بريفنګ ورکوي او سياسي قيادت به باور کې اخلي.

غونډه کې د ګډون نه وړاندې دعوامي نېشنل ګوند غړي امير حيدر هوتي وي او اى ډيوه ته ويلي دوي د افغانستان په حالاتو او د ټي ټي پي سره دخبرو اترو په اړه انديښمن دي او پکار وه چې کابل ته دجرګې ليږلو نه وړاندې پارليمان سره مشوره شوې وی.

څيړونکي دپاکستان د حکومت لخوا د ټي ټي پي سره مذاکرات لويه تيروتنه ګرځوي او وايي دغه وسله والې ډلې سره هر رقم سازباز به د رياست ټيټيډل وي.

د قامي سلامتيا دکميټۍ دا غونډه په داسىې وخت کې کيږي چي حکومتي اتحاد کې شامل پيپلزګوند، پښتانه ملت پاله سياستمداران او د واکمن مسلم ليګ نواز ګوند بل ملاتړي عوامي نيشنل ګوند هم د لاقانونه ټي ټي پي سره د مذاکراتو پسر انديښنى ښودلې دي.

غونډه کې د ګډون نه وړاندې د خيبر پښتونخوا صوبې پخواني اعلا وزير او د عوامي نپشنل ګوند د پارليماني کميټۍ غړي امير حيدر خان هوتي وي او اى ډيوه ته وويل دافغانستان په اړه د پاکستان د تګلارى او تحريک طالبان پاکستان سره دخبرو اترو پسر که د دوي انديښنى لرې نه شوې نو د کميټۍ د غونډې وروسته به د خپل ګوند په مشاورت سره دوي خپل غبرګون ورکوي.

تيره مياشت د پاکستان حکومت د قباېلي مشرانو د جرګې د لارې کابل کې د افغان طالبانو په منځګړتوب د لاقانونه ډلې تحريک طالبان پاکستان سره مذاکرات کړي وؤ او طالبانو تر نامعلومې مودې د پاکستان په ضد ډز بندي اعلان کړې ده.

د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزيرې مريم اورنګزيب د ټي ټي پي سره د حکومت د مذاکراتو پخلى کړى او هغي دا دعوه هم کړې ده چې دمذاکراتو دا عمل تير کال دنومبر دمياشتې راهسې روان دی.

سياسي ګوندونه، څيړونکي او دپيښور په ارمي سکول کې دترهګرۍ پيښه کې د وژل شوؤ ماشومانو کورنۍ د لاقانونه ډلې تحریک طالبان سره خبرو اترو ته سخت غبرګون ښايي او په دې هم انديښمن دي چې طالبان د قبايلي سيمو پخوانی حيثيت بحالول غواړي.

د پارليمان د قامي سلامتيا دکميټې دغونډې په اړه د دفاعي چارو ماهر ډاکټر پرويز هود وايي هغه ته معلومه نه ده چې دې غونډه کې به دمذاکراتو په اړه څه ويل کيږي خو د پرويز هود په خبره ټي ټي پي يو دهشت ګرده ډله ده او مذاکرات ورسره کول د حکومت لويه تير وتنه ده.

وي اوا ى ډيوه سره خبرو کې نوموړي ټينګار وکړو چې د تحريک طالبان پاکستان سره د خبرو اترو پځائ د پاکستان رياست ته ددې ډلى په ضد پوځي عمليات کول پکار دي.

ښاغلي پرويز هود زياته کړه د طالبانو سره څه ډول جوړ جاړى به د رياست ټپټيدل وي.

د پاکستان حکومت دا مذاکرات په داسې وخت کې کوي چې پروسکال افغانستان کې د افغان طالبانو له حکومت راتلو وروسته پاکستان کې دټي ټي پي بریدونه زیات شوي دي اؤ دغلته شتون ټي ټي پي او د روان کال لومړیو دریوؤ مياشتو کې د ټي ټي پي په حملو کې ١٠٠ پاکستاني سرتيري وژل شوي دي.

هم سږ کال د اپريل په مياشت کې د پاکستان پوځ د فضايي حملو د لارې د افغانستان کونړ، خوست او جلال اباد کې د لاقانونه ټي ټي پي پټنځايونه په نخښه کړي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG