لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جميعت علماء اسلام (ف) د طالبانو په معامله ولې د پاکستان د حکومت حمایت کوي؟


د جميعت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان چې د پاکستان د اوسني حکومت سخت مخالف او د حزب اختلاف ګوندونو ايتلاف پاکستان جمهوري غورځنګ مشري کوي د حکومت دریځ سره هم غږي ښکاره کوي او تېره ورځ يې غوښتنه وکړه چې پاکستان دې د طالبانو حکومت په رسميت وپېژني
د جميعت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان چې د پاکستان د اوسني حکومت سخت مخالف او د حزب اختلاف ګوندونو ايتلاف پاکستان جمهوري غورځنګ مشري کوي د حکومت دریځ سره هم غږي ښکاره کوي او تېره ورځ يې غوښتنه وکړه چې پاکستان دې د طالبانو حکومت په رسميت وپېژني

په افغانستان د واکمنۍ ترلاسه کولو وروسته تر اوسه کوم هېواد د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی او يو اړخته چې پاکستان په حکومتي کچه د طالبانو دپاره د نړۍ څخه د ملاتړ لاس ته کولو هڅې کوي نو بل لوري ته د پاکستان مذهبي سیاسي ډلو هم د طالبانو په رسميت د پېژندلو دپاره غږونه پورته کول شروع کړي دي.

د جميعت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان چې د پاکستان د اوسني حکومت سخت مخالف او د حزب اختلاف ګوندونو ايتلاف پاکستان جمهوري غورځنګ مشري کوي د حکومت دریځ سره هم غږي ښکاره کوي او تېره ورځ يې غوښتنه وکړه چې پاکستان دې د طالبانو حکومت په رسميت وپېژني.

د پېښور پوهنتون د سيمه یيزو مطالعاتو مرکز پخواني مشر پروفېسر سرفراز وي اوای ډيوه ته وويل دغه ډېر يو عجيبه منطق دی چې په پاکستان کې مولانا فضل الرحمان هم په دې دليل د حکومت مخالفه دې چې دی ګڼي په ټاکنو کې درغلې شوې دي خو بيا په افغانستان کې هغه څوک چې په زور او بې له ولس له رايو يې حکومت نيولی نو دی غواړي چې په رسميت اوپېژندل شي ۔

نه يوازې د مولانا فضل الرحمان ګوند بلکې قریباً هرمذهبي سياسي ګوند د طالبانو په ملاتړ څرګندونې کړي دي.

کابل ته د طالبانو ور ننوتلو په دویمه ورځ جماعت اسلامي په پېښور کې پوسټرې او بېنرې خورې کړې وې چې پکې د طالبانو د واکمنۍ هر کلی شوی و.

هم دا ډول تېره ورځ د ١٣ مذهبي سياسي ګوندونو ايتلاف د پېغام پاکستان کانفرنس دلارې په پېښورکې يو لاريون وکړو چې دوی پکې د نړۍ څخه د طالبانو دحکومت په رسميت د پېژندنې غوښتنې وکړې۔

پروفېسرسرفراز وايي د داسې کولو سره نه ويني چې په نړۍ به کوم فشار راشي خو البته دغه غږونه ګونه پورته کېدو سره به د پاکستان دپاره کومې مثبتې اغېزې و نه لېدل شي ۔

ځکه چې پاکستان به وړاندې ويل چه په طالبانو يې اغېز نشته او اوس د طالبانو د ملاتړ دپاره د نړۍ سره په ډېپلوماسي اخته دې چه مطلب يې دا دی په دوي د پاکستان اغېز شته دې او هم ځکه بيا دغه مذهبي سياسي ګوندونه هم په هېواد کې د طالبانو په ملاتړ لاريونونه اوباسي.

پروفېسر سرفراز خان زياتوي که چېرې را روان وخت کې طالبان يو وارې بيا کوم داسې ګام واخلي چې د ناين اليون په شان صورتحال جوړ شي نو داسې کې به يو وارې بيا پاکستان د طالبانو د ملاتړ د تورونو سره مخامخ شي ۔

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG