لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان مخالفو ګوندونو د پارلېمنټ خپل غړي منع کړي چې د ملک نه بهر به سفر نه کوي


د حکومت مخالف دوو لویو ګوندونو پاکستان مسلم ليګ (ن) او پاکستان پيپلز ګوند د پارليمان خپل غړي منع کړي چې د هيواد نه بهر دې نه ځي او په اسلام اباد کې دې وي.

د پارلېمنټ خپلو غړو ته د دواړو ډلو دغه هدایات د وزیراعظم عمران خان د حکومت په ضد د بې باورۍ د تحریک د هلو ځلو برخه ګڼل کېږي.

بل لوري ته مطبوعات د خپلو سرچينو له قوله وا يي چې د مسلم ليګـ ن غړو رانا ثنا الله، خواجه سعد رفيق او اياز صادق ته د واکمن ګوند پي ټى نی د پارليمان هغو غړو سره د معاملاتو حل کولو ذمه وارى ورکړی شوي ده چې د حکومت په ضد عدم اعتماد کې د حزب اختلاف ملاتړ ته تيار دى.

د مخالفه ګوندونو غړي دعوه کوي چې د بې باورۍ تحريک لپاره ورسره شميره پوره ده او د پى ټى ای يو شمير غړي ورسره په رابطه کې دي.

خو حکومتى غړي د اپوزيشن دا دعوې ردوي چى په پي ټي ای کي دننه او د حکومت د اتحادي ترمنځ اختلافات موجود دي. حکومتي غړي وايي د بې باورۍ تحریک به ناکامه کېږي.

وزير اعظم عمران خان د اتوار، يکشنبې، په ورځ یوې جلسې ته وویل تر اخر وخته پوري به مخالفه ګوندونو سره جنګيږي. هغه وویل که د حکومت په ضد د عدم اعتماد تحریک ناکامه شو نو د مخالفو ګوندونو سره به یې رويه نوره هم سخته شي.

څېړونکي وايي چى مخالفه ګوندونو سره شايد د بي باوري تحريک راوړلو لپاره شميره اوس هم پورا نه ده خو حکومت یې ویرولی او د فشار لاندې کړی دی.

څېړونکي وايي وزير اعظم چى اپوزيشن ته کومه دړکه ورکړي ده نو د دي نه انتقامي عکس العمل لیدل کېږي او داسې ښکارى چې ده هغه ته معلومه شوي ده چې زاړه ملګري ورسره کيدې شى نور پاتې نشى، او بل د چى اسټيبلشمنټ هم د وخت بي پلوه ليدلی شي.

وى اواې ډيوه سره خبرو کې وتلې خبريال او څيړونکې اوېس توحید وايي پاکستان تحريک انصاف ويرې اخېستی دی راتلونکي اونۍ کې به سياسي کړکېچ نور هم سيوا شي.

اوېس توحيد وويل چې په حزب اختلاف کې دننه بعضې ختلافات هم شته او ځینې سياسى ګوندونه غواړى چى لومړی د سپيکر په ضد د بې باوري تحريک راوړل شي خو مسلم ليګ ن وايي چى هر څه دي په يو ځل وشي يعنى وزير اعظم دي فارغ کړې شي. دوى وايي چې د پوځ د نوي سر لښکر د ټاکنې نه اوړاندې دې سياسي بدلون راوستل شي.


څيړونکې مظهر عباس وايي چې دا وخت د حکومتى او د مخالفه ډلوتر منځ "د اعصابو جګړه روانه ده او دواړو ډلو کي د اعتماد کمی دی چى څه اوکي، خو تحريک کاميابولو لپاره شميره پوره کول د مخالفه ګوندونو زمه واري ده او دوى ته د ٣٤٢ په ايوان کې ١٧٢ ووټونو پکار دي."

په قامى اسمبلۍ کې د واکمن ګوند او د دوى ایتلافي ګوندونو شمير ١٧٩ او د مخالفه ګوندونو ١٦٢ دې٠

خو د پاکستان د سياست اوپارليمان د څيړنې ادارې پلډيټ مشر احمد بلال محبوب وايي چې د پاکستان په تاريخ کې د بې باورۍ تحريک چېرې هم نه دی کامياب شوي که هغه د پخوانۍ وزير اعظمې بې نظير بهټو په ضد په کال ١٩٨٩ کې و او که د شوکت عزيز په ضد په کال ٢٠٠٦ کې، دواړه ناکامه شوي وو د دې باوجود چى اسټيبلشمنټ د دواړو لرې کول غوښتل.

ښاغلی محبوب زیاتوي که چېرې د حزب اختلاف سره " غيبى مرسته" وشوه نو ممکنه ده چې د عمران خان خلاف د بې باورۍ تحریک کامیاب شي.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG