لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان د حکومت مخالف ګوندونه غواړي د پارلېمنټ په خصوصي غونډه کې دې په افغانستان بحث وشي


غوښتنې هله راپورته شوي چې تېره ورځ د پاکستان د پوځ مشر جنرل جاويد قمر باجوه د پارلمان د دفاعي کميټو غړي د پوځ مرکز جي ايچ کيو ته راغوښتلي وو او د ملک د دننه امنيتي صورتحال او د افغانستان د روان حالت په اړه يې ورته معلومات ورکړي وو

د افغانستان نه د بهرني ځواکونو د وتلو او د طالبانو د واکمنۍ وروسته د پاکستان د افغان پاليسۍ په اړه پوښتنې راپورته شوي او په پارلمان کې د اپوزيشن ګوندونو چې پکې دوه غټ ګوندونه پاکستان مسلم ليګ (ن ) او پيپلز کوند هم دي غوښتنه کړې چې په دې اړه دې دپارلمان ګډه غونډه وشي.

غوښتنې هله راپورته شوي چې تېره ورځ د پاکستان د پوځ مشر جنرل جاويد قمر باجوه د پارلمان د دفاعي کميټو غړي د پوځ مرکز جي ايچ کيو ته راغوښتلي وو او د ملک د دننه امنيتي صورتحال او د افغانستان د روان حالت په اړه يې ورته معلومات ورکړي وو.

جنرل باجوه بريفينګ ته ويلي وو د افغانستان سره په پوله د امنيت چارې په واک کې دي ځکه دوی په وخت ګامونه اخستلي وو او د ملک غربي پوله خوندي ده.

هغه زياته کړې که چرې په پوله د امنيت کومه مسله راپورته کيږي پوځ يې چمتو دی ځواب ورته ووايي. جنرل باجوه ويلي طالبان به په افغانستان کې د نورو ډلو سره ګډ حکومت جوړوي.

خو د اپوزيشن ګوند مسلم ليګ ن د پارلمان غړي سنيټر رياض حسين پيرزاده چې د دفاعي کميټۍ هم غړی دی د بريفينګ نه وروستو وي اوای ډيوه ته ويلي “د پاکستان د عسکري قيادت سره د افغانستان د شخړې هيڅ حل نشته. که څه حل يې شته نو هغه د سياسي قيادت سره دی. پکار ده چې د محمود خان اچکزۍ، مولانا فضل الرحمان، منظور پښتين او محسن داوړ خدمات په کار راوستل شي”.

د دې نه وړاندې د سينټ پخواني چيرمين او د پيپلز ګوند سنېټر رضا رباني د کميټيانو جي ايچ کيو ته راغوښتلو په مخالفت کې ويلي دي چې په ځاید دې چې پوځ کميټيانې پوځي مرکز ته غواړي پکاره دا ده چې پوځي قيادت پارلمان ته راشي او په صورتحال بريفينګ ورکړي.

د جماعت اسلامي صوبايي صدر او د دفاعي کميټۍ غړي مشتاق احمد خان د بريفينګ نه پس ډيوه ته وويل جي ايچ کيو ته دوره د مخکې نه ټاکل شوې وه خو وايي د عمران خان حکمران ګوند دې د افغانستان په حقله خپله تګلاره د پارلمان وړاندې کيږدي.

هغه وايي “که تر پرونه يې کومه پاليسي وه هغه د پارلمان وړاندې ايښودل پکار دي. که کومه پاليسي جوړوي هغه ايښودل پکار دي چې شريکغور فکر پرې وکړی شي. حکومت پارلمان ته جوابده دی خو تر اوسه د حکومت اقامات دا ښايي چې دوی په دې اړه ځان هيڅ جوابده نه ګڼي”.

XS
SM
MD
LG