لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني سیاستمداران: طالبانو سره خبرو کې پارلیمان په مکمله توګه له پامه غورځول شوی دی


افغانستان کې دقبايلي ضلعو او ملاکنډ ډويژن د مشرانو جرګې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په دويمه ورځ هم د ټي ټي پي سره خبرې دوامداره ساتلې دي خو د ټي ټي پي سره د مذاکراتو په اړه ځینو پاکستاني سياستوالو پوښتنې راولاړې کړي چې په دغه خبرو کې پارليمان د پامه غورځول شوی او د فاټا د پخواني حثيت د بحالۍ په غوښتنه يې هم اندېښنې څرګندې کړي دي۔

افغانستان ته خبرو لپاره دتللې جرګې غړو ويلي د افغان طالبانو او د پاکستاني طالبانو یې سره ليدلي دي اؤ د پاکستاني طالبانو يوه بنيادي غوښتنه د قبايلي ضلعو دپخواني حثيت دبيا بحالۍ په اړه مخې ته راغلې ده خو څيړونکي وايي که داسې وشي دغه علاقي به يو ځل بيا د وسله په ځالو کې بدلې شي۔

دپاکستان نه کابل ته دتللې جرګې اؤ طالبانو ترمنځ په دويمه ورځ دا خبرې په داسې حال کې شوي چي ټي ټي پي د چارشنبې په ورځ د جرګې غړو ته يو خط ورکړي په کوم کې چې ليکل شوي که د پاکستان حکومت او امنيتي ادارې امن غواړي نو دا په هغه صورت کې ممکن دی چې قبايلو ته خپله هغه ازادي بیرته ورکړي يعني د پيځويشتم ائيني بدلون کې شوی د فاټا انضمام دې ختم کړي شي۔

په جرګه کې شامل پخواني سنېټرحافظ رشيداحمد د چارشنبې په ماسخوتن ډيوه ويلي په اوله ورځ ورسره د افغان طالبانو د داخله چارو وزيرسېراج الدين حقاني ليدلي دي، او د ټي ټي پي لخوا ورته هم غوښتنې مخې ته راغلي چې تر ټولو مهمه پکې د قبايلي ضلعو د پخواني حېثيت بيا بحالي ده.

هغه وایي "زمونږ چې سر سري کومې خبرې شوي يو هغوي(ټي ټي پي) د انضمام خلاف دي، خو مونږ ورته ويلي چې دا ایيني خبرې دي"

دشمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ په ټويټر ليکلي پخوانۍ فاټا بيا طالبانو ته په لاس ورکول کيږي، د طالبانو جنګيالي بيا رايوځايي کيږي، د کاروباروباريانو نه قلنګونه اخستل کيږي او وژنې زياتې شوي دي،

هغه زیاته کړې "سزا وار شوو کمانډرانو ته صدارتي معافۍ ورکول کيږي، جرګه د تحريک طالبان پاکستان سره خبرې کوي، تردې چې د فاټا انصمام د ختميدو پکې ويل کيږي، پارليمان په مکمله توګه له پامه غورځول شوی دی"

هم دغه ډول د عوامي نېشنل ګوند د خېبر پښتونخوا مشر ايمل ولي خان هم دا پوښتنه راولاړه کړې چې دا کومې خبرې روانې دي ايا په دې پارليمان هم خبر دی؟

د نېشنل ډيموکرېټک مومنټ ګوند غړي بشرا ګوهر ډيوه ته ويلي اول خو دا جرګه د پښتنو يا د قبايلي ضلعو نماینده جرګه نه ده، ځکه چې نه پرې دغه ضلعو کې، نه صوبایي اسمبلۍ يا قامي اسمبلۍ کې خبرې شوي دي،

نوموړې وويل زه ګڼم چې دا جرګه د اسټېبلشمنټ لخوا غوره کړل شوې ده۔ د قبایيلي ضلعو د زوړ حېثيت د بيا بحالۍ په اړه بشرا ګوهر وويل د دې مقصد دا دی چې کوم سټريجک ځائ دوي غواړي چې هغه بيا بحال شي.

"دوي نه د اسلام اباد باره کې څه غوښتنه کړې نه ېې د لاهو په اړه څه غوښتنه کړي ده صرف د پښتنو د تباهۍ د پاره يې خبره کړي ده"

ويل کيږي چې د طالبانو سره دا خبرې د پاکستان پوځ کوي، څو ورځې وړاندې مطبوعاتو کې راغلي وؤ چې د پاکستان پوځ د ایي ايس ایي پخواني مشر او موجوده د پېښور کور کمانډر جنرل فېض حميد هم افغانستان ته دې خبرو د پاره تللی ؤ.

د پاکستان پوځ د دې خبرو او د جنرل فېض حميد افغانستان ته دسفر په اړه څه نه دي ويلي۔

د پاکستان مرکزي او د خېبر پښتونخوا صوبائي حکومت هم د روانو مزاکراتو په اړه ميډيا سره کوم تفصيلات نه دي شريک کړي۔

د جرګې غړو ډيوه ته ويلي دوي سره په نزدې پنځوس کسيزه جرګه کې د خېبر پښتونخوا د وزيراعلا د اطلاعاتو سلاح کار برسټر محمد علي سېف او د وفاقي حکومت وزير ساجد توري هم شامل دي۔

دجرګې دغړو وېنا وه تراوسه دوي ته ويلي شوي چې دا جرګه د دريوؤ ورځو د پاره راغلې خو بيا به د خبرو اترو اندازې ته په کتو دلته د نور پاتې کيدو يا د بیرته تګ پريکړه کيږي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG