د پاکستان وزير اعظم عمران خان د واک تر لاسه کولو وروسته، په درېم ځل د هېواد د خزانې [ماليې] وزير بدل کړی دی.
د اطلاعاتو مرکزي وزير شبلي فراز ويلي نوی بدلون ځکه شوی چې د ګرانۍ کچه زياته شوې ده.
وزیراعظم عمران خان د خزانې مشیر عبدالحفیظ شېخ په ځای د صنعت او پېداوار وزیر حماداظهر ته د خزانې وزارت هم وسپارلو.
د حفيظ شېخ نه وړاندې اسد عمر هم د خزانې وزیر و خو په کال ۲۰۱۹ کې د دغه چوکۍ نه لېرې کړی شو او دغه ذمه واري حفيظ شېخ ته وسپارل شوه.
که څه هم شبلي فراز د خزانې وزارت نه د حفیظ شېخ د لېرې کېدو سبب په پاکستان کې ګراني بللې ده خو د وي او ای د اردو څانګې د رپورټ ترمخه بیا یې د خفیظ شېخ په صفت کې ټویټ هم کړی دی.
اقتصاد پوهه ډاکټر اشفاق حسن وي او ای اردو څاګې ته ویلي افراط زر یا په ګرانۍ قابو موندل د سټېټ بېنک ذمه واري ده او د خزانې وزیر ورسره څه کار نه وي خو که هم ګراني د حفيظ شېخ د لېرې کولو سبب وي نو پکار ده چې بیا د ستېټ بېنک ګورنر رضا باقر هم د چوکۍ څخه لېرې کړی شي.
پاکستان د مالي مشکلاتو کمولو لپاره د پيسو نړيوالې ادارې ای اېم اېف سره د قریباً شپږو اربو [بلينو] ډالرو مشروط پور [قرض] اخستلو لوظ کړی دی.
د حکومت مخالف ګوندونه د پورونو په شرطونو نيوکې کوي.