لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اپوزیشن ګوندونه وایي عمران خان ترې خوندي لاره غوښتې،دقامي اسمبلۍ غونډه اتوار ته وځنډول شوه


پاکستان کې اپوزیشن ګوندونه وایي د وزیراعظم عمران خان سره اوس دتېښتې بله لار نه ده پاتې شوې اؤ داپوزیشن نه یې خوندي لار غوښتې ده خو وایي اپوزیشن د عمران خان دخوندي لارې وړاندیز رد کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د زیارت په ورځ دپاکستان دقامي اسمبلۍ غونډه یو ځل بیا د وزیراعظم عمران خان پرضد دبې باورۍ په تحریک د رایې ورکولو پرته د راتلونکې اتوار د ورځې پورې ځنډول شوې ده.

اپوزیشن ډلې وایي حکومتي ګوند دپارلیمان نه بهر وایي چې تر وروستي بال پورې به لوبه کوي خو دپارلیمان دننه بیا دټینګې نه دی اؤ دایوان دکارروایۍ نه تېښته کوي.

دقامي اسمبلۍ غونډه د زیارت په ماذیګر دقامي اسمبلۍ دمرستیال اسپیکر قاسم سوري په مشرۍ پیل شوه چې ددې غونډې په ایجنډه کې د وزیراعظم عمران خان پرضد په وړاندې شوي دبې باورۍ په پرېکړه لیک بحث کول شامل وؤ.

خو دغونډې څو شیبې وروسته ډپټي اسپیکر دپارلیمان د غړو د رایو له شمیرې پرته وویل د پارلیمان زیاتره غړي ددې قرارداد په حق کې نه دي نو ځکه داسمبلۍ غونډه د راتلونکې اتوار د ورځې پورې ځنډولی شي.

قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو مشر شهباز شریف دقامي اسمبلۍ له غونډې وروسته مطبوعاتو ته ویلي چې اسپیکر د وزیراعظم په ضد په قرارداد د رایې نه اخستو سره خپله جانبداري ښودلې ده اؤ دایین سره یې غداري کړې ده.

هغه وویل د وزیراعطم دلرې کولو لپاره یې داړینو غړو شمیره پوره کړې ده اؤ‌ اوس عمران خان هیڅ اییني ، قانوني اؤ اخلاقي جواز نه لري چې نور په اقتدار کې پاتې شي.

د سترې حکومت مخالفې ډلې پاکستان مسلم لیګ(ن) ډلې ویاندې مریم اورنګزیب دقامي اسمبلۍ دغونډې ځنډول دحکومت لخوا دتېښتې یوه ناکامه هڅه بللې ده اؤ رسنیو ته یې ویلي حکومت اوس دتېښتې لار ګوري اؤ دپارلیمان کارروایۍ ته د ټینګې نه دی ځکه یې دپارلیمان غونډه وځنډوله.

هغې وویل دپارلیمان نه بهر حکومتي وزیران وایي چې عمران خان لوبغاړی دی اؤ تر وروستي بال به لوبه کوي خو دپارلیمان دننه بیا دتېښتې لار ګوري .

هغې وویل اوس دعمران خان سره بله هیڅ لاره نه ده پاتې شوې سیوا ددې نه چې اقتدار پرېږدي.

دپیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري هم ویلي چې وزیراعظم عمران خان په پارلیمان کې خپل اکثریت دلاسه ورکړی اؤ اوس هغه لپاره یوازینۍ خوندي لاره د استعفا ورکولو ده .

خو د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري بیا خبریالانو ته ویلي چې وزیراعظم عمران خان به په یو صورت کې هم استعفا نه ورکوي.

فواد چوهدري یوځل بیا خپله دا دعوه تکرار کړې ده چې دعمران خان اقتدار نه دکوزولو سازش په نړیواله کچه جوړ شوی دی اؤ وایي دپاکستان ځینې اپوزیشن ګوندونه اؤ په ځانګړي ډول نوازشریف په دې سازش کې نیغ په نیغه ککړ دی.

خو شهباز شریف دا تورونه رد کړي چې ګنې نوازشریف یا اپوزیشن ډلو څه سازش جوړ کړی دی.

هغه وایي دعمران خان ګوند چې دبهر نه کومې پنګې ترلاسه کړي دي هغه هرچاته معلومې دي خو دشرم خبره ده چې اوس حکومتي چارواکي په اپوزیشن بهرنه دمرستې اخستو تورونه لګوی.

په عین حال کې دکورنیو چارو مرکزي وزیر شیخ رشید احمد راتلونکي ۴۸ساعتونه دهیواد سیاست لپاره ډیر مهم ګرځولي اؤ رسنیو ته ویلي دجمعې اؤ خالي دشپې دولسو بجو پورې وخت ډير مهم دی اؤ په دې کې سیاست په یو نوي اړخ هم تللی شي.

شیخ رشید دا هم ویلي چې وزیراعظم عمران خان به نن دزیارت په ماښام قام ته وینا کوي.

تر دې وړاندې پرون هم شیخ رشید ویلي وؤ چې عمران خان به نن قام ته خطاب کوي خو وروسته د وزیراعظم عمران خان سره دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاویدباجوه اؤ داستخباراتي شبکې ایي ایس ایي مشر لیده کړې وه چې له هغې وروسته دغه خطاب نه ؤ شوی.

بل اړخ ته د زیارت په ورځ داپوزیشن ګوندونو یوه مهمه غونډه داپوزیشن ډلو دمشر شهباز شریف په کور اسلام اباد کې شوې ده.

پاکستاني رسنۍ جیو نیوز دعوه کړې ده چې دغه غونډې ته دیو مهم شخص له لوري په ورکړل شوي دې پیغام غور شوی چې عمران خان ته دې خوندي لاره ورکړل شي.

جیو دعوه کړې ده چې عمران خان غواړي که اپوزیشن ګوندونه خپل دبې باورۍ تحریک بېرته واخلي نو هغه تیار دی چې اسمبلۍ ماتې کړي اؤ دنوي سره انتخابات وشي.

خو وایي اپوزیشن ګوندونو دعمران خان وړاندیز رد کړی اؤ ویلي یې دي چې هغوئ په عمران خان باور نه شي کولی اؤ دهغه لپاره خوندي لاره یوازې داده چې استعفا ورکړي

رسنۍ وایي داپوزیشن ډلو په غونډه کې ۱۷۳ دقامي اسمبلۍ غړو ګډون کړی ؤ اؤ د وزیراعظم جوړیدو لپاره ضروري ده چې یو تن ته دې قامي اسمبلۍ کې د ۱۷۲ غړو ملاتړ ترلاسه وي.

د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ چې داپوزیشن ډلو پغاړه کې یې برخه درلوده ، وي اوی ای ډیوه ته یې ویلي چې اپوزیشن سره دعمران خان لرې کولو لپاره دغړو شمیره پوره نه ده بلکې د پوره نه هم زیات غړي لري.

پاکستاني رسنۍ دعوه کوي چې دا مهال‌ په قامي اسمبلۍ کې دمخالفو غړو شمیره ۱۹۹ ته رسیدلې اؤ واکمن ګوند یوازې ۱۴۴ غړو ملاتړ په لاس کې لري.

خو داطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري دعوه کړې ده چې په کومه ورځ دبې باورۍ په تحریک رایې ورکول کیږي نو اپوزیشن به دخپلو ټولو غړو رایې ترلاسه نه کړل شي .

داتوار په ورځ دقامي اسمبلۍ کیدونکې غونډه کې دایین له مخې د وزیراعظم پرضد وړاندې کړل شوي دبې باورۍ تحریک باندې رایې اچول اړین دي اؤ اپوزیشن ګوندونه دعوه کوي چې په رایو کې به عمران خان ماتې وخوري.

داپوزیشن ګوندونو لخوا دعمران خان پرضد جمع کړل شوی دبې باورۍ تحریک په ۲۸م مارچ قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړل شوی ؤ اؤ دقانون له مخې په دې قرارداد د رایې ورکولو لپاره دریم مارچ وروستۍ ورځ ده.که چرې په دغه ورځ هم په یاد قرارداد رایې وانه خستل شي نو عمران خان به بیا له خپلې څوکۍ محروم ګڼل کیږي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG