لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستاني وزیراعظم مشیر وايي امریکا د سي پېک کامیابي نه غواړي


د سي پېک منصوبې پرانېسته پخواني وزیراعظم نواز شریف د کال 2015 د نومبر په13 نېټه کړې ده
د سي پېک منصوبې پرانېسته پخواني وزیراعظم نواز شریف د کال 2015 د نومبر په13 نېټه کړې ده

د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبې، سي پيک، لپاره د وزير اعظم عمران خان مشیرخالد منصور ویلي د سيمې جيو سټرېټیجک حالات دا څرګندوي چې امريکا د سي پېک کاميابي نه غواړي او د هند سره په ګډه د دى منصوبې په ضد سازشونه کوي.

خالد منصور د کراچۍ ايي بي ای نومې تعلیمي ادارې غونډې ته وویل پاکستان په تېرو وختونو کى د غربي نړۍ سره د مرستو او اتحادونو په سر اغيزمن شوی دی ځکه اوس پاکستان دا نه شي زغملى چى د سي پېک په ضد سازشونه کامياب شي او پاکستان د اربونو ډالرو د دغې پروژى د ګټو نه محرومه پاتې شي.

که څه هم وزير اعظم عمران خان وړاندې ویلي په پاکستان فشار اچول کېږي چې د چین په مخالف کېمپ کې شامل شي خو دا لومړی ځل دی چې د خالد منصور په شان یو لوړ رتبه پاکستاني چارواکي نېغ په نېغه په امريکا د سي پيک په ضد د تخريب تور پورې کړی.

د خالد منصور په وېنا د امریکې دریځ لا مخې ته نه دی راغلی.

امریکايي مامورینو د سي پېک منصوبې د شفافیت په اړه عدم اعتماد څرګند کړی او ویلي یې دي چې سي پېک به پاکستان د چین په قرضونو کې ښکیل کړي.‌ چین دا خبرې ردوي.

د عمران خان صلاحکار د سي پېک په اړه وستۍ خبرې په داسې وخت کړي چې په حکومت دا الزام لګول کېږي چې د سي پيک نه پام اړوول غواړي.

د سېنېټ د پرمختيا کميټۍ د غونډې ته د کمېټۍ مشر او د حکومت پيپلز پارټۍ غړي سليم مانډي واله ویلي د پاکستان حکومت د سي پېک نه په شا شوی دی.

د سليم مانډوي واله په خبره اسلام اباد کى د چين سفير ورته (مانډوي واله) ويلي د پاکستان ناست حکومت د بۍ غورۍ له امله سي پيک پروژه د تباهى سره مخامخ ده

د سېنېټ د دغه کمېټۍ او بل غړي سېنېټر طاهر بزنجو ویلی نه ده پکار چې په سي بېک کار د سست روۍ ښکار شي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کى ښاغلي برنجو وويل په سي پيک به څوک خوشاله وي او څوک به یې نه شي زغملى خو بايد چى پاکستان خپل ګريوان ته وګوري چې ولى په سي پيک پروژو کار ډير ورو کيږي؟

نوموړي وويل په نورو هيوادونو باندى د تورونو په ځاى بايد چى پاکستان په دى اړه خپل نيمګړتياګانې لرې کړي

خبريال او څيړونکى شهباز رانا وايي د امريکا د سي پيک مخافت څه پټه خبره نه ده خو په دى اړه د پاکستان اړنده وزارتونو کارکردګې هم په ډاګه ده.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې شهباز رانا زياته کړه چې د پاکستان او چينايى حکومتي چارواکو باندى مشتمله ګډ سټيٸرنګ کميټۍ په تيرو دريو غونډو کى دا پخلى شوى چى دی

حکومتي ادارې او وزارتونه سي پيک پروژو په ټاکل شوي معياد کى سر ته په رسولو کې پاتى راغلى دي.

د وزير اعظم عمران خان صلاحکار خالد منصور له تر اوسه سي پيک پروژه کى د 25 اربه ډالر د سرمايه کارۍ پخلى کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG