لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان وزیراعظم د چېن په څلور ورځني سفر بیجېنګ ته تللی دی


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل عمران خان به د چین صدر شي ژن پینګ او وزیراعظم لي کیکیانګ سره دوه اړخیزې ناستې ولري
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل عمران خان به د چین صدر شي ژن پینګ او وزیراعظم لي کیکیانګ سره دوه اړخیزې ناستې ولري

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د مرکزي وزیرانو او حکومتېدد چارواکو د لوړ پوړې ډلې سره د چین په څلور ورځني سفر بیجنګ ته تللى دى.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل عمران خان به د چین صدر شي ژن پینګ او وزیراعظم لي کیکیانګ سره دوه اړخیزې ناستې ولري.

د خزانې وزیر شوکت ترین چین ته روانیدو څخه وړاندې د مطبوعاتو سره خبرو کې وویل چین ته به وایي چې خپل صنعتونه پاکستان کې هم ولګوي.

ټاکل شوې چې چين ته د وزیراعظم د دورې په مهال به د سي پیک منصوبې دلاندې د جوړ شوٶ خاصو اقتصادي زونونو، تجارت ، انفارمیشن ټیکنالوجۍ اٶ کرهنې په څانګو کې په همکارۍ خبرې کولى شي.

خبريال مهتاب حیدر وايي"موږ چین سره د صنعتي پرمختګ لړ کې ډیر زیات وخت ضايع کړى دى که چرې مونږ خپل کارونه پر وخت نه تر سره کوٶ نو شیان دځنډ ښکار کیږی او چین نه غواړي چې داسې وشي "

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل بهرنۍ سرمایه کارۍ یا په ځانګړې توګه د چین سرمایه کارۍ پاکستان ته راوړلو د پاره به مونږ ته پر وخت خپل کار ترسره کولو ته پام راګرځول وي.

دپاکستان حکومت توقع کوي چې د وزیراعظم عمران خان دچین اوسنى سفر به هغه پروژو ته وده ورکړي چې یا پيل کيدونکي دي یا تراوسه د سي پیک په چوکاټ کې پیل شوې دي.

بل پلو ته د اسیا پراختیايي بانک اى ډي بي خپل یوه تازه راپور کې ویلي پاکستان که چیرې د ۶۰ اربه ډالرو د چین پاکستان اقتصادي راهداري سي پیک په بریالیتوب سره عملي کړي، نو کولى شي خپل ستراتیژیک جیوپولیټیکل صلاحیتونه وکاروي، دسیمه ایز او نړیوال اقتصادي ارتباط ښه کړي او د اسیا د پاره د اقتصادي مرکز په توګه بدل شي.

خو دغه بانک بيا وايي پاکستان د ساختماني اصلاحاتو پرته غوره لاسته راوړنې نشي کولى.

د چهارشنبې په ورځ خپور شوي د اى ډي بي په راپور کې ویل شوي چې د سي پیک لاندې جوړ شوى انفراسټرکچر بايد د سوداګرۍ او سیمه ایزو همکاریو پراخولو د پاره په بشپړه توګه وکارول شي.

څيړونکى پروفیسر حسن عسکرې وي او اى ډیوه سره خبرو کې وايي،د سي‌پیک د پروژو د ځنډ ښکار کیدلو تړاو د انتظامې معاملو سره دى چې پکې د پاکستان حکومت ډیر کمزورى دى ـ

هغه وايي په هیواد کې د اقتصادي پرمختګ دپاره ضروري ده چې بنیادي اصلاحات وکړى شي، سړکونه جوړ کړى شي او دمواصلاتې نظام پياوړتيا ته پام راوګرځول شي.

دنوموړي په وينا که چرې داسې نه وي نو حکومتې دعوې یوازې یو خوب کیداى شي.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG