لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د پاکستان په سېلاب ځپلو سیمو کې د خیچنو اوبو دلاسه ناورغۍ خپرېږي


د متحده قومونو یو اېن پاپولېشن فنډ ویلي په پاکستان کې د سېلاب نه متاثر شپږ اشاریه څلور مېلین خلک مرستې ته ضرورت لري. په امدادي کېمپونو کې تر 650000 پورې امیدوارې مېرمنې هم طبي ضرورتونه لري او ګڼ شمېر پکې داسې دي چې اینده میاشت بچې زېږېونکي دي
د متحده قومونو یو اېن پاپولېشن فنډ ویلي په پاکستان کې د سېلاب نه متاثر شپږ اشاریه څلور مېلین خلک مرستې ته ضرورت لري. په امدادي کېمپونو کې تر 650000 پورې امیدوارې مېرمنې هم طبي ضرورتونه لري او ګڼ شمېر پکې داسې دي چې اینده میاشت بچې زېږېونکي دي

پاکستاني چارواکو ویلي د هېواد په هغو سیمو کې چې سېلابونو ځپلي په کېمپونو کې د خيچنو اوبه دلاسه هېضه، د څرمنې او د سترګو ناروغۍ خپرېږي.

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه، پاکستاني مامورینو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په سند صوبه کې په تېرو 24 ګنټو کې د نوي زره نه زیات د هېضې کېسونه رپورټ کړي دي.

د سند په سېلاب ځپلو سیمو کې د هېضې ناروغۍ په اړه د رپورټ نه یوه ورځ وړاندې د متحده قومونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن په سېلاب ځپلو سیمو کې خيچنو اوبو دلاسه د وبايي مرضونو د خپرېدو په اړه خبرداری کړی و.

په پاکستان کې ورستي سېلابونو د خېبرپښتونخوا په شمول د ملک په مختلفو برخو کې په پراخه کچه نقصانونه کړي دي.

د افتونو په وخت د امداد وفاقي حکومت ادارې اېن ډي اېم ای ترمخه سېلابونو دلاسه په پاکستان کې 1191 کسان مړه شوي دي.

د بشري امداد دپاره د متحده قومونو ادارې ویلي په پاکستان کې قریباً یو مېلین کورونو ته نقصان رسېدلی ترپېنځو لکو پورې خلک بې کوره شوي اوس د خپلوانو سره او یا په امدادي کېمپونو کې ورځې شپې تېروي.

په امدادي کېمپونو کې پناه اخیستونکي د بنیادي اسانتیاو د نشتوالي خبره کوي.

خبري اداره ای پي وايي پاکستاني چارواکي کوښښونه کوي چې سېلاب ځپلو خلکو ته صفا اوبه او نور امدادي شیان ور ورسوي.

متحده قومونو ویلي په سېلاب کې سړکونو او پولونه ته په لویه کچه د نقصان دلاسه خلکو ته امداد رسوولو کې مشکلات موجود دي.

ای پي د سند صوبې د صحت وزیرې ډاکټر عزرا فضل پيچوهو له قوله ویلي په سېلاب ځپلو سیمو کې په زرګونو د صحت مرکزونه قایم کړی شوي دي او د خلکو درملنې دپاره موبایل یا ګرځنده طبي ډلې هم کار کوي.

ډبلیو اېچ او ویلي هېضې او د نورو وبايي مرضونو د څارنې او پاکستاني چارواکو ته طبي شیان ورکولو دپاره د حالاتو څارنه کوي.

ډاکټران وايي په زرګونو خلک د هېضې، سترګو او څرمنې په مرضونو کې مبتلا شوي دی او علاج یې دوام لري او په کېمپونو کې ګڼ شمېر حامله مېرمنې د مرضونو د خطراتو سره مخامخ دي.

د متحده قومونو یو اېن پاپولېشن فنډ ویلي په پاکستان کې د سېلاب نه متاثر شپږ اشاریه څلور مېلین خلک مرستې ته ضرورت لري. په امدادي کېمپونو کې تر 650000 پورې امیدوارې مېرمنې هم طبي ضرورتونه لري او ګڼ شمېر پکې داسې دي چې اینده میاشت بچې زېږېونکي دي.

متحده قومونو د پاکستان سره په شریکه سېلاب نه د متاثره خلکو دپاره د 160 مېلین ډالرو امداد غوښتنه کړې ده.

امریکې د پاکستان د سېلاب ځپلو خلکو دپاره د 30 مېلین ډالرو مالیت او متحده عرب اماراتو د 50 مېلین ډالرو امداد کړی او د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د ټوېټر دلارې د دواړو ملکونو شکریه ادا کړې ده.

ترکي، چین، قطر او سعودي عرب هم پاکستان ته امدادي سامان لېږلی دی.

یادونه: د دې رپورټ ځينې معلومات د ای پي خبري ادارې نه هم اخیستل شوي دي


ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG