لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان به اېف اې ټي اېف د خړ فهرست څخه وځي که نه؟ ارزونه يې کيږي


یو اخبار ویلي پاکستان په نړيواله کچه هڅه کړې چې د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو غېر قانونه انتقال د څار نړیوالې ادارې [اېف اې ټي اېف] د خړ فهرست څخه ووځي، خو نه ښکاري چې د راتلونکي کال پورې په دغه فهرست کې پاتې شي.

د انګرېزې ژبې ورځپاڼې اېکسپرېس ټريبيون د سرکاري سرچینو د خلې ليکلى دى چې د اېف اې ټي اېف د خړ فهرست څخه د وتو لپاره پاکستان په نړيواله کچه پوره لابنګ ېا تبلیغات کړي خو زياتوي پاکستان به د راتلونکې کال د فرورۍ مياشتې پورې په خړ فهرست کې پاتې وي.

د اېف اې ټي اېف څلور ورځنۍ غونډه پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ [14 جون] د جرمني سرښار برلن کې پېل شوې او مطبوعاتي رپورټونه وايي چې فانشنل اېکشن ټاسک فورس به نن د شورو او سبا د زيارت په ورځ د ترهګرو د مالي سرچينو وچولو او پېسو د غېرقانوني ترسيل د مخنیوي په لړ کې د پاکستان د پرمختګ او پورته شوو اقداماتو ارزونه کوي، فېصله به کوي چې ايا د پاکستان نامه د خړ فهرست نه اوباسي او که نه.

د اقتصاد او فانشنل اېکشن ټاسک فورس په چارو نظر لرونکي پوهان وايي اېف اې ټي اېف پاکستان ته 27 نکاتي کاري پلان ورکړی وو او په دې کې پاکستان په 26 نکاتو عمل کړی دی.

د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر اشفاق حسن خان ډيوه ته وايي اېف اې ټي اېف اکثره پاکستان ته ورکړي اهداف بدلوي او په دې وروستیو کې يې ورته يو بل 7 نکاتي پلان هم ورکړی وو.

هغه وايي د خړ فهرست څخه د پاکستان د ويستلو پرېکړه به سياسي وي او چې کله امریکا وغواړي نو د پاکستان نوم به د خړ فهرست نه وويستل شي.

د فاېننشنل اېکشن ټاسک فورس چارواکي وايي ايف اې ټي اېف تنکيکي تنظیم دی او د دې پرېکړې د غړو هېوادونو په سلا کيږي.

دا مهال د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې حنا رباني کهر په مشرۍ د هېواد د مالياتي او قانوني ماهيرينو پلاوی هم د فاېننشنل اېکشن ټاسک فورس په غونډه کې د پاکستان نمايندګي کوي.

اېکسپرېس ټريبيون په دغه پلاوى کې شامل د يو اعلا پاکستاني چارواکي د خلې ليکلي چې که چري اېف اې ټي اېف پاکستان ته د ان ساېټ دورې ته اماده شو نو دا به هېواد د خړ فهرست څخه وتلو ته يو ګام نزدې کړي.

فاېننشنل اېکشن ټاسک فورس سږ کال د مارچ په میاشت کې د پاکستان د ګامونو ستاينه کړې وه البته په پاکستان يې ټينګار کړی وو چې د ترهګرو د مالي سرچينو د پلټنو او د ملګرو ملتونو لخوا د ترهګر ګرځول شوو ډلو خلاف کاروايي بشپړه کړي.

په اسلام اباد کې د څېړنيزې ادارې اېس ډي پي اي اېګزګټيو ډايريکټر عابد قيوم سلهرى وي او ای ډيوه ته وايي نور د پاکستان په خړ فهرست کې د ساتلو هيڅ جواز نشته ځکه چې پاکستان په ورکړی شوي 27 نکاتي کاري پلان عمل کړی دی.

هغه وايي په دې کې مهمه ستونزه د جماعت الدعوه د مشر حافظ سعید نيول وو او عدالت هغه ته د ترهګرۍ د مالي مرستو په جرم کې سزا ورکړې ده او نوموړی په جېل کې بند دی.

عابد قيوم مخکې وايي بله مسله د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا لخوا د ترهګر ګرځول شوو ډلو پرضد د عملیاتو وه او پاکستان د هغوى خلاف هم کاروايي کړې ده.

پاکستان د کال 2018 راهسې د فاېننشنل اېکشن ټاسک فورس په خړ فهرست کې شامل دی او څېړونکي وايي که دا ځل فاېننشنل اېکشن ټاسک فورس د پاکستان نوم د خړ فهرست نه اوباسي نو دې سره به نه يواځې په نړيوال کچ د هېواد مخ ښه شي بلکې پاکستان کې به نړيوالو پانګونو ته هم لاره پرانستل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG